طالبان څه غواړي؟


بسم الله الرحمن الرحیم


د هوا له ګرمیدو سره یو ځل بیا طالبانو په ډیرو سیمو کې خپل عملیات پراخ کړي دي او داسې ښکاري چې دا ځل له نوو کړنلارو او پلانونو سره را ګرزیدلي دي.
دوی په هره سیمه کې خپلې تیت پرک ډلې سره راټولې کړې دي او له څو وړو ډلګیو څخه یې یوه یا دوې غښتلې ډلې جوړې کړې دي.
له ډیرو پښتون میشته ولایتونو څخه هغه کسان چې سیمې ېې په خپلو سترګو لیدلې، هلته حالت ډیر کړکیچن ښيي او ددوی له خولې هلته د ټلیفون ستنې سوځول شوې دي او دا اوس اوس په ډیرو سیمو کې په دې پلمه چې نوی ښوونیز نصاب د منلو وړ نه دی، د ښوونځیو دروازې مخ په تړل کیدو دي.
له دې سره سره هلته له نورو سیمو څخه هم داسې کسان راغلي چې په کندهارۍ او وزیرستانۍ ژبدود ګړیږي او له خلکو سره ډیر ناوړه چلند لري.
دوی د طالب تر سپیڅلي نامه لاندې داسې کسان راټول کړي چې ښايي ډیر يي د اسلام له بنسټونو ناخبره وي. همدا اوس دوی ټول هغه کسان چې په یو ډول نه په یو ډول د نړۍ له دولتونو سره کار وکړي، د اسلام له کرښې وتلی بولي او مرګ ېې روا بولي. ښکار شوي کسان د یو داسې چا په لاس او فتوی وژل کیږي چې ښايي قرآنکریم له مخې ونه شي لوستلای.
په سویل کې داسې پیښې هم لیدل شوې دي چې ان  په ټلیفون کې په انګلیسي لیکدود نومونو د لیکلو په تور هم د خلکو په خیټه اور بل شوی او یا په تار حلال شوي دي. د همدې تیرې روژې په میاشت کې د هلمند ولایت د مارجې په ولسوالۍ کې یو ځوان چې د کندهار پوهنتون محصل وو، له خپل پلار سره یو ځای په داسې حال کې ووژل شو چې په مسجد کې په لمانځه بوخت وو.
له نوې کړنلارې سره سم د سیمې ټول کسان اړ دي چې د هر کور پر سر اویا زره افغانۍ ورکړي او یا هم له هر کور څخه یو کس د وسلې اوچتولو لپاره له طالبانو سره مل شي.
 دبیلګې په ډول د وردګو ولایت په ټولو ولسوالیو کې د بیارغونې کارونه په ټپه ولاړ او یا په نشت ګڼل کیږي. په داسې حال کې چې د وردګو ولایت ډیر خلک لوستي دي او په حکومت او موسسو کې تر ټولو ډیر واک لري.
هلته څو کاله وړاندې د نجونو په سلګونو ښوونځي فعال وو خو اوس يي څرک نه لیدل کیږي. په داسې حال کې چې له همدې ځایه خلک خپل ناروغان چې میرمنې هم پکې وي، تر پاکستان او هنده وړي او نارینه ډاکټران خو لا پریږده چې له غیر اسلامي ډاکټرانو ېې هم پرده کول سخت دي. زموږ دا ښاغلي بیا دا کار د اړتیا له مخې روا بولي او له دې سره د میرمنو له زده کړو که هغه د میرمنو له خوا هم وي ناروا بولي.
د خلکو ژوند له ویرې او ترهې ډک دی. داسې شپه به نه وي چې یا د طالبانو له لوري څوک ونه وژل شي او یا په بیګناه کسانو د بهرنیو ځواکونو له لوري په دې پلمه چې دلته طالبان پټ دي، چاپه وانه چول شي.
له سیمې په سلګونه هغه کورنۍ چې د خپلو بچیو د زده کړو او راتلونکې غم اخستې دي او لږ تر لږه د کور کراېې ته اوږه ورکولی شي، کابل ته کډه شوي دي او هغه چې هلته د کرايي کور وس نه لري همالته خپلې شپې ورځې سبا کوي. کله چې یو نیم بیا کانکور ته راشي هلته هم ورسره د مور میرې چلند کیږي. په لوی لاس له زده کړو زړه توری شي چې له ناهیلی اړ دی یا له مخالفینو سره ملګری شي او یا هم ایران ته ولاړ شي چې په بیرته راتګ سره ورڅخه پوخ پوډري هم جوړ وي.
په هغو ښوونځیو کې هم چې تر ننه ېې دروازې نه وې تړل شوې د طالبانو عام او تام واک چلیده. هغه زده کوونکي چې له دې ډلې وو، له وسلو سره ښوونځي ته راتلل او زیاتره وخت به ښوونکي او یا نور زده کوونکي ددوی له خوا ګواښل کیدل او یا هم ډبول کیدل.
له دوی سره تر ډیره هغه کسان ملګري دي چې یا خو په ښوونځي او یا کانکور کې نه بریالي کیدل او یا به په ایران کې له مزدورۍ ستړي شول او راوبه تښتیدل.
که څه هم د طالبانو په لیکو کې ځینې په سپیڅلي باور راولاړ شوي کسان هم شته خو هغه ښايي د ګوتو په شمار وي او هغوی هم د پاکستان څخه له تر لاسه کیدونکو اوامرو سرغړونه، نه شي کولای.
یو کال وړاندې د کوچیانو او بامیانو د هزاره ګانو تر منځ، د سولې په پایله کې ښاغلي کرزي کوچیانو ته څه ناڅه اویا میلیونه افغانۍ ورکړې. دوی غوښتل دا پیسې د موټر په وسیله د بامیانو په پوله پرتو زیانمنو شوو کوچیانو ته ولیږدوي او په هغوی ېې وویشي. د چک ولسوالۍ یوې سیمې ته له رسیدو سره د طالبانو له یوې ډلې سره مخ شول او هغه ټولې پیسې يي ترې واخستې او په پاکستان کې يي د کویټې شورا چې د طالبانو د هڅو همغږې کوونکې ده واستولې. هلته له ارزونې وروسته یوازې درې سوه زره افغانۍ دې سپیڅلو ته ځانګړې شوې او نورې ټولې هغو مشرانو په خپله ښه کړې.
د چک ولسوالۍ د بریښنا بند چې ددې ولایت د خلکو لپاره پوره ارزښت لري، له رغونې پاته دی. هغه سرک چې همدا ولسوالي د کندهار کابل له لوېې لارې سره نښلوي یوازې اووه کیلو متره ېې پوخ شوی دی او نور ېې په نیمه وران حالت پاته دی ځکه طالبان دا اجازه نه ورکوي چې دا سرک دې ورغول شي. دوی وايي که چیرې دا سرک ورغول شي نو بیا به امریکایان ډاډه پرې راتیر شي. په داسې حال کې چې امریکایانو څو ځله له دې سرک څخه ډیر واټن وړاندې په کورونو چاپې وهلې دي او خپلې موخې ته رسیدلي دي.
سیمې ته هیڅ داسې څوک په ډاډه زړه تګ نه شي کولای چې له دولت او یا کومې موسسې سره اړیکې ولري. څه موده وړاندې یو کس چې دیرش زره افغانۍ میاشتنی معاش ېې درلود، د طالبانو له خوا ونیول شو او له کورنۍ سره ېې د یو میلیون افغانیو په بدل کې د خلاصون ژمنه وشوه. د نوموړي کورنۍ د خپل کور ټول سامان، ځمکه او هر څه وپلورل، له خلکو ېې پور واخست او ایله دومره څه ېې برابر کړل چې د خپل سر سیوری پرې له مرګه وژغوري.
 دې کړنو ته په کتو سره د هر چا په مغز کې دا پوښتنه راپورته کیږي چې طالبان څه غواړي؟؟؟
 که څه هم ددوی لومړنۍ غوښتنه د بهرنیو ځواکونو ایستل دي، نو آیا د بهرنیو ښکیلاکګرو سره د مبارزې لپاره دا ډول کړنې ګټورې ثابتیدای شي او که نه؟
آیا بهرنیان به د افغان انجینر په وژلو، د پله، سرک او ښوونځي په ورانولو او یا هم د ټلیفون د ستنو په سوځولو افغانستان پریږدي!؟
آیا بهرنیان به د یوه افغان سرتیري په وژلو خواشیني شي!؟
آیا بهرنیان به د ښوونځیو په تړلو له ستونزې سره مخ شي!؟
که داسې نه شي کیدای نو بیا دوی ولې دا ډول کړنې تر سره کوي او تر شا ېې کوم کرغیړن لاسونه دي چې دوی دې ډول کارونو ته هڅوي!؟
طالبان خپل بیځایه غرور دې ته رسولي چې په خپل چاپیریال کې هغه کسان هم چې د بهرنیو ځواکونو په وړاندې جنګیږي نه شي زغملای او په ډول ډول پلمو غواړي د هغوی مخه ډب کړي.
دا کار له دوی سره له لومړۍ ورځې مل دی. کله چې طالبان په لومړي ځل راغلل، ما په یوه داسې ښوونځي کې زده کړې کولې چې د یوې عربي خیریه بنسټ له خوا تمویلویده. طالبانو په لوی لاس په موږ هر څه ودرول او غوښتنه ېې دا وه چې باید هر څه چې کیږي زموږ له لوري وشي. زموږ د ازموینو شپې هم وې خو دومره څه مو نه درلودل چې وېې خورو. اړ شوو چې له نژدې او لرې پرتو کلیو هره ورځ یوازې وچه ډوډۍ راټوله کړو او له اوبو سره ېې وخورو.
هغه وخت ددې ډلې یوه مخکښ سپینو کتابونو ته کفري کتابونه ویل او د زیړو او سرو رنګو کتابونو دلوستلو لپاره به ېې سپارښتنه کوله.
دوی جهاد هم یوازې د طالب او امارت تر نامه لاندې روا بولي او په هغه کې هم په پلونو، ښوونځیو او سرکونو کې د بمونو پټولو ته لومړیتوب ورکوي.
دوی له بهرنیو سره د مخامخ جګړې هڅه نه کوي. دا استدلال لر ي چې لومړۍ باید د بهرنیانو سترګې او غوږونه چې موخه ېې ملي اردو او پولیس دي له کاره واچول شي. په داسې حال کې چې بهرنیان په سلګونه ځله د دا ډول مصنوعي سترګو او غوږونو د رغولو او پنځولو توان لر ي. او ښايي په خپله د طالبانو د لیکو په لړ کې داسې کسان وي چې په غیر مستقیم ډول د بهرنیانو په رګونو کې د وینې په دود وبهیږي.
د طالبانو دې ډول کړنو د دوی او خلکو تر منځ هغه واټن ډیر زیات کړی دی چې یو وخت هیڅ نه وو او خلکو دوی رښتینې مجاهدین او خپل ساتونکي ګڼل. ان تر دې چې ددوی له منځه هغه کسان هم چې د طالبانو مخکښان بلل کیدل، کله چې وپوهیدل چې تګلوری ېې بدل دی، له دوی څخه بیل شوي او پر کور کینستلي دي.
په پای کې له ټولو هغه ډلو ټپلو چې زموږ کړیدلی اولس ورسره ښکیل دی، غواړم چې نور زموږ د خلکو په درد ودردیږي. په خپل لاس خپلې ریښې پرې نه کړي. نور پریږدي چې لږ تر لږه زموږ ماشومان د زده کړو له رڼاوو برخمن شي. نور د پردیو په لمسون د خپل هیواد بنسټونه ونه نړوي. نور په لوی لاس خپل وروڼه د غلیمانو لمن ته ورټیل نه وهي. نور په ما تا او بل د کفر د ټاپې د لګولو په ځای داسې لارې ولټوي تر څو دې ډول ټاپو لګولو ته اړتیا پیښه نه شي.
د خپلواک، ودان او سوکاله افغانستان په هیله.
محمود سعید