د همايون غفوري د پرپړې په ځواب کې

وايي چا په مجلس کې نه پریښود او ده ویل : ړکڼه مې پاس په تاقچه کې کیږدی . د همایون غفوری کړه وړه په دې وروستیو وختونو کې د دغه قول مصداق دي ، څوک ئې په عامو لیکوالانو کې نه شمیري ، او دی د تکړه لیکوالانو په کتار کې ځان ګڼي . څوک د نصحت ورکولو ارزښت ورته نه ورکوي ، او دی تمبه دی شرم نه لري نصحتونه او ممانعتونه کوي ، چې دا کار او هغه کار د فلانې نه کوي ، زما لویشت لویشت مضمونونه ئې د سترګو اغزي دي ، زغملای ئې نه شي او ورباندې پرپړې لیکي ، وړاندې لدې چې زه د ځینو نورو خبرو ځواب ورکړم چې د ما په هکله ئې لیکلې دي ، غواړم له تاسو درنو لوستونکو سره د هغه د پرپړې یو پرګراف د بیګې په ډول و څیړم تر څو تاسو ته هم د دغه حقود او کینه کښ انسان عزایم بربنډ شي ، چې پرته د شخصي خصومت څخه په بل بنیاد نه دی ولاړ  ،  او دا خبره هم دیادونه وړ ده چې وايي "زه هغه کار ته نه وردانګم چې نه پرې پوهیږم او هغه خلک لدې کار څخه منعه کوم چې یوازې د عربي ژبې ستړي مشي ئې زده دي "، نو بیا موږ دا پوښتنه کولای شوو چې په دغو لیکنو څرنګه پوهیږي کومې چې ما ژباړلې دي ،زما په اند دا پرته لدې کوم بل تفسیر نه لري ، چې زما اړوند د خپل حقد اظهار وکړي  ، په هر توګه راځی دهغه د پرپړې یو پرګراف وګورو چې همایون غفوري په څومره اوبو کې دی :
د دې لپاره چې خبره ښه جوته شي زه د اصلي لیکنې عربي متن هم دلته رانقلوم ، ځکه اوس الحمدالله په افغانستان کې ډیر خلک د عربي ژبې سره بلدیت لري او د ستړي مشو سربیره ئې په نورو دلالتونو هم پوهیږي :
 
".
رغم أن إنتاج القمح ونضح الماء ومقاومة الآفات وترويض الطغاة حتى يذعنوا لإرادة شعوبهم ورد الأعداء على أعقابهم خاسئين. وأمثالها لا يتم إلا بأعمال مثابرة ومنظمة وتضحيات جسام كفيلة بتغيير مجرى التاريخ، يبقى للكلام الصادق المسدد في اتجاه العمل الصالح دوره في حركة التاريخ باعتبار الإنسان كائنا ناطقا.
وباعتبار أن الخطاب الإسلامي هو اليوم أوسع الخطابات سامعا، كان قمينا بأهله وبمن داخله قبل غيرهم أن يفحصوا إشكالياته سبيلا لتطويره من قبيل "حاسبوا أنفسكم قبل أن تحاسبوا
 .
دلته غفوري د خپلې ژباړې په لومړي پرګراف کې دلیکنې پورتنۍ برخه پریښې ده او یوازې دغه برخه چې لاندې نښه شوې ده داسې ژباړلې ده :
که څه هم دغنمو حاصلول ، د پټي اوبه کول او د بلاګانو او آفتونو مخه نیول ...، داخلي استبدادګر دیته اړ کول چه خپل د ملک وګړي ته غوږ شي ، خبره یې ومني او سم چلند ورسره وکړي کنه نو هغوی به یې له پښو وغورځوي ...، د خارجي اشغال مقابله او هغه له ملکه شړل ، او داسې نورکارونه ډیره غټه حوصله غواړي ، منظم کار کول او ډیره لویه قربانۍ ته پکې اړتیا وي تر څو د تاریخ مخه بدله کړي . مګر د تاریخ د مخې بدلولو کوم رول چه نیکۍ خواته د بللو په نیت ریښتونې خبره او مخلصانه کلام لوبولی شي هغه یو بیل کیفیت او بیله ځانګړتیا لري . له همدې کبله نن صبا اسلامي وینا او خطابې تر ټولو نورو وینا ګانو ډیر اوریدونکي لري . نو مخکې لدې چه بهرني خلګ پکې څه ووایي او نیوکه پرې وکړي ، پکار دا وه چه دغې وینا ته د لا نوره وده ورکولو په خاطر د هغې خاوندان او پکې ذیدخله خلګو یې ستونزي پیدا کړي وای او د سمولو لارې یې پلټلي وای . لکه یو حدیث شریف کې چه وایي خپله محاسبه وکړﺉ مخکې لدې چه درسره محاسبه وشي .
د اصلي متن دا پرګراف  بیاما په لاندې ډول  ژباړلی دی :
که څه هم چې د غنمو تولید ، د اوبو پیدا کول ، د لویو آفتونو په وړاندې مقاومت ، د استبدادګرو چمتو کول دې ته چې د ملتونو ارادې ته غاړه کیږدي او د دښمانانو په شا تمبول . او دا راز نور منطم کارونه ،هغه زیار او لویو قربانیو ته اړتیا لري ، چې د تاریخ لوری بدلوي . خوسره لدې د دې اعتبار په اساس چې انسان ناطق مخلوق دی ، ریښتنې او صادقه وینا او خبره کومه چې د صالح عمل لپاره وي ، د تاریخ په حرکت کې ځانګړی رول لري . او د دې اعتبار په اساس چې اسلامي وینا نن تر ټولو معاصرو ویناګانو ډیره اوریدل کیږي ، نو مسلمانانو ته پکار ده چې د دې اصل په اساس (( له ځانه سره محاسبه وکړي ، وړاندې لدې چې درسره محاسبه وشي )) د دغه وینا ستونزې او د نوښت چارې ئې وڅیړي .
شه ورته ځیر شي دا زما د ژباړې لومړۍ جمله د تکړه لیکوال له ژباړې سره څه توپير لري : که څه هم چې د غنمو تولید ، د اوبو پیدا کول ، د لویو آفتونو په وړاندې مقاومت ، د استبدادګرو چمتو کول دې ته چې د ملتونو ارادې ته غاړه کیږدي .
غفوري : که څه هم دغنمو حاصلول ، د پټي اوبه کول او د بلاګانو او آفتونو مخه نیول ...، داخلي استبدادګر دیته اړ کول چه خپل د ملک وګړي ته غوږ شي . لدې وروسته ئې چې کومې جملې ما د کرښې په ذریعه په نښه کړې دي ، اصلا په اصلي متن کې هیڅ وجود نه لري هسې کومکې جملې دي ، چې د اصلي لیکنې د ادبی اړخ په کمزورتیا دلالت کوي ، چې له اساسه پکې دا ډول کمزورې جملې نه شته . تاسې ټول به پوهیږي چې په عربي ژبه کې (شعب )ملت ته وایی او ده په وګړو ژباړلې ده چې په عربي کې ورته (الناس )وایی .
دوهمه جمله ئې راواخلئ : غفوري : د خارجي اشغال مقابله او هغه له ملکه شړل ، او داسې نورکارونه ډیره غټه حوصله غواړي ، منظم کار کول او ډیره لویه قربانۍ ته پکې اړتیا وي تر څو د تاریخ مخه بدله کړي .
د دجملې په مقابل کې زما په ژباړه کې داسې راغلي دي :  د دښمانانو په شا تمبول . او دا راز نور منطم کارونه ،هغه زیار او لویو قربانیو ته اړتیا لري ، چې د تاریخ لوری بدلوي .
په دې ډول ئې د پرګراف نورې جملې هم پرتله کړئ ، او وګورئ چې په کوم ځای کې ما داسې تیروتنه کړې ده چې د لیکوال د کفر لامل شي ، اودا هم په یاد ولري چې لیکنه تر ده وړاندې ما ژباړې ده ، نو خامخا ئې زما د ژباړې څخه ګټه هم پورته کړې ده . نو لدې ځایه  په ډیر درنښت زما غوښتنه د هغو پاڼو د مسولینو نه دا ده چې دا ډول لیکنې خپروي ، لږ تر لږه دې د ورته لیکنو څو جملې لولي او که چیرې پکې توپیر نه وي نو د لومړي کس زیار دې د بل حسود شخص په زیار نه زیانمن کوي ، او خپلې پاڼې دې د بې ګټې بحثونو ډګر نه ګرځوي .
یوه بله تخنیکي یادونه هم کیدای شي ګټوره وي ، هغه دا چې که د ده د ژباړې لومړي پرګراف ته ځیر شي نو هغه د اصلي متن څخه ډیر اوږد دی ، دا په دې دلالت کوي چې هغه نه دی توانیدلای چې په لنډو جملو کې ، څرنګه چې د اصلي لیکنې خصوصیت دی ، لیکنه وژباړي ، بلکې په ډیرو توضیحي او تشریحي جملو ئې خپله ژباړه بدرنګه کړې ده .
وروڼو ! همایون غفوري د خودخواهۍ او حقد په نا روغۍ مبتلا دی ، او زیار باسې تر څو زما اړوند کومه نه کومه نیوکه ولري ، او په دې کار سره ئې خپل حیثیت دومره زیانمن کړی دی چې څوک ئې اوس لیکنې هم نه خپروی . ځکه چې لیکنې ئې د قناعت بښونکي ارزښتونو څخه تشې او یوازې د خصومت په بنیاد ولاړې دي . سره لدې چې  د دیندارۍ ډیره لویه داوه کوي ، خو بیا کله کله د قمار بازانو په اصطلاحګانو باندې خبرې کوي ( پیش پنج هم پنج پیش صاحب پنج هم پنج ) تر دې سرلیک لاندې ئې ماته لیکلي دي ، چې زما په څیر ډیر خلک د پیښور په کوڅو کې ګرځي ولې هغوی ته سیاف تعلیمي برسونه ورنه کړل ، چې تا ته ئې در کړ . د دې خبرې په ځواب کې به زه ورته ووایم : چې ته دومره کم عقل ئې چې تر اوسه د دې په ځواب نه پوهیږي ، هغه دا چې د هغوی حق هم ستا په څیر هغه کورنیو غصب کړی دی ، چې له یوې کورنۍ څخه دیرش او څویښت کسان تعلیمي برسونه اشغال کړل ، نو هغوی مسکینانو ته به څه پاتې وي .
بله خبره ئې دا کړې ده چې د سیاف د برس برکت ؤ چې تحصیل دی وکړ که نه نو تر اوسه به دی مزدوري کوله ، کم عقله ! ته تر اوسه نه پوهیږي ، چې مزدوري او د اولاد نفقه پیدا کول عبادت دی او تر دې سل چنده شرفمندانه کار دی ، چې د سیاف راشن مې خوړلي ، ما نه دی سیاف راشن خوړی او نه هم دحکمتیار ، نو ځکه خپل واک سړی یم ، حقیقت ویلای شم .
ډیرې داسې نورې سپورې او سپکې ئې ویلې دي ، چې د توان تر حده ئې له ځوابه ډډه کوم ، او ستاسو ټولو لوستونکو څخه ډیر معذرت غواړم چې په یو داسې پې ګټې بحث مې د تاسو وخت هم ضایع کړ ، الله تعالی دي ورته هدایت وکړي او که د هدایت لایق نه وي الله تعالی دې ترې انتقام واخلي . و ما ذالک علی الله بعزیز .
عبدالرحمن فرقاني