
محمدګلاب منګل، د هلمند والي
زه له نن څحه نژدې ۵۴ کاله وړاندې په
پکتياولايت وزېږېدم ، زما د زوکړې سيمه غرنۍ او کليواله ده چې لا هم ورته ښاري
اسانتياوې نه دي ور رسېدلې .زموږ کورنۍ متوسطه کورنۍ ده. لومړنۍ او منځنۍ زده کړې
مې د پکتيا په مرکز کې کړې دې او ليسانس مې د کابل پوهنتون د ادبياتو او بشري
علومو پوهنځي له پښتو څانګې اخيستی دی. له فراغته سمدستي وروسته مې د خپل هېواد او
هېوادوالو خدمت ته ملا وتړله او په مختلفو ولايتونو کې مې پر مختلفو دندو کار وکړ.
د ډاکټر نجيب الله د حکومت په نيمايي کې مې رسمي دندې پرېښودې او د موقتې ادارې تر
راتګه پورې مې شخصي سوداګري کوله . زه د خپل ژوند په اوږدو کې له افغانستان څخه نه
يم کډوال شوی او کله چې به په کابل کې حالات خراب شول زه به خپل ولايت او خپل کلي
ته تلم. ماته له خپلو کليوالو سره ژوند تر ټولو خوندور و او دی .په افغانستان کې د
طالبانو د رژيم له پرزېدو او د لنډ مهالې
ادارې له جوړېدو وروسته مې په بېړنۍ لويه جرګه کې د خپل ولس د استازي په توګه ونډه
درلوده.له جرګې وروسته چې د اساسي قانون د مسودې د ترتيب دفتر جوړ شو، زه يې د جنوب شرق زون دسيمه ييز دفتر مشر شوم چې
د خپل کار پر مهال مې د پکتيا، پکتيکا،خوست او غزني ولايتونو هرې ولسوالۍ او هر ې
سيمې ته سفرونه وکړل. د خپلو دغو کاري سفرونو په ترڅ کې مې خلکو ته د اساسي قانون
مواد تشريح او توضيح کړل ، د خلکو د ذهني
امادګي لپاره مې هڅې وکړې او ټولو خلکو ته مې د قانون اړوند مواد ور ورسول چې د
قانون په اړه نظر ورکړي او د قانون د جوړېدو پر مهال په پام کې ونيول شي. له دغه
بهيره وروسته د جنوب شرق زون دغه دفتر د ټاکنو سيمه ييز دفتر شو او بيا يي هم زه
مشر شوم. د ټاکنو په بهير کې په دغو څلورو ولايتونو کې د بل هر زون په پرتله ښې، رڼې،
عادلانه او عامې ټاکنې وشوې او د وکيلانو په ټاکنه کې هېڅ ډول فشار ، زور او اغېز
و نه کارول شو بلکې په ديموکراتيکه توګه خلکو خپل استازي وټاکل . ددې ترڅنګ ددغه
زون د ټاکنو مالي او اقتصادي لګښتونو هم ډېر لږ ول . د ټاکنو پر مهال ولسمشر زموږ
کار په ډېر دقيق ډول څاره، او د ټاکنو په شپو ورځو کې ولسمشر زه کابل ته راوغوښتم
او په يوه ځانګړي ملاقات کې يې زما هلې ځلې وستايلې او د کړي کار له کبله يې مننه
يې راڅخه وکړه . له ولسشمر سره دا زما لومړۍ کتنه وه چې هغه هم ده راغوښتی وم او
دا ماته پخپل ژوند کې ډېر ارزښت لري. د لويې جرګې د تدوير پر مهال د جرګې په غونډه
کې ولسمشر د جمهوري رياست مډال په ونازولم. د جرګې له ختم نه درې څلور ورځې وروسته
بيا زه ولسمشر وروغوښتم او راته يي وويل چې ته بايد نسبا دروند مسوليت پر غاړه
واخلي . ولسمشر راته وويل د کورنيو چارو له وزير سره وګوره چې هغه مهال علي
احمدجلالي و. وزير ته چې ورغلم نو ماته يې د پکتيکا د ولايت وړانديز وکړ. په سر کې
زړه نا زړه وم چې ايا دا دنده به ترسره کړای شم کنه، خو دولسمشر او د کورنيو چارو
د وزير د ملاتړ په ډاډ مې له وزير سره ومنله چې ولايت ته به ځم. د ۱۳۸۲کال په
دلوې مياشت کې پکتيکا ته ولاړم .
دغه ولايت ته له ورتګ سره له ډېرو عجبو
شيانو سره مخامخ شوم . د بېلګې په ډول په فزيکي توګه دولتي ادارې داسې وې لکه اوس
چې هم طالبان پکې وي او د اصولو او ضوابطو
پر ځای انډيوالي سيسټم روان و. اداري کارونه يا له سره نه ول او که وو ډېر لږ ول
او هغه هم د ځينو اشخاصو په خوښه ترسره کېدل . ما په پکتيکا کې لږ څه باندې دوه
کاله ماموريت وکړ.د ماموريت پيل مې هلته د نظام د بنسټونو په جوړولو وکړ، اداري
سيسټم مې فعال کړ، ادارې مې منظمې کړې او ټولو ۲۲ ولسواليو ته مې څو
څو واري سفرونه وکړل . زما د ورتګ په لومړيو مياشتو کې ولسواليو دفترونه هم نه
درلودل او زه چې به کله ورتلم نو يا به د شپې پخپل موټر کې وېدېدم او يا به د سيمې
له خلکو سره کور ته تلم.په پکتيکا کې مې د دوه کلن کار په اوږدو کې هيله دا وه چې
زه خپل ولس وپوهوم چې د افغانستان د راتلونکي لپاره فکر وکړي او د افغانستان لپاره
کار وکړي.دهمدې هدف لپاره مې په لومړي ځل په ولسواليو کې قومي شوراګانې جوړې کړې،
چې ځينې سيمه ييزې ستونزې به يې هوارولې. دوی د مکتبونو په جوړلو او نورو
پرمختيايي برخو کې ښه رول ولوباو، له دولت سره يې همکاري پيل کړه او په پايله کې د
دولتي ادارو او ولس تر منځ منظمه رابطه پيدا شوه . زه نور په دې اړه څه نه وايم د
پکيتکا خلک قضاوت کولای شي.
زما بل لوی ماموريت
زه د ۱۳۸۶ په حمل کې لغمان
ته د ولسمشر په لزوم ديد د والي په توګه ولاړم .دا هغه وخت وچې په لغمان کې هم
امنيتي او هم ټولنيز حالات ګډوډ ول.عصمت الله محبت چې ولسي جرګې ته بريالی شوی و،
د ولسي جرګې تر پرانستل کېدو څو ورځې مخکې
شهيد شوی و او له هغه وروسته ټول لغمان مظاهرو په سر واخيست ،حتی د ولايت په
دروازه کې هم امنيت نه و او خلکو به دروازه هم په ډبرو ويشتله .په لغمان کې
ما دوه کاله ماموريت وکړ له لومړۍ ورځې څخه د خلکو له تاوده هرکلي سره
مخامخ شوم او له دوو کلونو وروسته چې ما خدای پاماني اخيسته خلکو په لويو بلبورډونو
باندې ليکلي و،چې ((تاته موږ د دويم حسن خان ګرديزي لقب درکوو.)) او په اوښکو يې
بدرګه کړم.په لغمان کې هم زما د هلو ځلو په اړه د هغه ولايت خلک قضاوت کولای شي.
هېلمند څنګه تر دې ځايه را ورسېد؟
اوس راځم هېلمند ته چې زه يې له ۱۳۸۷کال
دحمل له مياشتې راهيسې د والي په توګه کار کوم.دغه ولايت ته زه په داسې حال کې
دوالي په توګه راغلم چې د مخالفنيو د سپکو وسلو ګولۍ به د ولايت په انګړ او د والي
پر کور لګېدې. د ولايت دودانۍ د دويم پوړ د کړکيو له هېندارو څخه د تارياکو ګلان ښکارېدل.په مرکز لښکرګاه ښار کې هره ورځ د سړي تښتونو، وسلوالو غلاو او اخلاقي فسادونو پېښې کېدې. له دوکاندارانو او د ښار له صرافانو او عامو اوسېدنکو څخه په مختلفو نومونو د جزيو اخيستل
روان ول . د ښار په بېلابېلو برخو کې قتلونه او ډول ډول نور جرمونه کېدل .يوه
زياته اندزاه پوليس لا هم په ډلو ټپلو او اشخاصو پسې تړلي و او د قانون او اصولو
پر ځای يې افرادو او اشخاصو ته کار کاوه . دوه کاله مخکې چې به ما له پوليس څخه پوښتنه
وکړه چې ځوانه څوک يې ؟ ده راته وويل چې د پلاني جان انډيوال يم او په پلاني ځای
اوتاق لرم. خو دوه مياشتې مخکې د پوليسو داکاډمۍ د محصلينو د فراغت په غونډه کې ما
د يوه پوليس پر اوږه لاس ورکېښود او ورته مې وويل چې ځوانه څوک يې ؟ ده وويل د
افغانستان ساتونکی. ما ترې بيا وپوښتل چې د کوم ځای او کوم قوم سړی يې؟ ده ځواب
راکړ ، د افغانستان ساتونکی . ما وويل چې د چا انډيوال يې ؟ ده وويل چې د
افغانستان د عزت ساتونکی او بس . بيا مې په غېږ کې ونيو، له سترګو مې د خوښۍ اوښکې
تويې شوې او له ځانه سره مې وويل چې شکر نن مې خپل يو مهم هدف تر لاسه کړی دی چې
له دغسې يوه پوليس سره مخامخ يم چې هر څه د افغانستان لپاره کوي او غواړي يې.
په ټوله کې حکومتي منصبونه د ظرفيت، مسلک،
اهليت او قانونيت په اساس نه بلکې دقوم او قبلې په اساس په ميراثي او نسبي شکل پاتې
ول.ډېره مهمه خبره دا وه، چې په هلمند کې قومي اختلافونه دغه حد ته رسېدلي و چې
نژدې کور په کور يې بدي جوړه کړې وه . دولتي څوکۍ پر قومونو او اشخاصو وېشل شوې وې
.ځينو اشخاصو او د هغوی له اړخه ځينې قومونو هلمند يوازې خپل مال باله، په داسې
حال کې چې هملند د ټولو هلمنديانو او بيا د قانون له مخې د هر افغان کور دی .تر ټولو
بده لا دا چې په هلمند کې د شمالي او جنوبي هلمند په نامه ځينو کړيو اختلافونو ته
لمن وهله.زما تر ور تګ پورې لښکرګاه ښار د نشه يي توکو د کاروبار لوی مرکز و . د ښار
په بېلابېلو برخو کې او ان تر دې چې ولايت او امنيه قوماندانۍ ته په نژدې ودانيو کې
د نشه يي توکو لابراتوارونه ول او دغلته يې راکړه ورکړه کېده.دساپيانو منطقه چې
اوس د ښار پرمختللې سيمه ده، هغه وخت د ټولو جرايمو مرکز و او د تورې بورې په نوم يادېده چې اکثره مجرمېن
به دې سيمې ته راتلل او هغه مهال يو کنډک پوليسو هم نه شوای کولای چې
دغې سيمې ته ورشي او مجرمين تعقيب کړي.
د لښکرګاه ښار څو سوه مترۍ کې مخالفين و، د
بولان پل چې د ښار يوه څنډه ده پر هغې غاړه يې دمخالفنيو مورچلونه و .له ۱۳ولسواليو
څخه يوازې ۶
ولسوالۍ فعالې وې چې هغه هم يوازې د ولسواليو مرکزونه و چې د نظامي پوستو بڼه او
حيثيت يې در لود او له جنګه پرته پکې بل شی
نه و او .هغه مهال د بيارغونې حالات هم تر امنيت ښه نه و. د لښکرګاه په ښار کې به
چې يو موټر تېر شو ټول ښار به دوړو نيولی و.خو اوس حالت بل ډول دی .ما د ساپيانو د
سيمې نوم واخيست چې د مجرمينو ټولې ځالې همدلته وې، خو اوس دغه سيمه د ښار يوه
پرمختللې سيمه ده، چې ټولې ښارې اسانتياوې لري او د نور ښار په ډول په نلونه کې
اوبه ورځي، پوخ سړک لري ، ښوونځی لري، برېښنا لري او اوس په نيمه شپه کې خلک پکې تګ
راتګ کوي.د بيارغونې په برخه کې د لښکرګاه ښار نژدې اتيا په سلو کې عام سړکونه
پاخه شوي، او د ښار له پراخېدو سره سره
فرعي سړکونه هم پاخه شوي دي . تقريبا ټولو ولسواليو ته غځېدلي سړکونه يا پاخه شوي
او يا پخېږي او په دې کې د سنګين او کجکي مهم سړکونه هم راځي چې اوس د پخېدو په
حال کې دي.درې کاله مخکې هلمنديان د ترانسپورت په برخه کې له خورا ډېرو ستونزو سره
مخامخ ول ، ځکه زميني لارې د نا امنۍ له کبله دتګ راتګ نه وې او د هوايي ډګر
دنشتوالي له کبله الوتکې بيخې ورتلې نه . خو زما د ماموريت په دوره کې د بست ملکي هوايي ډګر جوړ او اوس ترې بېلا بېل ملکي
هوايي شرکتونه کار اخلي او هره ورځ هلمند ته الوتنې لري . په نظامي برخه کې يو بل
لوی پرمختګ دا دی چې هلمند اوس د زون حیثيت لري او ځانته قول اردو لري .دغه راز په
ښار کې يو لوی جامع جومات جوړ شو.د اوبو کانالونه جوړ شول اوس کرنه مکانيزه کېدونکې
ده . د برېښنا د توليد کچه دوه چند شوه، درې کاله مخکې د کجکي له برېښنا بند څخه ۱۶،۵ ميګاواټه
برېښنا تر لاسه کېده او اوس ۳۳ ميګاواټه برېښنا لري. موږ اوس د کجکي پر
درېيم توربين هم کار کوو چې له نسبولو وروسته به د برېښنا ظرفيت ۵۱ميګاواټه
ته لوړ شي.زما تر ورتګه پورې په هلمند کې يوازې ۵۴مکتبونه فعال و چې
۵۶زره شاګردان
ورتلل او هغه هم په ډېر خراب حالت کې و،
خواوس د ښوونځيو شمېره ۱۳۰
ته رسېدلې ده، چې د ۱۳۵
زره په شاوخوا کې شاګردان پکې زده کړې کوي او د نجونو په برخه کې دوه نيم چنده
زياتوالی راغلی دی .د نا امنو ولسواليو د زده کوونکو لپاره مو ځانګړې ليليه جوړه کړې
چې لس بلاکونه لري او په نژدې راتلونکې کې يې کار بشپړېږي چې په ځينو بلاکونه کې
به يې نجونې او په ځينونورو کې هلکان زده کوونکي اوسي . دغه راز د هلمند لپاره
پوهنتون منظور شوی چې دا مهال يې دوه پوهنځي فعالې دي او د ودانۍ لپاره مو هم مالي
امکانات موندلي چې ډېر ژر به ورته عصري ودانۍ جوړه کړو او پوهنځي به يې هم زيات
شي.دولتي ادارې چې ټولې د قومونو او اشخاصو په لاس کې وې، زما له ورتګ سره پکې
ريفورمونه پلي شول . اوس تقريبا ۸۵ فیصده
مامورين مسلکي او کارپوه خلک دي چې د ضوابطو، ظرفيت او هليت له مخې ټاکل شوي دي.ولسوالۍ چې زما
تر ورتګه نظامي پوستې وې اوس په بل حال کې
دي . په شپږو ولسواليو کې د ټولنيزې پراختيا په نوم شوراګانې جوړې شوې دي . امنيت
کليوالو سيمو ته غځېدلی دی، د اکثرو ولسواليو اداري مامورين پوره شوي دي . څارنوالان
، قاضيان او نور مامورين لري. درې کاله وړاندې د نادعلي يا ناوې ولسوالۍ ته په
مياشت کې د سيمې لس تنه نه ورتلل چې کار يې خلاص شي، خو اوس هره ورځ تر درې سوه
پورې کسان ورځي او خدمات ورته وړاندې کېږي دعوې يې خلاصېږي او نورې اړتياوې يې
پوره کېږي.د ټولنيزو شوراګانو له جوړېدو سره ولس ځان په واک کې شريک وليد او له
دولت سره يې همکاري پيل کړه چې ددغې همکارۍ په برکت نن د سنګين په ساروان کلا کې د
ملي پخلاينې پروګرام عملي کېږي.د سړکونو امنيت دومره ښه شوی چې زما د ورتګ پر مهال
عامو خلکو ته پرې تګ راتګ ستونزمن و خو
اوس د ټولو ولسواليو شاوخوا اويا فیصده مامورين په موټرو کې ځي راځي.درې کاله مخکې
د سنګين ولسوالۍ له دفتره تر بازاره تګ نه کېده او تېره اونۍ زه د ساروان کلا
وروستۍ برخې ته د خلکو د ليدو لپاره ولاړم او هلته مې ورسره غونډه وکړه . دغه راز
مې دوه اونۍ مخکې نادعلي او مارجې ولسواليو ته په نيمه شپه، په موټر کې سفر وکړ او
هلته مې د پوليسو پوستې وکتلې.
په فرهنګي او کلتوري برخه کې هم په هلمند کې
ډېر کار شوی دی . دولتي راډيو ټلويزيون د مجهزو وسايلو او مسلکي مامورينو په
درلودلو سره هره ورځ د هلمند پرمختګونه او پښې خپروي . په نادولتي توګه د هلمند
ادبي بهير فعاليت کوي چې دولت ورته ټول امکانات برابر کړي دي ، ځای يې ورکړی او هر
ډول مرستې ورسره کوي . دغه راز په هلمند کې هر کال د هلمند سيند دوديزه مشاعره جوړېږي
چې له لرې او برې پښتونخوا څخه ورته سلګونه منيوال راځي .د تېر لوی اختر په ورځو کې
په هلمند کې د تکړه افغان سندرغاړي فرهادی له ولولو ډک کنسرت سولې او ارامي ته د
هلمنديانو هلې نورې هم زياتې کړې . په هلمند کې د تارياکو کښت په دغه ولايت کې تر ټولو
لويه ستونزه وه چې د افغانستان په کچه پکې ډېر کوکنار کرل کېدل خو د تېر په پرتله
په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کال کې
۴۰،۷
فيصده د کوکنارو کښت راکم شوی دی. مهمه خبره دا ده چې اوس د خلکو ذهنيت بدل شوی دی.
پخوا چې به چا ډېر کوکنار درلودل هغه به دخلکو مرکې خلاصولې خو اوس خلک په کوکنارو
شرمېږي.
امنيت يې له بلخ، باميان، هرات او پنجشير
سره سيالي کوي چې دا دی د مرکز امنيت به يې
د سږ کال له دريو مياشتو وروسته په تدريجي ډول د افغان مېړنيو وسلوالو ځواکونو له
لوري ساتل کېږي چې دا افتخار به د ټولو هلمنديانو وي . څو کاله وړاندې دا تصور هم
نه کېده چې د امنيت په برخه کې دې لښکرګاه څوک د مزارشريف يا هرات سيال وبولي. خو
نن د مېړنيو هلمنديانو په صادقانه همکارۍ او مرستې سره دا کار کېږي او زه هيله من
يم چې په تدريجي ډول د نور ولايت امنيتي مسوليت هم له بهرنيو ځواکونو څخه افغان
لوري ته وسپارل شي. په دې ټولو پرمختګونو کې دهلمند دولس، ديني عالمانو ، ځوانانو،
روڼ اندو، قومي مشرانو او د هېواد دخواخوږو بچيانو مستقيمه او يا غير مستقمه مرسته
وه چې هلمند ورسره دغه حال ته را ورسېد.زه ددې برياليتوب مبارکي دوی ته وايم او دوی
ددغه برياليتوب اصلي ګټونکي دي او د مبارکي اصلي مستحقين دي.په پای کې يوه يادونه
هم کوم. کله ناکله د هلمند په اړه ځيني
ليکنې تر سترګو کېږي . دا هغه کړۍ کوي چې د بيان له ازادي څخه ناسمه ګټه اخلي او
خپل شخصي غرضونه پالي.په هلمند کې زما د ماموريت په لوړو ژور کې که څه هم حالت په ټوليز ډول ښه شوی دی خو ځينو
اشخاصو ته کېدای شي زيان رسېدلی وي .دغه زيان ما د شخصي ګټې وټې لپاره خدای
ناخواسته چاته نه دی رسولی بلکې ما هر کار د قانون په حکم، ملي افتخاراتو، ارزښتو او د ولس او هېواد
او په ځانګړي ډول د پتمنو او درنو هلمنديانو د سرلوړي او عزت لپاره کړی او کوم به
يې. ماوويل چې په تېرو دوو کلونو کې څه د پاسه څلوېښت زره هکټاره ځمکه له کوکنارو پاکه شوې او سلګونه مجرمين او
هغه کسان چې قانون يې ترپښو لاندې کړی او يا د نشه يي توکو کاروباريان او
قاچاقچيان دي د قانون منګلو ته سپارل شوي، ځيني بې کفايته دولتي مامورين له دندو ګوښه
شوي او ځيني په اداري فساد ککړ مامورين د قانون منګلو ته سپارل شويدي، نوپه داسې
حالت کې دا طبيعي ده چې ځينې خلک او کړۍ به ناراضه شوې وي او له همدې کبله کېدای
شي ځينو نا رضايتونو رسنيو ته لاره کړې وې .دغه ډول منفي تبليغات زما لپاره د تعجب
خبره نه ده، او ما چې دقانون په رڼا کې د مجرمينو او قاچاقبرانو پر ضد هر ګام
اخيستی له ځانه سره مې ددې ډول تبليغاتو وړاندوينه هم کړې چې دغه کړۍ به يې کوي.
دغه ډول تبليغات د ولس او هېواد لپاره زما دکار پر وړاندې خنډ کېدای نه شي او که ما دغه ډول خبرو پسې سر ګرځولای نو هلمند
به نن د مزار او هرات سيال نه وای.دا زما ټينګ هوډ او د هلمنديانو کلک لاسنيوی دی
چې د لښکرګاه امنيت به نور پخپله د افغانستان بچي ساتي او تاريخي لښکرګاه چې د
تاريخ په اوږدو کې له بلخ، هرات اونورو څخه کمه نه وه ، نن بيا له دغو سيمو سره
سيالۍ ته ودرېده.افغان ولس اوس په هرڅه پوهېږي ، خپل دوست او دښمن ښه پېژني ، دوی
اوس خپل خدمتګار پېژني او مرسته ورسره کوي .خو زه پر يوه شي باور لرم هغه دا چې
زما ژوند او مرګ به ددې خاورې لپاره وي ، که نن د هلمند لپاره کار کوم سبا بلې سيمې
ته هم د يوه خدمتګار په توګه ځم او چې څو کولای شم زه د خپل درانه ولسمشر جلالتماب
کرزي صاحب تر عالي قيادت لاندې، د افغانستان د اسلامي جمهوريت د نورو مشرانو تر
مشرۍ لاندې ، د اساسي قانون په رڼاکې، او د افغاني او اسلامي ارزښتونو په پام کې نيولو سره که په هره
څوکۍ او هر ځای کې وې خپلې خاورې ته خدمت کوم .همدا اوس په هلمند کې زما مبارزه ددې
لپاره ده چې نړيوال ددې پر ځای چې ووايي هلمنديان يوازې ټوپک ،کوکنار او شخړې پېژني
بايد دا ووايي هلمنديان سوله غوښتونکي خلک دي او په نورو برخو کې هم اتلولي ګټلای
شي .د سرلوړي ، ودان او ښېرازه افغانستان په هيله
محمدګلاب منګل
دهلمند والي