ټولپوښتنه

په 1985 کې ملګرو ملتو يوه ټولپوښتنه ترسره کړه، پوښتنه په دې ډول وه:  
په نورو هېوادونو کې د خوراکي توکو د کمبود په اړه خپل نظر په صادقانه ډول څرګندکړئ؟
دغې پوښتنې ته هېچا ځواب ورنه کړ، ځکه چې :
په افريقا کې څوک نه پوهېدل، چې (خوراکي توکي) يعنې څه؟
په اسيا کې څوک نه پوهېدل چې (نظر) يعنې څه؟
په ختيزه اروپا کې څوک نه پوهېدل چې (صادقانه) يعنې څه؟
په لوېديزه اروپا کې څوک نه پوهېدل چې (کمبود) يعنې څه؟
او په امريکا کې څوک نه پوهېدل چې (نور هېوداونه) يعنې څه؟