زه پرې خپله شمشمه کوم

لومړنۍ ښوونځۍ مو په خپل کلي کې وه.که به را باندې ناوخته شوې وه په یوه ساه منډه به ورسېدو.خو منځنۍ هاغه یو کلی وړاندې د کوتل نه هاغه خوا د غره په لمنه کې د یو ساعت پلي مزل په واټن وه.
روغ لېونی او یو څو نور هلکان په بایسکیلو تلل په لسګونو نور به پلي تلو.
د پسرلي بارانو͵د دوبي ګرمیو او د منی سړو هسې جزه ولو لکه سیاسي حاکمان چې خپل مخالفان د قیلېدو لپاره جزه وي .د باد او شمال په ورځو به د سپېره توب له وجې ژرنده ګړي ته ورته وو.
روغ لېوني مستانه او هوسي ژڼی وه عجب یی خندل. په عادي خبره خوله به یی لکه تاوشوی لاشتک وسپخېده او هر به یې وهل٬ لا د سوکه توب څرک به نه وه په همهغه ځوښ کې به یی خندا ورکه شوه.بیا موږ د هغه بې موردې اوناڅاپي خندا پسې له خندا شنه او پښتورګي نیولي وه
هغه په بایسکېل د بنجارې هټۍ تشه کړی وه .په انډل یی هندارۍ ٬پلاستکي ګلان  نېغ او څنډیان ځوړند زنګېدل٬ چاینونه یې هم بې ګلانو نه وه په سیمانو کې لس ډوله او لس رنګه مرۍ بندېکړې وی او چوکاټ یی په رنګه رابرټېپ پوښلی وه بيخي د سر کس یوه ننداره.
لاربه یی په مخ خلاصه وه غبرګ نور به هم سم یو ځای ورسره تېرېدای شوای خو ځانته د نورو د پام اړه ولو په خاطر به یی په عین شېبه کې  د زنګ او ارڼ محشر جوړکړ.
په مخه روان کسانو به ټوله لار پرېښووه.پوهېدل چې روغ لېونی بې سوره بایسکېل چلوي  ٬په ریښتیا په داسې کش به ځغلېده چې انډل به یی کوږ ووږ کېده لکه د اتلولۍ ټاکل شوې نقطې ته ور لنډیږی.خو یو متر به تېر وه د برک په نیولو به یی دوړې پورته او شګی باد کړی تا به ویل چې سره زر ترې ولوېدل او که خزانه یی و موندله؟
ته ولې داسې وران بایسکېل چلوی لارې کوڅی کنډ او کپرې دي٬ښکلی بایسکېل دی ګړوازه شوی د ډېر برک نیولو له وجی نوی ټاېرونه  دې شړېدلي٬ کله چې په لویه لار تېر ېږم بلاناغه له مستري سره دې وینم.یوه ټولګيوال ورله ویلي وه.د لحاظ او خاطر په مراعت کولو یی ځواب ورکړی وه! زه مې له دې کړنې خوند اخلم چې پر کلیوالو شمشمه کړم .
لویی٬تکبر٬چالاکي٬دښمني٬بې ځایه زړه ورتیا د پښتنو په خټه کې اخښل شوي.په شتمني٬ نسب٬د تېر یا اوس مهال په موقف باندی داسی ویاړو٬ نعوذوب لله لکه د څښتن تعالی په وړاندی چې دا غوره صفات وي؟
لېکن خیرښېګنېه٬زغم٬مینه علم او ورته اخلاقي کړنې او مشروع سیالۍ ننګ ګڼو.
موږ اول علم نه کوو که یی وکړو بیا عمل پرې نکړو که چېرې عمل پرې وکړو نو بیا اخلاص دې په کې د خوږ غوښه وي٬چې علم نه وی.نو هلته معاونت ٬ متانت او زغم ته هېڅ ځای نه وي.
ښوونځۍ مو لا پای ته نه وه رسولې چې سور انقلاب په وچ زور وزېږېده .بیا د ډېر زورور درد او شدت له وجې یی زاره وچاوده ٬خو ځان ورته یی تېره اوزیږه شین او سپین رنګه یو په بل پسې انقلابونه په بې حده زور وهلو واچول.
ټول انقلابیان واجب الحترام او کل اختیاره وه اولا دي. د پیل هغو د جیب او قلفک چپات والګاوو٬وروستنیو بیا په ډاډسونواو لنډکروزرو په قام شمشمې کولې
وایی زور بالایی زور ده .څنګه چې به زوره ورو  زر او ځواک په یوه هوللا ترګوتوکړی وه٬هماغسې په هوللا یی پرېښوول .
هومره چې د یو شی جوړه ول ګران او ورانه ول سخت کار دی همداسي غلام کېدل تر بادار کېدو هم اسانه دي.
انقلابیانو دتېر وخت خوبونه لیدل٬ امریکایانو یی خوبونه په واقیعت بدل کړل د پرون غلیمان د نن خواږه انډیوالا دي.اوس د لوکسو موټرو سربېره عصري بنګلو٬بلډنګواو مېلمستونو یی پرېماني ده.
روغ لېونې به اوس په ځان کې شرمېږي چې پخپل بایسکېل ګي یی شمشمې کولې اتلان د ملت په شتمنیو پر ملت شمشمې کوي د لوکسو موټرو د چټک سرعت په دوړو کې یی نغاړي٬په نرمه غیږ کې یی بوټان پرې مالش کوي د خوار زواکیو او سپور خورو تر مخ کباب٬قورمې٬پلو او د مېوو پاتې شوني ډېرانو ته غوځوي.
 
محمدنقيب     
          بلجيم      20-2-2011