ليکوال شکورالرحمن حميدي
(((((((((( ټوپکه مات شې))))))))))
((((((((((ټوپکه مات شې))))))))))
بيايې دټوپک شپلۍ راتاوکړه
کتارکتارزاڼي جداشوې له يوبله
نه پوهيږمه ښکاري ته
چې ده په ښکارکې څه ګټه ليدلي
دومره ظلم خوظالمه په کارنه دى
راته ښکاري چې ښکاري لاړ د مينې په لارنه دى
خداى خبرچې زړه لري که نه يې لري
نه نه داخبره ده معلومه
زړه لري خوپه زړه کې دمينې احساس نه لري
ځکه ځاى هغه ځاى سوزي په کوم ځاى چې اوربليږي
اورکه بليږي په پردي کوربليږي
لکه څنکه چې نن زاڼې په هواخوري
يوه ورځ به دې داخپله شپلى تاخوري
لکه نن چې هره زاڼه دبيلتون سندره وايي
پاس په اسمان کې دجنون سندره وايي
همداورځ په تاهم ده راروانه
يوه ورځ به دې دزړه خونه شي ورانه
که شوې جدادموراوپلاره
يادخپلې مينې دخپل ياره
بيابه وکړې فريادونه
بيابه وکړې ډيرسوچونه
بيابه وايې چې اى هى دټوپک شپلۍ شې ماته
بيابه وايې دبيلتون زورنه وو معلوم ماته
بيابه وايې مابه څنګه زاڼي په هواکې
څنکه ديوبل ځينې جداکړې
مابه چې کله دټوپک شپلۍ ورتاوکړه
هرې زاڼې خپله غاړه يوې بلې خواته تاوکړه
خوزمادټوپک څخه وتلى کرتوس
خامخابه ودزاڼې په سينه باندې نتلى کرتوس
کله چې ځمکې ته راپرېوتله زاڼي
هرې زاڼې به نارې کړې زاڼې
موږدپريښودلوچاته
ته شوې روصحت بلې دنيا ته
يوه ورځ په ښکاري هم داسې راغله
دکليوال سره يې شخړه په پټي راغله
اوه کلن زوى يې پټي ته و راون
خداى خبرچې دکوم خوانه ګولۍ راغله
پته نشته چې دځمکې که اسمانه ګولۍ راغله
اوه کلن زوى يى سينه باندې زخمي شو
ښکاري دلته په زړه باندې زخمي شو
ښکاري ته اوس پته شوه معلومه
ښکاري ته اوس ورکه شوه معلومه
ښکاري څوسوي نارې وکړې
ښکاري څوسوي ښېرې وکړې
په دى وخت کې يوځل بيادزاڼوکتارراغى
ښکاري ډيرشو ورخطا د زاڼوکتارراغى
ښکاري چې په زړه غم ديارخوړلى
ښکاري دزوى بيلتون نه شوليدلى
ښکاري ټوپک لاندې کړګوزار
ښکاري وايي توبه مې ده توبه بيابه نه کوم ګوزار
ښکاري ته اوس شوه مينه ورمعلومه
ښکاري ته اوس شوه سپينه ورمعلومه
ښکاري اوس وايي ټوپک کيږدى قلم واخلئ
په طرف دروغې جوړې قدم واخلئ
حميدي ښکاري هروخت داسې وايي
ټوپکه مات ټوپکه مات ټوپکه مات شې
اوکله کله دالنډۍ له ځانه سره وايي
دزړه له تله دايمانه سره وايي
زمادزړه سورى سورى کړ
دتناره دسر برغولى شې بيلتونه
بيلتون يواځې په مانه دى
بيلتون شمال دى هره پاڼه خوزوينه
همځولى ياردچامړمه شه
همځولى ياردزړګي ولي پرې کوينه
شکورالرحمن حميدي دولس غږراډيو وياند
2011/3/10 حيدرابا للمى
وروستي