
دروان عيسوي كال دمارچ دوه
وېشتمه دهلمنددخلكواودولتي چارواكولپاره يوه تاريخي اوازرښتناكه ورځ وه ځكه پد ې
ورځ دافغانستان ښاغلي ولسمشرحامدكرزي دهلمندوالي ښاغلي ګلاب منګل څخه د ډاډدترلاسه
كولووروسته دلښكرګاه تاريخي ښارافغان وسله والو ځواكونوته وسپاره
ترڅويې امنيتي چاري پرمخ يوسي.
ډيره مهمه خبره خو داده چي هلمندهم
يوله هغوولايتونوڅخه وشميرل سوچي دمركزامنيتي چاري يې دواك دسپارلوپه لومړئ دوره كي افغان ځواكونوته
سپارل كيږي.
افغان ولسمشر حامد کرزي، چې په
کابل کې يې د پوځي ملي اکاډمۍ د درېيمې دورې د فراغت په محفل کې خبري کولې، وويل چې
د امنيت د لېږد بهير په چنګاښ مياشت کې له سروبي پرته په کابل، پنجشېر، باميان
ولايتونو او هرات، لښکرګاه، مهترلام او مزارشريف ښارونو کې پيلېږي.
د هرات ولايت مرکز هرات ښار په
لوېديځ، د هلمند ولايت مرکز لښکرګاه په سوېل لوېديځ، د لغمان ولايت مرکز مهترلام
په ختيځ او د بلخ ولايت مرکز مزار شريف د هېواد په شمال کې پراته دي.
دهلمندمركزلښكرګاه دهرات،مزارشريف
اولغمان ترڅنګ راغئ اودغه ښارونه داورزوني له مخي په ټول افغانستان كي خوندي وه
پداسي حال كي چي دوه كاله مخكي لښكرګاه دطالبانودراكټ توغولوڅخه په امن كي نه وه.
هرمازديګربه خلكوتوغنديوته كتل
چي دچاپركوربه وليګږي اوڅوبه شهيدان ياټپيان كړي.
دهغي صحني شاهدزه پخپله وم چي
دهلمندوالي پركورراكټ وتوغول سو اويوه وړه خونه يې ړنګه كړه ،هغه مهال دالجزيرې
خبريال دبُست هوټل پرسرژوندۍ مركه درلوده ،همدغه راكټ دخبريال شته تېرسو اوكامره
هم ښكاره سو.
اوس تاسوقضاوت وكړئ چي دلښكرګاه
اوولسواليوپه امنيت كي څومره ستربدلون راغلى دى.
دوه نيم كاله مخكي پكښې مرمۍ
اورېدلې خواوس دافغانستان دڅلورو خوندي ښارونوڅخه شميرل كيږي.
همدااوس دلښكرګاه شاوخواپرتې
ولسوالۍ ټولي امن دى ،خلك اوچارواكي په ډاډه زړه دې ولسواليوته دموټرونوله لاري
سفرونه كوي.
ګرشك اوناوه دهلمندله
هغوولسواليوڅخه دي چي تيراوسږكال پكښې دنوي كال دلمانځلومراسم دزرګونوخلكوپه ګډون
جوړيږي.
زه ديوه عادي ليكوال
اودهلمندداوسيدونكي په توګه ټولوهلمندوالوته دزړه له كومي مباركي وايم چي لښكرګاه
دهرات،مزارشريف اومهترلام دښارونوپه كتاركي دريدلۍ اوامنيت يې خپله افغانان ساتي.
ليكوال:ضميرميړنی،هلمند