دهلمنددښمنان څه غواړي؟

بي ځايه تبليغات،پوچ ورد ويل،درواغ ،آوازې اوپروپاګنډه خپرول دهغوخلكوخلكوكاردى چي په هلمندكي يې ناروا ګټي يې په خطركي لويدلي دي.
 داخبره مي تردې پوري وكړه چي څه موده وړاندي مي دهلمندوالي ښاغلي منګل اونوروهمكارانوپه اړه چي هلمندكي شپه اوورځ ستړي وي اودولس لپاره كاركوي ځيني ليكني ولوستلې چي پكښې ددرواغو سربيره پكښې ديوه خاص شخص چي نوم ښودل يې نه غواړم ګټي ساتلي وې اوداسي ښكاريده چي دادهغه شخص لخواديوڅوليكوالانو رانيول اودهغودقلم څخه ناوړه ګټه پورته كول دي.
كه زه دغه ليكنه دپيسو،قدرت اوياغوړه مالۍ لپاره كوم مادي خداى (ج) لدې نړئ ورك اودوزخي كړي خوداسي يوشمير كسان چي ځان ته خبريالان،ليكوالان،شاعران اوسياسي كارپوهان وايي ديوداسي كس لخوارانيول كيږي چي هغه خپله بېسواده اودزماني لډر دى.
افسوس پداسي بي غيرته كسانوچي دپيسولپاره زمادګران هلمندنوم بدوي،پداسي حال كي چي ددغه ډول ليكنوليكوالان خپله كابل كي دي اوپه هيڅ هم نه دي خبر خوهغه څه چي اوري ځكه نسي زغملاى چي هلمنداوس هغه پخوانۍ هلمندنه دى.
هلمنداوس دزون حيثيت لري،مارجه نوې ولسوالي سوه،دامنيت له اړخه دلښكرګاه ښارله هرات،مزارشريف اومهترلام له ښارونوسره په كتاركي ودريده اوامنيت يې افغان ځواكونوته ځكه وسپارل سوچي پكښې امنيت ښه دى اوهرڅه ښه پرمخ ځي.
هلمنداوس هغه پخوانۍ ناامنه هلمندنه دى،لښكرګاه خپله بڼه ښاري كړې.
پوليس روزل سوي،ډله بازئ له منځه وړل سوي،مافيايي ډلي ځپل سوي،دكوكناروكچه ټيټه سوې اوخلكونارواګټي په خطركي لويدلي دي.
اوس دهلمنددپرمختګ،بيارغوني،امنيت اوخلكودښمنانواور اخيستى اوغواړي چي دغه دپرمختګ پروسه يوډول له خنډسره مخ كړي،خوهيڅكله هم حق لار برياله لاسه نه وركوي.
خوزه ديوه بيطرفه اوهلمندي ليكوال په توګه هغه ليكوال ته چي دغه ډول ليكني كوي دا وايم چي هلمندخوآخرزما اوستادى نوبياولي دپرمختګ په رامنځته كيدوخوابدي كيږو.
آخروطن خودمور حيثيت لري نوبياولي دخپلي مور نوم بدوو اوخلكوته په ډاكه  درواغجني ناري وهو چي په هلمندكي داسي حال روان دى چي څه يې كوې ؟ خوحقيقت داسي نه دى،تاسي دګوتوپه شمار ليكوالان دخپلي مورياهلمندعزت،پرمختګ،امنيت اوخونديتوب نسي زغملاى اوهرڅه چي پرخوله درغله ليكنه پرې كوئ.
خوزماګرانو وړونو  ليكوالانوتاسو پرحقيقت هم سترګي مه پټوئ،يوازي په هلمندكي ستونزي نسته ،كه څه ناڅه ستونزي وي نوپرمختګونه،لاسته راوړني اوبرياوي هم سته.
كه تاسوبيطرفه ياستئ نومهرباني وكړئ هغه څه هم وليكئ چي مادرته په پورته كرښو كي وويل.
كه حقيقت كي تاسي دهلمندسرلوړي غواړئ يوازي منفي ټكي مه ليكئ ،انتقادوكړئ خوسالم،بي كفايتي راڅرګنده كړئ خوپرحقيقت ولاړ،اسناد وړاندي كړئ خو چي منطقي وي.
زه ديوه هلمندپه توګه تاته داوايم چي ته (ليكوال) ځانته باسواده وايي نوولي بيادپخوانيوچارواكوپه ډالروباندي ځان اوقلم خرڅوي،آخرداخوهم دخپل وجدان سره شريكه كړه چي زه څه كوم؟
دوستانوهيڅكله هم قوم ترحقيقت مهم مه ګڼئ ،قومي پالنه مه حقيقت پالنه وكړه چي تل مو برياپه نصيب سي.
بلخوادسايټونوله مسئولينوڅخه غوښتنه كوم چي ځان بيطرفه وساتي اوځان دنورودهدفونوښكارنكړي.
په ځينوسايټونوكي خوهسي كنځاوي ياپه هلمندي لهجه ښكنځل خپريږي اوهغه پښتانه چي شپه اوورځ دپښتنوله غمه ستړئ وي پكښې سپك كيږي ،آخرولي ايادپښتنوسايټونه ددي دپاره دي چي پښتنانه وځپي اوكه پښتانه وپالي؟
كه دهيواد نوروقومونوته پام وكړو ،هغه خپل مشران پالي اوقدريې كوي اوپوچ اورد نه پسې وايي خوبدبختانه پښتانه پخپله وسله پښتون ځپي اوغندي يې نوبيادنوروڅخه څه ګيله.
راځئ خپل پښتانه مشران كه والي وي،كه وزير،كه رئيس جمهوروي كه ساده مامور وپالو اوپه ښوكړنويې ووياړو