خدای دې راولـــي په مونږ دخوښۍ کال بيا
چې نه جنګ وي،نه جګړه وي،نه جنجال بيا
ته سپرليه دلتــــــه ديرش کالـــــه ،رانغلې
زمونږ واخله پس له ديرش کاله احوال بيا
دلتـــــه بيا له خوښۍ ډک، سپرليه راشـــه
چـې ځوانان اوځوانی ګډزانګي په ټال بيا
دخوښيو زولـــۍ ډکـــــه، مونږ تـــــه راوړه
چې پرې مونږه خفه زړونه کړو، خوشال بيا
کــــــه راځې سپرليــــه، داسې سولـه راوړه
چې راټول شي په خپل کور،ټول هيوادوال بيا
چې دا وران،ويجاړوطن،بيرته ودان کړو
چــــې دسيالوسره کړو،ځانونه سيال بيا
دوحدت لاسونــــه بيا يو بل ته ور کـــړو
چې دښمن ته ورپه برخه کړو ،زوال بيا
چې ټول ګډ په وړاندې ولاړشو،ترمنزله
چې همت ته مو حيران شي،نړيوال بيا
دقيام دزړه ډير ستر ارمان دی ،خدايه
چې په برخه دافغان شي،استقلال بيا
الحاج الهام الدين قيام
والدورف/جرمني
دنوروز ورځ کال ١٣٩٠
وروستي