ساړه ولاړو،هـــــــــوا ښه
شوه،وخت بهـــــــــــــاردئ
ونې شنې شوې،غوټۍ ګل شوې،جوړسينګاردئ
خـــــــــــوپه خـــــــــــوار
ولس ،سپرلۍ راغلئ نه دئ
دلتـــــــه مرګ دئ، دلتــــــــه
چوردئ،دلته ډاردئ
سپرلی هغه دی چې زړونه پکې خوښ
شي
دخفګان نه ډک ،سرونـــــــه پکې
خوښ شي
د ولس مــــــــــړې ارزوګانې،راژوندئ
شي
غـــــمځپلي ولسونــــــــه پکې
خوښ شي
چې ېې ډکه لـــــــــــــه خوښيو زولی نـــه ده
هسې نوم ېې دسپرلي دی،سپرلــــــی
نه ده
په مونږ شپه او ورځ،بمونه
راوريږي
لــــــــه اسمانه سره تندرونه
را وريږي
لکه مونږبه پکې وسوزي سپرلی هم
دباران په ځــــــــای ،اورونه
راوريږي
دلته چــــــــا دخوښۍ مخ ليدلی
نه ده
هسې نوم ېې دسپرلي ده،سپرلی نه
ده
دلته جنګ دئ،په وطن موسوراوربل
دئ
اوس نو خوښه دسپرلي،اختيار ېې
خپل دئ
که راځې سوله دې هم ،ځان سره
راوړي
که خا لي لاس راغۍ ،بيا ېې نو
ازل دئ
دقيام پيغام ،يو څوک سپرلي ته
وروړئ
چې هيڅوک له دې ځای روغ وتلی
نه ده
هسې نوم ېې دسپرلي ده،سپرلی نه
ده
الحاج الهام الدين
قيام
والدورف/جرمني
وروستي