غزل

راوپس شول ارمانونه ، دريابونه
ښکلومه دې لاسونه ، دريابونه
 
په ماښام کې پاڼې،پاڼې راسره وي
ستا دسترګو کتابونه ، دريابونــــــــه
 
لکه څاڅکى مې له سترګونه رخصت شوې
دريابونـــــــــه ، دريابونـــــه ، دريابونـــــــــــه
 
بې امکانه رڼاګانې درسره دي
که بليږي څراغونه ، دريابونه
د نغمو او د سندرو په درياب کې
رانه پاتې اندامونه ، دريابونه
 
پرېشاني مې ده په ذهن کې طالبه!
راسره دي تصويرونه ، دريابونه
طالب منګل