
په اروپا کې استوګن افغانان په نظر کې لري چې اروپا ته د افغانستان د ملي تلويزيون د خپرونو د راغزېدلو او د دې تلويزيون د خپرونو د څلرويشت ساعته کېدو په وياړ يوه غونډه جوړه کړي . په دې غونډه کې به د هېواد يو شمېر ژورناليستان ، ليکوال او مينه وال ګډون وکړي . دغه راز به د افغانستان د ملي راديو تلويزيون لوی رييس ښاغلی واحد نظري هم په دې غونډه کې برخه واخلي . په دغه غونډه کې به د ملي تلويزيون د خپرونو په اړه د نظر د خاوندانو نظرونه ، انتقادونه او وړانديزونه هم ، د خپرونو د لا ښه کېدلو او پياوړي کېدلو لپاره وړاندې شي او چارواکيو ته به ورسول شي . وخت : د 2008 کال د فبرورۍ 15 د جمعې د مازيګر درې بجې پته : EVENT PALAST Max – Planck Str. 9a 50354 Hürth