
دحزب اسلامي دپلويانوحالت ته چي کله ګورونودوی ډېرنااميده ښکاري،اوديوه نامالوم هدف په لورروان ښکاري ددې لامل دادی چي دوی له يوې دامريکاپه خلاف جهاداعلان کړی دی اوله بلي خوايې دطالبانوسره هم اړيکي ښې نه ښکاري لدې وجې په دې هڅه کي دي چي په يوه توګه دکابل دحکومت سره جوړجاړی وکړي .
ددغه ګوندلخواپه خپرېدونکي مجله کي چي دتنويرپه نامه نشريږي په هغې کي مي يوه ليکنه ولوسته چي دامام په نوم ديوه مستعارنوم خاوندکړې وه .
دغه ليکوال په خپله کمزورې ليکنه کي له طالبانونه څه غوښتني کړې دی اوڅومشورې يې ورکړې دي .
ويل کيږي چي داليکنه ددغه ګوندمشرګلبدين حکمتيارصاحب کړې ده .
ليکوال په خپله ليکنه کي ژبه ډېره سخته استعمال کړې ده اودطالبانوداسلامي امارت په هکله يې ځيني ډېري اوبېکاره جملې استعمال کړې دي .
له دې امله مي وغوښتل چي دغه ډلي زه هم يوه مشوره ورکړم چي زه فکرکوم عملي کول به يې ددوی لپاره
ډېرمثبت کاروي .
دې ته په پام سره چي په تاسف سره دغه ډله دڅوکۍ ډېره شوقي ډله ده،ډېرکوششونه يې وکړل څودغه هدف ته ځانونه ورسوي خومتاسفانه تراوسه بريالي نشول.
اوپه راتلونکي کي يې هم دې هدفته رسېدل دپخواپه پرتله ډېرکم ممکن ښکاري ځکه دغه ډله اوس يوازي
ترنوم پوري محدوده ده،نوردپام وړشتون نه لري .
ځکه له دوی نه ددوی ډېرمخلص ملګري ددوی دکمزوروپاليسيوله امله بېل شول،ډېريې دکرزي دحکومت سره ملګري شول اوځيني مخلص مجاهدين يې دطالبانوسره دجهادپه نيت يوځای شول .
نوره خبره نه اوږدول غواړم په لنډه توګه ورته مشوره وړاندي کړم .
زمامشوره داده چي دطالبانوسره که په رښتيادوی روغه جوړه اواتحادغواړي لکه څنګه چي دوی دعوه لري،نودوی دي دامهرباني وکړي چي دابوالاعلی مودودي له نظريې دي برائت اعلان کړي .
يعني له مودوديت نه دي برائت اعلان کړي اودمودوديانوحمايت دي پرېږدي .
ديادوني وړده چي ماسټرابوالاعلی مودودی یوپنجاپی معلم ووچي سره ددې چي دديني علوموخاوندنه وو،بيايې په ديني مسائلوکي بحثونه کولي اوداسي غلطي مسئلې يې بيان کړې چي دهغوله امله ورباندي
په زرګونوعلماوودګمراهۍ فتواولګوله اودنوموړي په هکله يې په واضحوټکوکي فتواصادره کړه چي مودودي یوګمراه اوله اهل سنت والجماعت نه وتلی سړی دی اودشيعه ګانوسره نږدې والی لري .
ځکه دغه ښاغلي دصحابووبې عزتي وکړه اوداسي خبري يې دهغوپه هکله وکړې چي خميني اوشيعه ګان يې کوي .
بېرته خپل مقصدته راګرزم هغه داووچي که حزبيان دمودوديانونظريه پرېږدي نودطالبانوسره يې سوله اويووالی بالکل يقينی دی اوهيڅ مشکل کارنه دی .
پاته دی نه وي چی په دې کارسره کيدای شی دعبدالغفورپيروزسلفی غوندي غيرمقلدين ،بې مذهبه اودامام اعظم صاحب مخالفين خلګ به ناراض شي خوددوی په ځای به مطلق اکثريت دافغانانودحزب اوحکمتيارسره موافق شي اودطالبانواسلامي تحريک به ورته ښه راغلاست ووايي.
که داکاروکړي نونه يوازي داچي دحزبيانوبه فائده وي بلکه زه اميدلرم چي دټولوافغانانوپه ګټه به ثابت شي .
اوکه دې کارته دوی نه چمتوکيږي نوبياددوی اوداسلامي امارت دمجاهدينوترمينځ سوله ناممکنه ښکاري .
ځکه طالبانوسنيان،حنفيان اوديوبنديان دي،غيرمقلدين مودوديان اوشيعه ګان هيڅکله نه منيپایليکوال :سلطان محمدلوګري