
دا به هر تکړه لیکوال راسره ومني چه مضمون لیکل ډیر ګران کار دی . ځکه چه مضمون
تر هغه مضمون کیدای نشي چه د لیکوالۍ ټول فنون او قواعد پکې مراعات نشي ، او که
داسې ونشي نو لیکنه به داسې وي لکه بیخونده ټلویزیوني ډرامه چه د اصلي قواعدو نه
درلودلو په وجه له بیکارو کنځلو او بیمفهومه ټوقې ټقارې ډکولو ته یې لیکوال مجبوره
شوی وي . مګر سره لدې هم په مضمون لیکلو کې دومره ګنجایش وي چه لیکوال ته له یوې
خوا او بلې خوا خپل او پردي الفاظ پیدا شي او مضمون د ولیشت په کچه ورځپاڼو یا د
نن صبا رواج بریښنایۍ ورځپاڼو کې خپور شي .
مګر ژباړه داسې نوي . ځکه چه ژباړن خپله آزادۍ نلري ، هغه به هماغه څه لیکي چه د
مضمون لیکوال یې غواړي . یعنې چه هغه به هماغه مفکوره بیانوي چه لیکوال یې غواړي
مګر دی پکې دومره آزادۍ لري چه الفاظ ورته د خپلې خوښې پیدا کړي پدې شرط چه هغه
الفاظ د مفکورې سمه ترجمانۍ وکولۍ شي . نو پدې اساس د ژباړې فضا او میدان پراخه
نوي او ژباړن د پردي مفکورې بندیوان وي .
د ژباړې تر ټولو لویه اړتیا او تر ټولو غښتلۍ غوښتنه دا ده چه ژباړن دې په دواړو
ژبو مکمله برلاسۍ ولري . د برلاسۍ نه مطلب دا ده چه د دواړو ژبو د ادبي او اصطلاحي
ټکو تر څنګ په دواړو ژبو د ویونکو د کوڅو او بانډو په اصطلاګانو باندې هم تر ډیره
حده پورې بلدیت ولري تر څو وکولی شي چه مطلب خلګو ته سم ورسوي .
مګر دا چه یو څوک ځان باندې د لیکوال نوم کیدي ولو که لیکنې یې د مفهوم نه اخیستل
کیدو په وجه دوه لوستونکی هم ونلری ، بیا هغه کله ناکله له پردي ژبو نه ترجمه هم
پیل کړي پداسې حال کی چه د خپلې مورنۍ ژبې په ادبیاتو کې د نا آشنایۍ سره سره د
هغه بلې ژبې فقط ستړي مشي حد نه ها خوا څه باندې پوه نوي ، نو لوستونکي به په کوم
دلیل هغه ژباړه باندې پوه شي ، بلکه پوهیدل خو پریږده ، چه څنګه به یې ولولي ؟!
عبدالرحمن فرقانی ! یو نوم چه نن صبا د ولیشت په کچه یې مضمونونه او ژباړې په ویب پاڼو
کې خپریږي ، زما د پرلپسې منع کولو سره سره لګیا ده د مودودي صاحب او د سید قطب او
د راشد الغنوشي غوندې لیکوالانو مضمونونه ژباړي ! زما د منع کولو نه مې مطلب دا نه
ؤ چه هغه دې دا کار نکوي ، بلکه مقصد مې دا ؤ چه تر اوسه دې کار ته یې وس نرسیږي ،
او ډیرې مطالعې ته اړتیا لري تر څو د هغوی د لیک په طرز بلد شي او بیا دی پخپله د
ژباړې څه قواعد ولولي او زده یې کړي . د سید قطب شهید اکثره مضامین کې یې خو داسې
شیان ویلي دي چه که دلوستونکو ورته پام شي نوسید قطب به کافر وبولي ، خو د نیکمرغۍ
خبره دا ده چه مضامین یې څوک نه لولي . همداسې د مودودی صاحب او راشد الغنوشي
مضامین یې پاک شرمولي دي . او سره لدې چه ما ده ته د نصیحت کولو په څنګ کې څو څو
ځلې د سایټونو مشران هم پدې پوه کړي دي او د ده په جرم کې د اشتراک نه د ځان ژغورلو
سلا مې ورته ورکړې ده خو بیا هم دوی زما خبرو ته اهمیت نه ورکوي .
د هغه آخرۍ لاسته راوړنه د راشد الغنوشی د یوه لوی مضمون ژباړه ده چه د (( معاصرې
اسلامی وینا ستونزې )) تر سرلیک لاندې یې خپره کړیده . لاندې به زه د فرقاني د
ژباړې څو مخصوصه ټکي د مثال په توګه لوستونکو ته وړاندې کړم او بیا به یې زه پخپله
له اصلي عربي متن څخه په آسانه پښتو ټکو وژباړم تر څو زما د خبرې پخلی وشي .
د یادونې وړ ده چه زه دا دعوا نلرم چه علمیت مې ډیر ده خو چه کوم کار نشم کولی نو
میدان ته یې نه دانګم . هو ! که د زده کولو په هدف هغه میدان ته ورداخل هم شم ،
اول یو څو ورځې یې ځان سره ټریننګ کوم او سمدلاسه خلګو ته ځان نه شرموم .
ښه ورته
وګورﺉ چه دی څه وایي :
اسلامی وینا
نن ترټولو نورو ویناګانو په پراخه کچه اوریدل کیږی ، پکار ده چې تر نورو وړاندې ئې
مسلمانان د دې اصل په اساس چې " د خپل ځان سره محاسبه وکړي ، تر دې وړاندې چې
درسره محاسبه وشي" ئې ستونزې او د نوښت چارې وڅیړي . که څه هم چې د غنمو
تولید ، د اوبو پیدا کول ، د لویو آفتونو په وړاندې مقاومت ، د استبدادګرو چمتو
کول دې ته چې د ملتونو ارادې ته غاړه کیږدي او د دښمانانو په شا تمبول . او دا راز
نور منطم کارونه ،هغه زیار او لویو قربانیو ته اړتیا لري ، چې د تاریخ لوری بدلوي
. خوسره لدې د دې اعتبار په اساس چې انسان ناطق مخلوق دی ، ریښتنې او صادقه وینا
او خبره کومه چې د صالح عمل لپاره وي ، د تاریخ په حرکت کې ځانګړی رول لري . او د
دې اعتبار په اساس چې اسلامي وینا نن تر ټولو معاصرو ویناګانو ډیره اوریدل کیږي ،
نو مسلمانانو ته پکار ده چې د دې اصل په اساس (( له ځانه سره محاسبه وکړي ، وړاندې
لدې چې درسره محاسبه وشي )) د دغه وینا ستونزې او د نوښت چارې ئې وڅیړي .
اوس وګورﺉ چه الغنوشي څه وایي :
که څه هم دغنمو حاصلول ، د پټي اوبه کول او د بلاګانو او آفتونو مخه نیول ...،
داخلي استبدادګر دیته اړ کول چه خپل د ملک وګړي ته غوږ شي ، خبره یې ومني او سم
چلند ورسره وکړي کنه نو هغوی به یې له پښو وغورځوي ...، د خارجي اشغال مقابله او
هغه له ملکه شړل ، او داسې نورکارونه ډیره غټه حوصله غواړي ، منظم کار کول او ډیره
لویه قربانۍ ته پکې اړتیا وي تر څو د تاریخ مخه بدله کړي . مګر د تاریخ د مخې
بدلولو کوم رول چه نیکۍ خواته د بللو په نیت ریښتونې خبره او مخلصانه کلام لوبولی
شي هغه یو بیل کیفیت او بیله ځانګړتیا لري . له همدې کبله نن صبا اسلامي وینا او
خطابې تر ټولو نورو وینا ګانو ډیر اوریدونکي لري . نو مخکې لدې چه بهرني خلګ پکې
څه ووایي او نیوکه پرې وکړي ، پکار دا وه چه دغې وینا ته د لا نوره وده ورکولو په
خاطر د هغې خاوندان او پکې ذیدخله خلګو یې ستونزي پیدا کړي وای او د سمولو لارې یې
پلټلي وای . لکه یو حدیث شریف کې چه وایي خپله محاسبه وکړﺉ مخکې لدې چه درسره
محاسبه وشي .
بل ځای کې ژباړن داسې وایي :
کله چې د معاصرې اسلامی وینا د ستونزو په هکله خبرې کوو ، نو
پکار ده چې دوه ټکي په پام کې ونیسو .
۱ـ دلته موږیوازې د معاصرې اسلامي وینا د ستونزو او خلل په اړخ
خبرې کوو ، نه د هغه د لوړتیا او بریا په اړخونو چې دا وینا ئې د خلکو زړونو او
ادراک ته نیږدې کړې ده ، او دګن شمیر ولسونوتر ټولو لویه هیله او غوښتنه دا ده ،
چې عدل ، مساوات ، آزادی ، یوالی ، خپلواکي اود له لاس تللی عزت او اعتبار راګرځول
،او همدا راز د فلسطین ، عراق او د داراسلام د خاورې د هر لویشتې آزادي ممکنه
اوبشپړه شي .
او د غنوشي خبره داسې ده :
په نننۍ اسلامي وینا کې
ډیرۍ ښیګڼې دي چه د همدغو ښیګڼو په وجه د خلګو زړونو ته ژر لاره مومي . دا پدې چه
دغه وینا کې د لویې ټولنې امیدونه نغښتي وي ، د ریښتوني عدل ، د آزادۍ ، د
له منځه تللي کرامت د بیرته حاصلولو وعدې ، د یو والۍ او د فلسطین او عراق د
آزادولو خبرې او د اسلامی خاورې د هرې غصب شوې ولیشت ځمکې د بیرته ستنولو خبرې پکې
کیږي . خو کله چه مونږ په اسلامی وینا کې د ستونزو خبرې څیړو ، دا باید په یاد
ولرو چه دغه ښیګڼو ته متوجه نشو ، بلکه هغه نقصانات په پام کې ولرو چه اسلامي وینا
ورسره مخامخ ده .
بیا ژباړن وایی :
دا هغه وینا
ده چې سیمه ایزې منازعې او ستونزې ورباندې برلاسې شوې دي . او هغه سیمه ایز
حکومتونه چې اشغال زموږ په اسلامي امت کې کرلي دي بریالي شوی چې دا د منازعو او
کشالو فرهنګ زموږ په ملتونو باندې د اور او اوسپنې په زور ومني وړاندې له دې چې په
خپله کوم منل شوی فرهنګ وي . او دغه د سیمه ایزو منازعو فرهنګ زموږ په عقلونو ،
زړونو او زموږ په ستراتیژیکو دریځونو کې دومره پراخه او ژور ځای موندلی ، چې کیدای
شي د اسلامی کړۍ په داخل کې تکرار شي ، وروسته لدي چې په قومي او نژادي کړۍ کې د
عراق او سوریه په منځ کې مطرح شو ، کوم مهال چې د بعث ګوند پرې حکومت وکړ : په
عراق او سوریه کې دا د قومي دریځ خپلول د یوالي او اتحاد سبب نه شو ، بلکې د دواړو
سیمه ایزو حکومتونو په منځ کې ئې داسې دښمني او لیروالي پیدا کړ، چې په عراق کې د بعث
د ګوند تر ړنګیدو پوری ئې دوام درلود ، او د لومړي ځل لپاره د دواړو حکومتونو تر
منځ د سفیرانو تبادله په عراق کې د بعث د حکومت له ړنګیدو وروسته ممکنه شوه .
مګر ښه په ځیره وګورﺉ چه اصلی خبره څه ده :
نننۍ اسلامي وینا کې
سیمه پالنې ډیره وده کړیده . او د استعمار لخوا زمونږ امت کې کرل شوي د همدغې سیمه
پالنې پر بنسټ ولاړ حکومتونو ، مونږ دیته مجبور کړي یو چه پځای د دې چه دا وګڼو چه
سیمه پالنه یو تریخ حقیقت دی او په امت باندې د اور او اوسپنې په زور منل شوې ،
باید داسې وګڼو چه همدغه د منلو وړ فرهنګ دی . او دغه د منلو وړ فرهنګ زمونږ په
زړونو ، عقلونو ، دریځونو او پلانونو باندې دومره ژور اغیز کړی او کړۍ یې ورځ تر
بلې دومره د پراخیدو په حال ده چه وروسته لدې چه صرف د عربي قوميت پر بنسټ سیمه
پالنه یې شیندلې وه ، اوس نیږدې ده چه اسلامي امت په بشپړه توګه هغه خوا ته وکاږي
. او کله چه د همدغې سمت پالنې پر بنسټ جوړ ګوند حزب البعث د عراق او سوریه
په دوه ګاونډي ملکونو باندې حاکم شو نو مونږ ولیدل چه دغه سمت پالنه په ځای د دې
چه دواړه ملکونه سره نورهم نیږدې کړي لا یې هم بیل کړل او د دښمنۍ هغه وژونکي کړۍ
کې یې ونیښلول چه ترهغه چه دعراق د بعث ګوند د امریکا په وړاندې په ګونډو نشو
دواړو سفیران تبادله نکړل .
ژباړن :
او هغه ژور
درځ چې د الجزایر او مصر په منځ کې د فوټبال د یوې سیالي په سره را منځ ته شوی ،
داسې نه ښکاري چې دا به د دو سیمه ایزو هیوادونو د مسلمانانو تر منځ د دښمني اور
بل نه کړي . او داسې بیلګي ډیرې دي . هغه څه چې موجب ګرځي تر څو داسلامي حرکت
مفکره او روشنفکره طبقه په اسلامي معاصر فرهنګ کې د تقسیم او تجزیې فرهنګ ننوتلو
ته متوجه شي ، چې په ډیر قوت سره ئې پکې سرایت کړی دی . او دا دې تجزیې او تقسیم
فرهنګ د اسلامی ارزښتونو په یوه لوی ارزښت ، د اسلامي امت د وحدت او یوالی ارزښت ،
باندې تیری اوګواښ دی ، او دا ارزښت د توحید د عقیدې ټولنیزه او سیاسي ترجمه ده
غنوشي :
کوم ژور درز چه د
فوټبال د یوې لوبې په سر د مصر او الجزایر په منځ کې پیدا شوی ؤ ، هیڅ امکان نلري
چه دواړو سیمو کې اسلامپاله وګړي باندې یې هم اثر نوي کړی ... نو دغه د تفرقې
فرهنګ چه لکه د سرطان مرض غوندې په اسلامي فرهنګ کې ورګډ شوی ، اسلامي پاڅون کې د
اسلامي فکر لرونکي او اسلامي روزونکي دی ته اړ کوي چه د دین یو لوی ارزښت د ژغورلو
هڅې وکړي چه د ګواښ سره مخ دی . هغه دی د اسلامي امت د یو والي ارزښت چه په حقیقت
کې د اسلامي ټولنیز او سیاسي یو والۍ حقیقي ترجمه ده .
ژباړن :
د دې لپاره
هغه لوی هیوادونه ، چې دا قومي عاجز حکومتونه ئې موږ ته صادر کړي او بلکې په موږ
ئې ټپلي دي ، دیوه مقدس نرمښت په اساس راوړاندې کیږی ، تر څو په یوه لوی بلاک کې
ورسره د ګډون په صورت کې د حکومت له واکمنۍ څخه ساتنه وکړي .
غنوشي :
د همدې لپاره هغه
استعماري قوتونه چه مونږ ته یې دغه عاجزه حکومتګوټي صادره کړي ، هڅه کوي چه د
دولتدارۍ تقدس مونږ ته ډیر وړوکی او بې قیمته شی ښکاره کړي تر څو همیشه پدې
فکر شو چه دا حکومت خو دومره بیوسه او لاچاره دی چه د ځان ساتلو واک او توان هم
نلري نو مجبور یو چه یوه لوی بلاک یا لویې ډلې پورې ځان وتړو .
ژباړن :
او ټولې هغه
موسسې چې د وحدت او یوالی ضمانت وکړای شي له منځه تللې ، او یوازې د غیر مناسب
القابو په چوکاټ کې پاتې دي ، لکه چې پشیي د زمری په وړاندې ځان وپړسوي ، نه په
جنګ کې سره یو ځای کیږي او نه هم په سوله کې ،
غنوشي :
هغه تنظیمونه ( دلته د
راشد الغنوشي مطلب د عربانو اتحادیه او د اسلامي ملکونو کنفرانس دی ) چه د
اتحاد او یو والي په نوم جوړ شوي وو ، په حقیقت کې له هر اتحادي صفت نه تش شوي دي
او پکې د اتحادیې صرف نوم پاتې ده . لکه هغه پیشو چه ځان پړسوي او د زمري د
یرغلونو کیسې نورو پیشو ګانو ته اوروي ، ته به وایې چه خپل د باتورۍ کیسې اوروي !
په حقیقت کې دغه اتحادیې دومره بیوسې دي چه هیڅ قیمت یې نشته نه یې څوک په جګړو کې
رایه اخلي او نه یې په سوله کې شریکوي .
ژباړن :
دا هغه وینا
ده ، چې پکې عقیدوی او تربیوی اړخ د خپلو ټولنیزو او سیاسي ارزښتونو څخه تش ډیر
پړسول شوي ، او لدې ځایه چې د اسلام په بنا کې تربیتی او عقیدوی اړخ ډیر ارزښت لري
، نو باید اثر ئې نه یوازې د مسلمان فردی کردار راونغاړي ، بلکې لدې حد څخه تجاوز
وکړي او د هغه ټول ټولنیز او سیاسی دریځونه هم راونغاړي . که نه نو موږ به د اسلام
په تشولو کې د هغه لوړو مقاصدو څخه چې عبارت له عدل ، یوالی ، شوری دي ، او اسلام
د همدې لپاره راغلی تر څو ئې د ځمکې پرمخ نافذ کړي ، د یو ډول علمانیت ، نفاق او
دوګوني شخصیت ښکار شو .
غنوشي :
نن صبا په اسلامي وینا
کې د اسلام عقیدوي او تربیوي اړخونو باندې ډیر ترکیز کیږي او وینا وال د اسلام
سیاسي او ټولنیز اړخو ته بیخي ور نیږدې کیږي نه . خو له کومه ځایه چه اسلامي عقیده
او اسلامي تربیه پخپله د اسلامي ټولنې د جوړیدلو بنسټونه دي نو پکار ده چه هغه د
ټولنې هر اړخ ته پام وکړي او په وګړو کې یې د ودې ورکولو کوشش وکړي . کنه نو په
مونږ او سیکولرو کې څه توپیر کیدای شي چه هغوی هم دین کې سیاست او اقتصاد نه مني
او مونږ هم . دا به لوی نفاق وي چه د اسلام هر اړخیزه بڼه خلګو ته و نه ښیو .
اسلام خو د عدل ، شوری او د یو والي ټینګولو لپاره راغلی او دا شیان ټول سیاسي ، اجتماعي
او اقتصادي بڼې لري نه عقیدوي .
پدې ځای کې یو ډیر مهم
مګر نهایت مشکل پراګراف چه د ژباړن د لوستلو له سویې نه اوچت بریښي ، پریښودل شوی .
درنو لوستونکو دلته ښه پام وکړﺉ او وګورﺉ چه ژباړن څه وایي :
سره لدې چې
هغو اوو ځواکونو چې د اسلام مدبر خلیفه ( ابوبکر الصدیق ) ورباندې مرتدې قبیلې
وځپلې او وسله وال مخالفت ئې له منځه یوړ ، او اسلام ئې له وخت څخه وړاندې د
مسیحیت له استراتیژۍ څخه وژغوره ، خو ډیر ځنډ و نه شو چې د تاریخ زورورو بادونو
خپلې تورې خاورې د اسلام په تحرري غورځنګ باندې واچولې . او د امویانو غورځنګ د
شوری دولت را منځ ته کړ ، د مسکینانو دولت ، او د عقیدې او سیاست تر منځ درز د
پراخیدو په حال کې شو
په سر کې خو یې ژباړه
څه نا څه سمه ده مګر ښه پام وکړﺉ چه منځ کې یې څه ویلي . وایي: اسلام یې له وخت څخه وړاندې د مسیحیت له استراتیژۍ څخه وژغوره
!!!
کله کله ځان سره
وایم چه که چیرې غنوشي خبر شي چه یوه چا یې خبره داسې ژباړلې ده نو ځان به مړ کړي
.
غنوشي
داسې ویلي : اسلام یې په زانګو کې د ختمولو څخه
وژغاره . یعنې په هماغه ړومبني ورځو کې به اسلام د ختمیدو له ګواښ سره مخ شوی ؤ که
چیرې د حضرت ابوبکر هغه مناسب اقدام نه وای ...
بیا وګورﺉ چه ژباړن
وروسته پسې له هغه هم غټ بکواس کړی . هغه وایي : د
امویانو غورځنګ د شوری دولت رامنځ ته کړ . مانا دا چه د رسول الله صلی الله
علیه و سلم او د خلفای راشدین حکومتونه د استبداد حکومتونه وو خو چه امویان راغلل
نو د شوری دولت بینا یې کیښوده .
او غنوشي
مسکین وایي : اموی انقلاب د شوری دولت له منځه ویوړ .
ژباړن ویلي دي :
ځکه چې په
اسلامي ساحه کې د سیاسي ټولنیز فرهنګ سامان تر اوسه دومره کم دی ، چې نه شي کولای
د اسلامی حرکتونو په وړاندې داسې محیط پرانیزي ، چې په ساحه کې د رواج شوي سیاست
څخه بیل خپل مستقل سیاست ولري . .
اصلي
ژباړه داسې ده :
خاصکر دا چه په اسلامي
ساحه کې د سیاسي اسلام او ټولنیز اسلام د روزنې مواد دومره لږ دي چه له امله یې
ځیني اسلامي پاڅونونه دې ته اړ کیږي چه نهایت درجه ضد او نقیض تګلارې خپلې کړي
....
د اوږدوالې له امله به
مضمون به دوه برخو وویشم او دوهمه برخه به یې بیا د لوستونکو درانه لوست ته وړاندې
کړم ....