نوى نظم

 طالب منګل

سلام،سلام تاته به ياد وي کنهپه توره شپه کې د مچکو اوازله ديوالونو نه به بېرته راغىد مستو پېغلو د چکچکو اواز
زه او ته يو بل ته حيران وګوروخرپ شي له شونډو نه بوسه پورته شيجذبې مو سترګو کې نشه،نشه شيد کوڅې منځ کې لوپټه پورته شي
زه غلي،غلي درته ووايمهما درته وې مچکې مه راکوهپام کوه دومره بې تصويره نه يمبلې ډېوې مچکې مه راکوه
د کابل ژمى دى او يخې،يخېداسې سړې مچکې مه راکوهبيا به ته نه وې زه به څه کومهد يارانې مچکې مه راکوه
ته په خندا شې راته زر ووايېغلى شه،غلى شه اواز مه کوهزنده ګي دومره ملامته نه دهغلى شه، غلى شه اواز مه کوه
بيا درته خط ليکمه وايې لولهستورو له پټې غيږې مه ورکوهما ليونى له هوشه ونه باسېنورو له پټې غيږې مه ورکوه
ګرانې په شته  بې حسابه غوندېنن له کالونو ورسته هيڅ نه لرمسترګې مې داسې حد ته راوستلېله دريابونو ورسته هيڅ نه لرم
نن پريشانه،پريشانه غوندېستا د همځولو ننداره کومهستا دهجران له هدېرې راوتىد حپلو اوښکو جنازه کومه
بيا درته ليکمه چې بيرته راشهبيا مې څيره راپسې نيمه،نيمهڅو افسانې رانه شليدلي ماښامخپله حصه راپسې نيمه،نيمه

سلام،سلام تاته به ياد وي کنهپه توره شپه کې د مچکو اوازله ديوالونو نه به بېرته راغىد مستو پېغلو د چکچکو اواز

طالب منګل /  کابل