دروهي ویبپاڼې درنودوستانو!
ترټولو دمخه درته دنوي کال مبارکي وایم اودې کال ستاسودلابري اونیکمرغۍ په هیله خپل یوشعردرلیږم.
مننه
زیب منتظر
پسرلی
الله دې راوله پسرليه راځه
ستړی مشې
هرکله راشې،کونډاوبورمشې
،زومړی مشې
مااورېدلي چې ته ځان سره
ګلونه راوړې
تنکی وږمې،خوږې نغمې،ښايسته رنګونه
راوړې
ته دښکلا،ښايست اوحسن ،تازه
ګۍ قاصديې
ناهيلوزړوته نوې هيلې، امېدونه
راوړې
تيارو کورنوته سوغات درڼاګانوغېږکې
دويښوشپوسويوخوبوته تعبيرونه
راوړې
پسرليه تاسره خوښي راځي ،تودوخه
راشي
دښتې،بېدياته درحمت مست
بارانونه راوړې
ستاپه راتګ سره ژوندي شي
مړاوې ونې، بوټي
ته ګل باغچوته دتوتي ،بلبل سېلونه
راوړې
زرغون څادرپه وچوغرو،دښتو،راغوغوړوې
دپېغلوڅڼوته دګلوامېلونه
راوړې
خوپسرليه !
ماخپل چمن کې دګلونورنګيني کله
لېدلې نده
غږدتوتي ،نغمه ،سندره دبلبل
مې اورېدلې نده
زمادبڼ له ګلوبوی دمشک ،عنبرنه خېژي
خورپرې لوګی دی دباروتودلر برنه
خیژي
زماپرګلوبارانونه دګولۍاوريږي
راکټ ،بمونه پرې په شان لکه
لږلۍ اورېږي
زمادبڼ ګلان رنګ،رنګ،خوشبوی
اوښکلي ندي
سنګاراوربل دشوخوپېغلوته د
کلي ندي
زمادبڼ ګلان يو رنګ لري ،تک
سورښیندلی
پاڼې يې سرې،څانګې ېې سرې دي
هم یې سرې دي وليې
زماګلان پر اوبو نه ، په
وینوسرو خړوب دي
د اورپه منځ کې دي ميشته ،په
سرولمبوکې ډوب دي
تورديوراغلی دی دجنګ پرې يې
ولکه کړيده
دګل ،بلبل دورکېدويې اراده
کړېده
نوپسرليه !
تابه له ځان سره کوم زيری وي
ضرورراوړی
چې کړي تورتم زموږرڼا،وي به
دې نورراوړی
ستاپه راتګ به نورزموږله
کوره غم شي کډه
نوربه جګړه کاروان د سولې نه
وهي په بډه
زموږدبجيانوپه څېروبه هم
خنداخوره کړې
ژړابه ورکه شي دمينې به وږمه
خواره کړې
خوپسر ليه!!
که داسې نه وي نوښه داده چې
بل لورته لاړشې
دخپل ښايست سره دکوم نېکمرغه کورته لاړشې
چې په ډولونواواتڼ دې ښه راغلاست ووايي
په ورین تندي دې په سندروکې
ښايست وستایي
زړونه زموږپه خپل راتګ
خوشالولی نشې
دټپي زړه مو چې پرهار، ټپ، رغولی نشې
ځه پسرليه !
ځه پسرليه اوس وردرومه چېرته
بيابه راشې
که دعلاج زمادرنځ
وموندپرمابه راشې
حالاراتګ ته به دې زه
منتظرهم خوشال شم
تابه هم دروندکړم زه به هم مې دسيالانوسيال شم
وروستي