
د حقپال ځواب
د
وهاج ساپي په نامه د يوه چا داسي ليكنه مي ترلاسه كړه چي عنوان ئې د حكمتيار عقائد
او نظريات دئ خو نه نظريات په كي څېړل شوي او نه نقد پرې شوى، بلكي ليكوال د خپل
زړه بړاسي ايستلې او عقدې او غصې ئې رابرسېره كړې دي!! ليكنه درې صفحې ده، يوه
نيمه صفحه ئې مقدمه ده او پاتې ئې هغه څه چي د تكفيري ډلو له خولو او خېټو راوځي،
همغه چي د چا د مسلمانولو استعداد نه لري خو د خلكو په كافرولو كي ډېر ماهر، جرئ
او جسور وي، هم ئې افكار، اخلاق او چلن داسي چي خلك له اسلامه لري كوي او هم ئې
فتواگاني د كافرانو پر ځاى د مؤمنانو په ضد، د دوى ټول كمال دا دئ چي خپل مذهبي
حريف تكفير كړي، نه د كوم ديني، علمي، عقلي او منطقي دليل له مخي بلكي په تورو
ټاپو، او دروغجنو تورونو او تهمتونو سره.
جناب وهاج د اوږدې بې ربطي او بې محتوى مقدمې په پاى كي او د خپلو ښكنځلو په سر كي
ليكي: دا يوه مقدمه مي د لوستونكو مخي ته د دې لپاره كېښوده، چي هغوى محترمو پام د
هغو خلكو په اړخ راواړوم، چي نن سبا د شرعي علم د ناشونتيا سره سره ... له خپل
تخصص پرته په نورو علومو په ډېر جرأت سره د هغو د وضعه شوو اصولو او د متخصصينو له
خوا له اېښودل شوو، عقلاً او نقلاً منل شوو قواعدو مخالفت كوي، حال دا چي دغه خلك
... پېژندل شوي ديني استادان هم نه لري، ... له كومي خاصي ديني مدرسې هم نه دي
فارغ شوي، د علماوو كرامو خبرو ته غوږ نه ږدي او د هغوى مشورو د درناوي په سترگه
گوري!!!
دا د ده د ليكني خپل الفاظ او د جملو تركيبونه دي!! گورئ چي سويه ئې څومره ده؟ په
دې څو كرښو كي ئې ډېرى جملې غلطي دي، لكه دا: چي هغوى محترمو پام د هغو خلكو په
اړخ راواړوم!! چي نن سبا د شرعي علم د ناشونتيا سره سره ...!! معلومېږي چي نه د
اړخ په معنى سم پوهېږي او نه د ناشونتيا په معنى، دواړه ئې غلط كارولي، يا دا فقره
ئې: د هغوى مشورو د درناوي په سترگه گوري!! معلومېږي چي د درناوي په معنى هم نه
پوهېږي، شيطان ئې غوښتل دا پرې وليكي: د هغوى مشورو ته په سپكه سترگه گوري خو
فرشتې ئې قلم سم لوري ته بېولي، غوښتل ئې دا پرې وليكي چي د علماوو مشورو ته د
درناوي په سترگه گوري خو دى بيا هم غلط شوى او دا ئې ليكلي: د هغوى مشورو د درناوي
په سترگه گوري!!! آيا د چا چي په مورنۍ ژبه ليكنه دومره ركيكه او له غلطيو ډكه وي
هغه به د قرآن او حديث په ژبه څنگه پوه شي او د تفسير او حديث په اړه به د ده رأيه
او د بل پر نظرياتو د ده نقد څومره ارزښت ولري؟!!
ساپى صاحب د تخصص خبره كوي!! خو داسي معلومېږي چي دى د تخصص په معنى هم سم نه دئ
پوه شوى، ده ته بايد ووايو: تخصص دې ته نه وايي چي څوك د كوم فن او علم له كوم
مكتب او مدرسې د فراغت سند ولري، ډېر د سند خاوندان داسي دي چي په خاورو هم نه
پوهېږي!! تخصص دې ته وايي چي څوك زياته موده په يوه كار بوخت وي، په هغه كي زياته
تجربه ترلاسه كړي، د كار په رموزو عملاً او ښه پوه شي او په دې كار كي ئې تجربه او
پوهه تر نورو زياته وي. كه يو څوك لس كاله مسلسل ډرېوري وكړي نو په ډرېورۍ كي
متخصص شي، كه څه هم هغه يوه ورځ د ډرېوري سبق نه وي لوستلى، دى تر هغه چا په
ډرېورۍ كي ډېر وړاندي او تخصص ئې تر هغه زيات دئ چي لس كاله ئې په كتابونو كي د
ډرېورۍ سبقونه لوستلي خو څو ورځي د ايشترنگ تر شا نه دئ ناست او موټر ئې نه دئ
چلولى!! د چا د تخصص په اړه بايد د ده د عمل له مخي قضاوت وكړو نه د ده د ادعاء او
سند له مخي، په ديني علومو كي د چا تخصص د هغه له قول او عمل معلومولى شو، نه له
دې چي هغه له كومي مدرسې فارغ شوى او استاد ئې څوك دئ!! د هغه رأيه، ليكنه، د هغه
قضاوت، د هغه دريځ، د هغه تگلاره او كړنلاره موږ ته وايي چي دى په دين پوه دئ كه
نه او په ديني علومو كي تخصص لري كه نه!! جناب ساپي! كله چي د چا د ليكني په اړه
څه وايې نو دا پوښتنه مه كوه چي د ده شيخ او استاد څوك دئ او له كومي مدرسې فارغ
شوى، د ليكني مثبت او منفي، صحيح او غلطو برخو ته په پام سره قضاوت كوه او وايه چي
دا ليكنه په دې عقلي او نقلي دليل د منلو وړ ده يا نه ده!! كه د ورور حكمتيار په
كتابونو اعتراض درسره وي او د ضعف كوم ټكى دي تر سترگو شوى وي نو همغه ټكى او د
ترديد دلائل ئې وړاندي كړه، نه دا چي وايې: له كومي مدرسې د فراغت سند نه لري او
شيخ او استاد ئې نه پېژنم!! د يهودانو مذهبي مشرانو به د رسول الله صلى الله عليه
وسلم په اړه همدا خبري كولې چي هغه امي دئ، له كومي مدرسې نه دئ فارغ شوى، شيخ او
استاد نه لري، د ده ئې له دين سره څه؟ دين خو د هغه چا ميراثي حق او دنده ده چي له
پلار نيكه ورته په ميراث پاته شوى!! هغوى به ويل چي رسول الله صلى الله عليه وسلم
د اقتدار وږى دئ، دا تبليغات د ټولو پيغمبرانو په ضد شوي، يا دين پلورونكو مذهبي
مشرانو دا تبليغات كړي او يا د شرك او كفر ځواكمنو زعماوو او د دوى مزدورو
مبلغينو!! كه ته غواړې د ورور حكمتيار د ديني زده كړي په اړه معلومات ترلاسه كړې
او واقعاً د پوښتني مقصد دي همدا وي نه هسي د زړه بړاسي راايستل نو زه دا ضروري
گڼم چي تا ته وليكم: يو څوك چي د خپل ژوند له دريو برخو دوه او شاوخوا
څلوېښت كلونه ئې داسي تېر كړي چي وينا او ليكنه ئې د قرآن او حديث په اړه وي، مبارزه
ئې د اسلام په لار كي وي، ټول عمر ئې د اسلام له دښمنانو سره په فكري او عملي
مبارزې كي تېر شوى وي، د قرآن شل جزء ئې داسي حفظ كړي وي چي په لمونځونو كي ئې
تلاوت كوي او پاته لس ئې داسي چي كه په بل امام پسي لمونځ كوي او هغه غلط شي نو
فتحه وركولى شي، د اسلام په اړه ئې ليكل شوي كتابونه دومره دي چي كه پر ساپي صاحب
بار شي نو وړل به ئې ورته گران وي، گڼ شمېر كتابونه ئې له پښتو فارسي او له فارسي
پښتو ته، او اردو او عربي ته ژباړل شوي، دا كار هغه چا كړى چي كتاب ئې خوښ شوى او
په خپله ئې ترجمې ته ملا تړلې، ويناوي، مقالې، مركې او اعلاميې ئې زرگونو ته
رسېږي، د جهاد په كلونو كي ئې نږدې هره جمعه په يوه كمپ كي هم خلكو ته موعظه او د
جمعې خطبه اورولې او هم ئې په لمانځه كي د دوى امامت كړى، په لكونو كسانو په ده
پسې لمونځونه كړي، په دې كي لوى لوى علماء، فقهاء، حفاظ او په ديني علومو كي متخصصين
شامل دي، هيچا ئې نه د لمانځه په څرنگوالي اعتراض كړى او نه د ده پر قرائت او
تجويد، د شهيد عبد الله عزام په څېر عالم او د اسامه او ايمن الظواهري په څېر
مجاهدينو په لسگونو لمونځونه كي په ده پسي اقتداء كړې، او تل ئې دا غوښتي چي د ده
په اقتداء كي لمونځ وكړي، صحاح سته، مشكوة او د شيخ الباني د احاديثو سلسله ئې
لوستلي، بخاري ئې په پښتو ژباړلى او په زړه پوري او جامع شرحه ئې پرې ليكلې چي
لومړى جلد ئې تر چاپ لاندي دئ، د قرآن جامع تفسير د قرآن پلوشې ئې د بشپړېدو په
حال كي دئ او تر ننه ئې اوه جلده چاپ شوي، كه په دې سره څوك تخصص ته نشي رسېدى نو
په څه به رسېږي؟ كه دې ته تخصص ونه وايو نو د تخصص معنى به څه وي؟!! اسلام خو عملي
دين دئ نه مجرد نظري دين، موسى عليه السلام چي خضر عليه السلام ته ورغى او ورته
وئې ويل: غواړم هغه څه رازده كړې چي الله تعالى تا ته درښودلي، نو خضر عليه السلام
ورته ونه ويل چي راشه زما مخي ته كښېنه، كتاب او قلم راواخله چي څه دروښيم، بلكي
هغه ئې په يوه سفر كي له ځان سره ملگرى كړ چي عملاً څه وروښيي، الله تعالى صحابه
وو ته لارښوونه كوي او وايي: كه غواړئ په دين كي تفقه حاصله كړئ او د دين په حقيقت
لازيات پوه شئ نو له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره جهاد ته ووځئ: ... فَلَوْ
لا نَفَرَ مِن كلِّ فِرْقَةٍ مِّنهُمْ طائفَةٌ لِّيَتَفَقَّهُوا فى الدِّينِ وَ
لِيُنذِرُوا قَوْمَهُمْ إِذَا رَجَعُوا إِلَيهِمْ لَعَلَّهُمْ يحْذَرُونَ* ولي له
هري ډلي يو ټولگى د جهاد لپاره نه وځي چي په دين كي پوهه ترلاسه كړي او خپل قوم ته
هغه مهال خبردارى وركړي چي بېرته وروگرځي؛ تر څو حذر وكړي؟ التوبه: 122، د دين په
حقيقت هغه څوك ښه پوهېدى شي چي عملاً د الله تعالى په لار كي په مبارزې بوخت وي.
نو اوس ته ما ته په خپلو ژونديو او مړو استادانو كي، په افغاني او غير افغاني
استادانو كي، د داسي چا نوم راوښيه چي تخصص ئې تر دې زيات وي او د دين په لار كي
ئې د دې نيمايي كار كړى وي!!
جناب ساپي ليكي چي اسلامي تاريخ د علمي تخصص شاهد دئ خصوصاً كله چې د جرح او تعديل
كتابونه وگورو، د رجال پوهنې كتابونه تر نظر تېر كړو، نو ټولو كي تر ډېره حده په
شرعي فنونو كي د تخصص اهميت، رعايت او تأثير له ورايه ليدل كېږي!!! نه پوهېږو چي
جناب ساپي په دې جملو سره څه ويل غواړي؟ جملې ئې هم د ادبي تركيب له پلوه غلطي دي
او هم د محتوى له پلوه بې معنى، ده د ځينو صحابه وو نومونه اخيستي او هغوى ئې په
خاصو مواردو كي متخصصين گڼلي، ابن عباس رضى الله عنه ئې په تفسير، حديث او
فقه كي، ابوهريره رضى الله عنه ئې د حديث په حفظ او فهم كي، علي رضى الله
عنه ئې په فقه او قضاء كي، عبدالله بن مسعود رضى الله عنه ئې په فقه
او علم حديث كي!! له جناب ساپي په دې اړه څو پوښتني لرو: دغو جليل القدرو صحابه وو
په كومي مدرسې كي سبق ويلى وو؟ صرف، نحو، بديع، بيان، فلسفه، رياضي، منطق، حكمت
او... او ... ئې له چا لوستلي؟ استادان ئې څوك ول؟ د فراغت سند ئې له كومي مدرسې
ترلاسه كړى؟!! آيا يوازي قرآن ئې لارښود او رسول الله صلى الله عليه وسلم ئې معلم
او استاد نه وو؟!! دغه قرآن زموږ هم لارښود دئ او دا رسول الله صلى الله عليه وسلم
زموږ هم معلم او استاد دئ، او دا صحابه زموږ مشران دي!! آيا ته په دې وينا سره دا
ويل غواړې چي نوموړي صحابه تر ابوبكر، عمر او عثمان رضى الله عنهم په دين زيات
پوهېدل، دوى متخصصين ول او هغوى متخصصين نه ول؟!! كه مقصد دي دا وي نو بايد درته
ووايم چي خپل استاد غلط پوه كړى يې، ابوبكړ رضى الله عنه له رسول الله صلى
الله عليه وسلم وروسته هم په ټول امت كي افضل وو او هم اعلم، هم په قرآن كي او هم
په حديث كي، ابوهريره رضى الله عنه او ابن عباس رضى الله عنه د ده
زامنو او شاگردانو حيثيت لري، دوى لا پيدا نه ول او لا ئې ايمان نه وو راوړى چي
ابوبكر رضى الله عنه د قرآن ډېره برخه حفظ وه او د رسول الله صلى الله عليه
وسلم په زرگونو احاديث ئې اورېدلي وو، له همدې كبله صحابه هغه د لومړي خليفه په
توگه غوره كړ، دا ځكه چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته لارښوونه كړې وه چي د
امامت لپاره به اعلم غوره كوئ، د جومات د امامت لپاره هم، او د سنگر او سياست
امامت لپاره هم، عمر رضى الله عنه او عثمان رضى الله عنه همداسي تر
ابوبكر رضى الله عنه وروسته هم افضل ول او هم اعلم. له يوه صحابي د ډېرو
رواياتو نقل د دې معنى نه لري چي هغه تر نورو اعلم يا افضل دئ!!
جناب ساپي ليكلي: آيا زموږ انجنير صاحب سره له دغو علومو، عربي لغت، علم النحو،
علم الصرف او ... څومره برخه موجوه ده چي دى د تفسير كولو جوگه كړي؟ دوى ته وايو:
كه دا ځواب دركړو چي په دې علومو كي د ده برخه ستا تر ټولو استادانو زياته ده، هغه
په پنځو ژبو: پښتو، فارسي، عربي، اردو او انگليسي پوهېږي، په دغو ژبو كي له ليكل
شوو كتابونو استفاده كوي، نو آيا ستا شيطان قانع كېږي او تا پرېږدي چي خپل اعتراض
بېرته واخلې؟!! د داسي خبري پر ځاى خو له تا سره مناسبه دا وه چي ووايې: د فلان
آيت او حديث په ژباړي، شرحي او تفسير كي د دغو علومو رعايت نه دئ شوى، كه تا داسي
كومه بېلگه درلودى نو يقيناً چي هغه به دي په گوته كړې وه، خو الحمد لله چي نه ته
داسي مورد په گوته كولى شې او نه ستا ملگري، او باور وكړه چي كه ته يا بل څوك داسي
كوم مورد په گوته كړئ نو د زړه له كومي به ستاسو مننه كوو، دا ځكه چي موږ د حق او
حقيقت په لټه كي يو، نه د خپلي رأيي په اړه ناروا تعصب لرو او نه د ځان په څېر د
بل انسان د رأيي په اړه.
دى ليكي: چي د تفسير لپاره رجال پوهني، فقهي استدلال او استنباط ... ته ضرورت دئ،
آيا دى دومره نابغه، ذكي الذهنه او قوي الحافظه والفهم دئ چي دغه ټول علوم سره له
ټولو سياسي مشاغلو، جهادونو، جنگ او جگړو سره يو ځاى په سنگر كي پرته له استاد او
معلم څخه تحصيل كړي؟؟؟؟؟!!!!! دا خبره ناشونې ده.
جناب ساپي ته وايو: هغه له خپلو ټولو سياسي او جهادي مصروفيتونو سره سره دا كار
كړى او دا ده نتيجه ئې عملاً ستا په وړاندي پرته ده! تا ته به دا كار محال ښكاري
خو الله تعالى هغه ته دا توفيق وركړى چي همدا ستا له نظره محال كار وكړى. ته ښايي
له دې خبر نه يې چي محدثينو، رجال پوهانو او فقهاوو دا كار دومره آسانه كړى چي د
معمولي علم خاوند كولى شي د هر آيت په اړه روايات او د مفسرينو او فقهاوو آراء او
د هر روايت د رواتو د ضعف او قوت په اړه د رجال پوهانو نظريات ولولي او غوره رأيه
ترې انتخاب كړي، زه په خپل كمپيوټر كي په زرگونو ديني كتابونه لرم، ټول مهم
تفاسير، د احاديثو مشهور او معتبر كتابونه او شروح ئې، د قرآني علومو او عقائدو
ټول مهم كتابونه او ... راسره دي، چي د هر آيت تفسير او د هر حديث متن، شرح او
اسناد وغواړم نو زما كمپيوټر په څو ثانيو كي ټول كتابونه زما په وړاندي پرانېږي او
هغه كار چي تر نن وړاندي به چا په مياشتو مياشتو نشو كولى اوس ئې د كمپيوټر په
مرسته په څو دقيقو كي كولى شي.
ده ليكلي: صحيح ده چي انجنير صاحب يو تكړه ليكوال دئ مگر د قرآن كريم د تفسير
لپاره تنها ليكوالي كفايت نه كوي!! له ساپي صاحب پوښتنه كوو: ولي ئې تكړه ليكوال
بولې؟ د ده استادانو ته په پام سره، كه دې ته چي د ادبياتو له كوم پوهنځي ئې د
فراغت اسناد ترلاسه كړي او كه د ده ليكنو ته په پام سره؟!! ولي نه وايې چي دى په
ليكوالۍ هم نه پوهېږي ځكه د ادبياتو له كوم پوهنځي او مدرسې نه دئ فارغ شوى او د
پښتو ادب كوم معروف او مشهور استاد نه لري؟!! كه د ده د ليكنو ادبي مستوى ته په
پام سره دى تكړه ليكوال گڼې نو د ده د تفسير په اړه هم دې ته ورته قضاوت وكړه او
ووايه چي د تفسير متن ته پام سره دا قضاوت كوم، دا تفسير د هغو تفسيرونو په خوا كي
كېږده چي په پښتو، اردو، عربي او فارسي كي ليكل شوي او بيا قضاوت وكړه چي كوم يو
ئې په كومي برخي او مورد كي له دې تفسير (د قرآن پلوشې) سره سيالي كولى شي يا ترې
وړاندي دئ!! په يقين سره ويلى شو چي په دې تفسيركي د ټولو مخكنيو تفسيرونو مزايا
راغونډ شوي. په دې اړه ښايي دا وينا به ستا لپاره هم كافي وي چي د پاكستان ځينو
خداى پالو د قرآن پلوشې څو مخكني جلدونه لوستلي وو، په گډه دې نتيجې ته رسېدلي وو
چي د قرآن پلوشې نه په پښتو ژبي كي سيال لري او نه اردو ژبي كي، په گډه ئې پرېكړه
كړې وه چي د دې تفسير د چاپ ټول مصارف به په غاړه اخلي او دا دئ څو جلده د هغوى په
مصرف چاپ شوي.
جناب ساپى د قرآن پلوشې په دوو مواردو د انتقاد گوته ايښې: د آدم عليه السلام د
خلقت څرنگوالى او د الفيل د سورې د څلورم آيت شرح!! د ده په ځواب كي وايو:
د آدم عليه السلام د خلقت په اړه د قرآن پلوشې په تفسير كي ډېر مشرح، مفصل او
مستدل بحث شوى، د بحث په ترڅ كي پر لسگونو آيتونو استناد شوى، دا بحث د مفسر يا د
كوم بل انسان پر شخصي رأيي ولاړ نه دئ، فقط د قرآن د آيتونو شرح او تفصيل دئ، له
دې شرحي سره مخالفت په حقيقت كي د قرآن له گڼ شمېر صريح او واضح آيتونو څخه د
انكار په معنى دئ!! د ساپي په ځواب كي همغه بحث كافي گڼو، خو ده ته وايو: ته او
ستا استادان دي په ټول قرآن كي داسي كوم آيت موږ ته راوښيئ چي وايي: لومړى د آدم
عليه السلام مجسمه له خاوري يا خټي جوړه شوې، بيا پر اور اېښودل شوې او پخه شوې او
بيا الله تعالى په هغه كي سا پو كړې او آدم عليه السلام راژوندى شوى!! او بيا د ده
له پوښتۍ د حواء ﷹ مجسمه جوړه شوې!! په ټول قرآن كي داسي لفظ راوښيئ چي اشارتاً دا مطلب ترې
معلومېږي!! د حديث په ټولو كتابونو كي داسي صحيح الاسناد حديث راوښيئ چي دا مطلب
ترې راوځي، په ټول عالم كي داسي يو ژوى راوښيئ چي الله تعالى په دې توگه پيدا كړى
وي!! دا نن خو موږ په خپلو سترگو ډېر مخلوقات گورو چي الله تعالى پيدا كړي او هره
ورځ ئې پيدا كوي، موږ ته ووايه آيا چا داسي مخلوق ليدلى چي الله تعالى په دې توگه
پيدا كړى وي، لومړى ئې د هغه مجسمه جوړه كړې وي او بيا ئې سا په كي پو كړې وي؟!!
تاسو خو په دې كچه او غلطي رأيي سره احسن الخالقين رب له كلال سره تشبيه كوئ!!
تاسو خو دا رأيه له محرف بايبل او له غلطو اسرائيلي رواياتو اخيستې، نه په قرآن كي
ورته كوم شاهد لرئ او نه په حديث كي، تاسو د عقل خاوندان له دين لري كوئ، دين ته
له خپلي خېټي داسي څه منسوبوئ چي نه له عقل سره اړخ لگوي، نه له علم سره، نه الهي
مشهودو سننو سره او نه له قرآن او حديث سره. څه وكړو چي تاسو تر قرآن اسرائيلي
رواياتو ته ډېره ترجيح وركوئ او د يوه آيت يوازي هغه تعبير منئ چي له همداسي
رواياتو سره توافق وكړي، نه دا چي قرآن معيار وي او روايات د هغه په تله وتلئ!!
ساپي صاحب! ستا يا ستا د ملگري هغه ليك مي په يا دئ چي ليكلي دي وو: په والله زما
سر خو په دې خلاص نشو چي تا د آدم عليه السلام د خلقت په اړه څه ليكلي!! نه
پوهېږم چي له څو كلونو وروسته دي څنگه سر خلاص شو!! حقيقت دا دئ چي په دې اړه ستا
سر لا تر اوسه نه دئ خلاص شوى، په دې اړه پوهېدا هم شفاف ذهن ته ضرورت لري، هم عقل
ته او هم په قرآن او حديث پوهي ته، او تر ټولو زيات دې ته چي څوك پر الله تعالى
كلك ايمان ولري او الهي كلام د حق او باطل لپاره وروستى معيار وگڼي، او هغه وينا هيڅكله
ونه مني چي د قرآن خلاف وي.
د الفيل د سورې په اړه بايد ووايو: كه ته سره له دې ټولو دلائلو چي د الفيل د سورې
په تفسير كي ستا مخي ته اېښودل شوي، عقلي، نقلي، او تاريخي دلائل، او سره له هغو
مضبوطو ځوابونو چي اړوند پوښتنو ته ويل شوي او په شهادت او تنوير كي هم نشر شوي،
نه يې قانع شوى!!! نو موږ له دې پرته بل څه نشو كولى چي دعاء وكړو الله تعالى دي
ستا سترگي پرانېږي او په حقائقو د پوهېدا او باور كولو توفيق دي دركړي، بل څه به
مو په هغه صورت كي كولى شو چي تا كومه پوښتنه يا اعتراض كړى وى او د ځواب غوښتنه
دي كړې وى.
آيا ته په دې قانع كېږي چي زه درته ووايم: د الفيل د تفسير په اړه د ورور حكمتيار
استاد علامه فراهي د هند ډېر مشهور مفسر، محدث او محقق دئ، دومره لوى شخصيت چي
سيدابوالاعلى مودودي د ده نوم په ډېر درناوي او احترام سره يادوي، او د هند ټول
علماء هغه ته د علامه په سترگه گوري، سره له دې چي مرحوم مودودي د الفيل د سورې په
اړه د هغه له رأيي سره موافق نه دئ، خو اعتراض ئې وارد نه دئ او ما ته ئې منل ډېر
گران برېښي. آيا اوس چي د يوه آيت په اړه د ده استاد درته معلوم شو؛ ستا شيطان به
تا دې ته پرېږدي چي له بې محتوى اعتراضونو لاس واخلې او بيا ونه وايي: شيخ او
استاد ئې څوك دئ؟!!