دکابل واکدارانو سترګی پټی مړۍ غوټی مګر دملی پاڅون له ویری هضم ورته ګران شو (دوهمه او درېيمه برخه)




م . بیابانی
۶/۰۳ /۲۰۱۱
 
 
 
                              دکابل واکدارانو سترګی پټی مړۍ غوټی  
                   مګردملی پاڅون له ویری هضم ورته ګران شو
                                             ( دوهمه برخه )
 
په ۲۴ دسنبلی ۱۳۷۱ هجری کال څو ښځی چه د کریم خلیلی او محقق چه د (قصابانو) په نوم سره دکابل اومزار شریف ښارونو کی شهرت لری له زندان څخه راتښتیدلی وی دکابل په باغ بالاکی دونولاندی ویل چه موږ دحزب وحدت له زندان څخه راتښتیدلی یوجامی یی هم ډیری په بد حال وی ویل چه په سلها وو نوری ښځی دهغوی په زندان کی دی چه اکثره یی ځوانی او بارداره شویدی  په ډیر بد حالت لری  .
دنوموړی ډلی یو مشر یی اوس دکرزی دوهم مرستیال دۍ ا وبل قصاب محقق یی په ولسی جرګه کی دۍ چه په تیره دوره کی هم په ولسی جرګه کی دکومی څانګی مشروه کومه ورځ یی اخبارپه پښتو ژبه ورکړۍ وه نوراخبار یی بیرته ورکړۍ وه ورته یی ویلی وه    که بره بری مه یک اخبارفارسی بیر مه پشتو نه موفا مم         دا ښاغلۍ له خپلو تیروکړنو  عبرت ندۍ اخیستۍ  په ولسی جرګه کی یی ډلی ټپلی جوړی کړیدی هغه اسنادیی موجوددی چه په خپله ا مضا اومهر سره یی دوژلو امرونه صادرکړی په راتلونکی کی به  په ډ اګه شی .
کریم خلیلی  دکرزی دوهم مرستیال دۍ اود  سی  ای  ای  یعنی دامریکی استخباراتی اداری ته کارکوی هغه  کس ته چه  پخواخلیلی کارکاوه اوس یی کتاب لیکلۍ دۍ (ګری شرون) نومیږ ی نوموړی په خپل کتاب کی ډیر مسا یل په ډاګه کړی چه یو یی د احمدشاه مسعود او بل هم کریم خلیلی څخه پرده پورته کړیدۍ .نن ورځ خلیلی دامریکی جاسوس شویدۍ له ټولو جنایاتو څخه ځان دسپین چرګ په شان پاک ګڼی يعنی  ( کور خود بینای مردم دۍ ) بله یی هم اغلی سیما ثمرچه پرون دخلیلی اومحقق ښۍ مټه او دبشر دحقوقو تر پښو لاندی کونکی مګر نن دخلیلی او محقق له برکته دبشر دحقوقو مدافع شویدۍ اما هغه دتیر وخت فلمونه یی چه ټولی انترنتی پا ڼی او دکابل اوولا یا تو دکانونه  پری ډک دی  څرنګه کوی .
په اتیایمه لسیزه کی زموږ هیوادد پخوانی شوروی دلوبی ډګر ګرځیدلۍ وه دادۍ اوس له   ۲۰۰۱ کال څخه راپدی خوادغرب په خاصه توګه دامریکی دلوبی ډګر ګرځیدلۍ دۍ چه زموږ خپلواکی په بلواکی بدله شویدۍ او په کابل کی یی داسی یوه اداره رامنځ ته کړیده چه تر دوو غوږو  په جنایاتو  فساد  وژنه  قاچاق  کی ډوب دی لکه چه دامریک پخوانی دفاع وزیر رامسفلډ دامریکی پخوانی خارجه وزیرکولن پاول ته ویلی وه چه هیره دی نشی چه دتروریزم تړاو له مخدره توکیو سره چه سبب دی ناراحتی زموږ ددوستانو (دشمال جګړه ماران له ځانه ناراضه نکړوچه دمخدره موادو سره دمبارزی په خاطرامریکایان د ځان لپاره یوه نوی جګړه پرانیزی   
چه پدی لړ کی  ډبل عبدالله  قانونی  فهیم  عطا  خلیلی او  دوستم (ګلم جم ) په ګوته کړی .
نړۍ  نن ورځ افغانستان دامریک تر اشغال لاندی ګوری مګرافغانستان دمخدره توکیو لوی تولیدونکۍهیواددۍ
چه دامریکی اتحاد علاوه له جنایتکارانو دمخدره موادوله مافیاسره هم دۍ ددی څخه علاوه دافغانستان دتجزیی لپاره یی هم احمد ضیا مسعود ګمارلۍ دۍ .
کرزی ډیر نا وخته دامنیت پخوانۍ مشر امرالله صالح له دندی ګوښه کړنوموړی جاسوسی  په هیواد کی مود وګرځوله هغه ډیر وڅت دبهرنیانو لپاره کار وکړچه عملا یی مډال ترلاسه کړچه اوس له پخوا څخه هم ګړندۍ شویدۍ اوداسی ښکاری چه اوس دسیاست ډګرته ودانګی او پدی ورځوکی داتمر سره یوځای دامریکی ددایمی   فوځی اډی هم غواړی او س لدی څخه څرګندیږی چه دامریکی دفوځی اډوغو ښتونکی اکثره جاسوسان او جنګی جنایتکاران دی .
کرزۍ په هیواد کی دجنا یتکارانوڅخه بغیر څوک نه وینی اونه یی وخت ورسره تیریږی که کار پوهان مسلکی اشخاص دکار میدان ته را شی بیا څرګنده خبره ده چه دکرزی  اوپری راټولی مافی ګټی دخطر سره مخامخ کیږی چه دا کرزۍ او ډله یی نه منی نورځکه خویی د پنجشیر اونور پیژ ندل شوی جنایتکاران پرځان راټول کړیدی چه پایلی یی هم یو په بل پسی وینی او له ارګ څخه یی بهر څوک خبره هم نه منی .
دکابل داداری جنایتکارانوجمع په نوم سره مجاهدینو چه داکسان په وخت کی هم مجاهدین نه وه غله  قاتلان او جاسوسان  اووطن فروشان وه نن ورځ دکابل ښار کی  (۲۶۰۰ ) بلند منزله جوړکړیدی داکسان له یوه  کلا شنکوف سره کابل ته راغلی وه نن دا بلند منزله له کومه راغلل ددی پو ښتنی ځواب څوک ویلای شی ؟
دکرزی اطرافیانودنوردولتی اوغیر دولتی کارونوتر خوا دبیا ودانولو پروژی هم دوروڼو اونورونږدی خپلوانو په وسیله په خپل واک کی اخیستی دی .  
  دکابل اداری دډیری مودی څخه  دوالی  دولایت امنیه قوماندانی دولسوال دولسوالۍ امنیه قوما ندانی اوقضا څوکۍ په داوطلبی سره بی لدی چه تعلیم په نظرګی ونیول شی کسانو ته ورکول کیدی چه  خورد ظابطان موجود والیان دی  اوساتنمنان  جنرالان شوی او اوس قوماندانان دامنیی دی  چه ددی څوکیو سرقلفی هم اوس لوړه شویدۍ دولسوالیو له (۱۵۰) زره ډالرو  ټر(۵۰۰) زره ډالرو اودولایت له (۵۰۰) زره څخه تر یو میلون
پوری رسیدلی دۍ   مګرد مر بوطه چارواکو عاید هم کم ندۍ دمثال په تو ګه دکنړ ولایت دیوی شپی دلرګیو عاید  دوه میلونه دۍ چه دوالی  قوماندان امنیه او دامنیت امر ترمنځ ویشل کیږی .
نیویارک ټایمزلیکی چه امریکه پدی هڅه کی ده چه پاکستان هم دافغانستان په شان بی له قید اوشرطه دامریکی تابع وی اود پاکستان دولس دارمانونوپرواونلری خپلی دروازی دافغانستان له لوری جګړو ته پرانستلی وساتی که داسی ونشی نور دسیاسی  اقتصادی فشارو څخه علاوه اوردو به یی ضعیفه کړی چه په اسانی سره با لکان ورڅخه جوړکړی .
دپاکستان ریس جمهور اصف علی زرداری که په نړۍ واله کچه د(۱۰٪)په نوم شهرت لری اویا یی وزیر داخله رحمان ملک سوره اخلاص( قل هوالله احد) تلاوت نشس کولۍ مګر په تیرودری لسیزوکی یی افغانستان دجګړی ډګرګرځولۍ دۍ بلکه عایداتی منبع یی هم دۍ خپل استقلال اوملی ګټوته وفاداردی اما دافغانستان      اوسنیوواکدارانو ته تر اسلامی ارزښتونوملی ګټوملی وحدت اواستقلال  څخه شخصی ګټی ارزش لری چه دایی په عمل کی ملت ته امتحان ور کړیدۍ.
دامریکایانوپه افغانستن کی وینی وبهیدی پیسی یی ولګیدی اقتصاد یی ګوډ اومات وه نورهم د ویجاړیدو په لورچټک شویدۍ د فعلا لپاره کومی لاس ته راوړنی نلری لکه په پښتوکی متل دۍ(چه هم بوره اوهم بدنامه)
چه ددی عمده عامل دجنګی مجرمینو او مافیایی کړیوقدرت ته رسول اودافغان کارپوهانواومسلکی کسانو مشورو ته بی پروایی  ښودل وه او اور یی بل کړ چه ددی اور لګیدو پړه هم نن پر افغانانو اچوی  .
دامریکی د څارګری ادا ری (C I A ) کارکونکی په نوم د  ( ګری شرون) چه (۳۵)کاله یی دافغانستان سره سروکاردرلوده پدی وختو کی دافغانستان په هکله کتاب لیکلۍ دۍ چه دډیرو مسایلوڅخه یی پرده پورته کړیدۍ خپل ایجنټان یی ښودلی دی اوپه وروستی ځل یی د سپتامبرله (۱۱) څخه وروسته دافغانستان دپنجشیرولسوالۍ   ته دیوه (۷)کسیز ټیم په ګډون سفر کړۍ وه چه له (۲۶)دسپتامبر څخه تر (۴) دنوامبره (۲۰۰۱)کال کی یعنی
(۴۰)ورځی افغانستان کی پاته شویدۍ چه پدی وخت کی یی دشمال په ځانګړی توګه د پنجشیر قوماندانانو ته چه له پخوایی ورسره اړیکی درلودی پنځه (۵)میلونه ډالر ورکړیدی چه په دی پیسوکی د  فهیم  عبدالله قانونی   عارف  اوعطا  نومونه ښودلی دی مګر ځینی نوری سرچینی داسی وایی چه یادشویو کسانو ډبل رول
رول لو باوه یعنی اصلی جلب یی دماسکو په لاس کی و لکه دپخوانی شوروی مشر  ګوربا چوف  په  پنځلسم د فبروری (۲۰۱۰) میلادی کال له  بی بی سی راډیو سره په یوه مرکه کی ویلی وه چه  احمدشاه مسعودزموږ  کس وه اوزموږ لپاره یی کار کاوه اودسالنګ لا ره یی زموږپرمخ پرانستلی ساتله . زما په نظردا ترټولو معتبر او دباور وړ سند دۍ  چه ګور با چوف موجوده وخت په جرمنی کی استوګنه لری .
دکابل داداری په هکله  امریکایی منابع وایی چه د(۹۰۰) کسانو په شا وخوا کی افغان لوړ پوړو چارواکو ته موږ معاش ورکو.
 ایرانیان هم وایی چه دکابل اداری وزیرانوته  ځینی معینانو اودولسی جرګی وکیلانو ته موږ معاش ورکووچه پدی اړه دکرزی ددفتر مشر ښاغلی داود زی دایران په اړه ورته څرګندونی کړی وی .   
                                        
  ( درېيمه وروستۍ برخه)

میوند بیابانی
۰۸/۰۳/۲۰۱۱    
                
 دامریکا وګړی کله چه له خپلو مشرانوڅخه دجګړی غوښتونکی تصمیمونه وینی امید دصلح درا منځ ته کیدو نه وینی بلکه دجګړی په ډ ګرکی کامیابی خو پریږده بلکه راتلونکی یی هم روښا نه نه وینی .
ما یکل مورا امریکا یی لیکوال دفلمونو رجسور چه له نړیوال شهرت څخه برخمن دۍ دامریکی د تیرولسمشر بوش د جګړه ایز سیاست په ضد یی مبارزه پیل کړی وه کله چه بارک اوباما دچنج  په نوم سره دجمهوری ریاست دچوکۍ لپاره مبارزه پیل کړه داوباما پلوۍ شوډیری هلی ځلی یی ورته وکړی کله چه اوباما بریالۍ شو   دبوش د جګړه ایزسیاست ریکارد یی مات کړنورمایکل مورا اوباما ته یوپرانستلۍ لیک واستاوه چه دافغانستان       دجګړی په برخه کی یی ورته لیکلی وه چه زموږ عسکرافغانستان کی دچا څخه دفاع کوی دکرزی دبی کفایته  حکومته څخه چه وروریی ددنیا له مشهورو دمخدره  توکیو کاروباری دۍ.                                      
 دامریکی ولسمشربارک اوباما کله چه واګی پلاس کی واخیستی دامریکی فوځیانو شمیر افغانستان کی د(۳۵) زره شاوخواکی وه مګر اوباما پخپله (۲۰۰۹) کال وینا چه سازمان ملل کی یی کړی وه ویلی یی وه چه په راتلونکی پنځوکالو کی به دامریکی دفوځ شمیر افغانستان کی(۱۵۰) زروته ته ورسیږی اویا هم که دامریکی
نورو چارواکو څرګندونو ته نظروکړو لکه میرمن کلنټن دامریکا دبهرنیو چارو وزیره وایی چه طالبان نشی کولای زموږوخت ضایع کړی یا هم شکست راکړی په بل ځای کی میرمن کلنټن وایی په افغانستان کی ددایمی اډو غوښتونکی نه یو اود امریکی سفیر په کابل کی کارل ایکن بیری وایی که چیری افغانان له موږ دویری احساس کوی هغوی  به دایمی اډی افغانستان کی جوړی نکړی همدارنګه یی ویلی که حکومت اوملت له موږ وغواړی د او ږدی مودی لپاره په افغانستان کی پاته شو څرګنده ده چه ددی غوښتنی په اساس بعضی فوځی اډی  به جوړی کړو اما دایمی نه . ایکن بیری دامریکی لخوا دافغانانو لپاره مشر ټاکلۍدۍ اودفوځی چارولپاره یی اوسنی حالت کی جنرال پیتروس دۍ افغانی کړۍ سمبولی بڼه لری اوپه لوټمارۍ لګیادی همدا ډول یی دعراق دا شغال په لمړی سرکی دامریکی لخوا مشر ولوویڅ  ټاکلۍ شوی وه  .
که دامریکی د سیاستوالو څرګندونو ته پام وکړو ددوی په مینځ کی دنظر یوالۍ نشته اودمبالغی څخه هم کاراخلی ځکه که طالبان قدرت نه وای نوردوی مخامخ خبرو ته نه ورسره کښیناستل ځکه پرون یی ورته تروریست ویل یا هم داسلامیست کلمی کارولی داهم له امکان څخه لری ندۍ چه داډو مسله دخپلو ګمارلو سره مخکی یوی خواته کړی وی  اوس یی دمطبوعاتو اود افغانانو دذهنیت دمعلومولو لپاره را مخته کړی وی  او دپخوا په شان به یوه نمایشی لویه جرګه رامنځ ته کړی  نور اروپایی هیوادونه دامریکی سره دافغانستان پرسر اختلاف لری مثال دروهی انتر نت پانه کی دفرانسی دسوسیالست ګوند  راتلونکی  (۲۰۱۲) ولسمشری ته کاندید   ارنومونتبو رګ  دروان کال فبروری په میاشت کی ویلی وه چه نه پوهیږ ولی دفرانسی اردو دافغانستان په جګړه کی چه په فرانسویانو پوری اړه نلری  او له همدااوسه یی دشکست خطر موجوددۍ ورداخل شویدی  .
اویاهم دامریکایی خبریال اوڅیړونکی   کریس هیډ جیز  دپولتیرز جایزی ګټونکۍ دنیویارک ټایمز پخوانی خبریال دنوروعواملو تر څنګ یی دامریکیاقتصادی حالت ډیر ناوړه په ګوته کړیدۍ ویلی یی دی چه امریکه دنسکوریدو په درشل کی دۍ  .
دکابل واکدارانو سترګی پټی اومړۍ غوټی دی نورباید سترګی لوڅی کی اوشاوخوا یی وغړوی چه دغوټو مړیو وخت تیرشویدۍدتونس شړل شوی مشر چه ورځ یی راورسیده دتیښتی ځای یی نه درلود ه اودغلا پیسی یی چه په غرب کی ساتلی وی یوه هیواد هم ورنکړی زړه یی و چاودیده مړشو داهم معلومه ندۍ چه دنوموړی دارایی به تونس ته به بیرته وسبارل شی اوکه نه .  
حسنی مبارک دمصر شړل شوۍ مشر چه په منځنی ختیځ کی دامریکی او اسرایلو نږدی  پلوۍ اوفلسطینی مظلوم ولس یی داسرایلودګتو په خاطردانسانی ناورین سره مخامخ کړۍوه کله چه دمصر ملت راو پاڅیده نور لمړۍ ورته امریکی وویل چه واک پریږده دتیښتی ځای یی هم نه درلوده اودغلا داتل افتخاریی هم وګاټه اوس
دویری څخه خپل ځای هم نشی شودلای ځکه چه دامریکی او اسرایلو په امریی ډیر مسلما نان په مصرکی  شهیدان کړی دایران پخوانی پاچا رضاشاه  چه دامریکی خاص مزدور وه د  شل میلیارد ه څخه زیات ډالر له ایران څخه غلا کړی وه ترنن ورځی پوری امریکی بند کړی چه نه یی کورنۍ اونه هم دایران اوسنی حکومت ته  ورکوی  .
 دافغان داړه مارانو دورته دسر نوشت  ورځی هم لری ندی ملت یوازی دهوا لږ ګرمیدو ته سترګی په لاره دی دا دغیب خزانی چه تاسی پیداکړی دی ژر به بیت المال ته وسپارل شی اوکه دا فکرکوۍ چه امریکا به تاسی وساتی دا له حقیقت څخه   لری دۍ دمصرله شړل شوی مشرڅخه پند واخلۍ نور هغه خوبونه مه وینۍ چه تاسی هری در وازی ته ولا ړ وۍ اودملت پرسر موسودا ګانی یا هم ربانی صاحب پدی ورځو کی ځینی څرګندونی کړیدی چه که سوله را منځ ته نشی نو امکان لری چه بیا کورنۍ جګړه رامنځ ته شی  په لمړی سر کی دا باید په پرانستی توګه ووایمه چه ربانی صاحب د افغانانو او افغان لیکوالانوله لوری دکړنو له مخی یی دبهتان الدین  بحران الدین   دغلا اتل چه طیاری  په بډه وهلۍ شی شهرت موندلۍ دۍ  نورافغانانو ته فریب نشی ورکولۍ او نه دجګړی زمری یاستۍ کله چه طالبان کابل ته را نږدی شول له ویری پکولونه موهم پاتی وه چه دکابل ښاریانو بیا پکولونه را اخیستل ور ته لیکل یی که پکول ( ....)کرد اوحرص یی هم ورځ تربلی ورځی زیاتیږی چه حرص دانسان خطرناک دښمن کولۍ شی چه انسان ددوذخ کندی ته ورګذارکړی .
دکابل واکداران دملت  په خلاف کوم شی څخه چه ملت نفرت لری هغه کوی لکه دعبدالرشید  دوستم  ګلم جم چه ملت دملیشه نوم سره حساسیت لری او هغه تیری ترخی خاطری بیا را ژوندۍ کړی چه داځل یی په نوم داربکی جوړی کړیدی چه دشمال ټلوالی خپل پاته کسان پدی نوم سره په وسله سمبال کړیدی چه دهیواد له ګوټ ګوټ څخه دخلکو شکایتونه ددی پرځای چه مر بوطه  مسولینوته شکا یت وکړی دنه اوریدو له امله رسنیو ته خبر ورکوی مګر افغانانو ستاسی اصلی څیری پیږندلی دی  په هره منطقه کی به اوسیدونکی تاسی دخپلوکړنو له امله په سزارسوی .
یرغلګرو ډیری ناخوالی یی زموږ  ملت ته له ځانه سره راوړلی چه یوه کمه وه هغه دمارشال رتبه دۍ چه زه پدی ورستیو کلونو کی نوروهیوادوکی  دمارشال نوم نه اورمه  یوازی زموږ لرغونۍهیواد مارشال لری چه پدی هکله زموږ دهیواد لیکوالانو چه فوځی زده کړی اویا معلومات ولری چه د ملی اردو ترفیع ګانی او مارشالی څرنګه شخص ته ورکول کیږی څه ندی لیکلی.
دامنیتی کمپنیو تړل یوی خواته نشوځکه چه امنیتی کمپنۍ په بی امنیتی کی لوی لا س لری لکه دسړک دغاړی مین ګذاری  غلا  وژنه  قا چاق  او نوروجنایاتو کی  ډوبدی هر کار چه کوی بیا وایی چه طالبا نو کړی  مګرطالبانو په واروار پړه پر یرغلګرو  او امنیتی ادارو وراچولی دۍ چه څپله کرزۍ دا تایدوی چه امنیتی کمپنۍ په بی  امنیتی کی ښکیل دی  .
دکرذی په اداره کی ترنن ورځی پوری يو لوړ پوړۍ چارواکۍ محاکمه نشوپه فساد ککړ کسان چه په میلونونو ډ الریی تښتول دی نن ورځ  په  بریتانیا   جرمنی  امریکا او نورو هیوادو کی چکری وهی دکابل چارواکی دغټو غټو مړیو لپاره راویښیږی چه پدی هکله امریکایی منابعو هم څرګندونی کړی چه دافغانستا ن څارنوالان اوقضایی اداری شکایت لری چه دلوړ پوړو چار واکو ددوسیو دڅیړلو مخنیوۍ ددولت لوړ پوړی چارواکی کوی  لکه  صدیق چکری  چه دجمعیت غړۍ او دربانی  زوم دۍ  په لندن کی اوسیږی   او یا هم  امین فرهنګ  چه ویل کیږی د مړه ظا هرشه له خپلوانو څخه دۍ اود هغه له نوم څخه ګټه پورته کوی په جرمنی  کی استوګن دۍ .   دا به په ځای وی که ووایو چه دکابل اداره د چوریا  د شکڼکی اداری په نوم سره یاده شی .
کرزی دملی اوکاری حکومتو پرځای  یوازی دجنایتکا رانو اوما فیایی کړیو سره حکومتونه جوړکړیدی کومی
څیری چه دکرزی له لمړۍ ورځی څخه په حکومت کی برخه درلوده ترنن ورځی پوری پرخه لری  یوازی دومره توپیر لیدل کیږی چه له یوه وزارت څخه بل وزارت ته بدیلیږی  په ډیرو مواردو کی یی قانون او قضا د جنکی مجرمینو او مافیایی کړیو دګټو قربانی کړیدۍ .
اوس مو سترګی پټی اومړۍ غوټی دی دامو هم له ځان سره حساب کړۍ چه سبا ورځ هم راتلونکی دۍ هضم به یی کړۍ او که دګیډ په بیماری به اخته شۍ  .
د پرمختللی او با امنه  افغانستان په هیله .
          
                                  په درناوی
 
 
اخځونه :  مختلفی انترنتی پانی