غزل






ټوله شــــپه دې انتظار وم ته را نه غلـــې               
 پروت په لار کې دې غبار وم ته را نه غلې
ما رســــــۍ ته ســــــتا دلیچو غاړه راوړه            
 ستا دمیـــــنې سزا وار  وم ته را نه غـلې

 
ماوې ته به مې په غیږ کې ترې راکوز کړې 
 ځوړند ستا دخیال په داروم ته را نه غلـــې
      
زلمیـــــــــتوب مې کړي بیاوې غــــــزونې                        
   نن چې بىازه ګناهګاروم ته را نه غلــې
   
دلومړي دیدن په ځای کې درته ناست وم          
  بله شمــــه په مزار  وم ته را نه غلــــې
په پرهــــــر دانتظار کـــــــــې چورلیدمه
په اوږو دڅړیکــــــــو بار وم ته را نه غلې
  
د(حسن) داسمــــــــــانڅک تخیل ناوې
  نن چې ټول خمار خماروم ته را نه غلې 
 
 ډاکټر حسن