
دپاکستان او امریکا وژونکې دوستي
پروس رېډل دامریکايي استخباراتو پخوانی مامور دی له 2001 ز راهسې ېې په سوېلې اسیا کې پېښې او پرمختګونه له نږدې څارلې دي .( المجلة ) له نوموړي سره په 2015 ز کې دافغانستان دبرخلیک په اړه مرکه کړېده همدارنګه نوموړي په پاکستان کې دنظامي کودتا خبره هم رابر سېره کړې ده او دالقاعدې په اړه ېې دا وړاندوېنه هم کړې ده ،چې کېدای شي دیواستخباراتي ډلې په بڼه راڅرګنده شي .
پروس رېډل دامریکايي استخباراتو پخوانی مامور اوسمهال په بروګینګر انسټېټوټ کې دمنځني ختیځ دچارو دکارپوه په توګه کار کوي دیادونې ده ،چې نوموړی دمنځني ختیځ ا وسویلي اسیا لپاره ددرېو امریکايي ولسمشرانو سلاکار و . په 2009 ز کې دهغه کمېسون مشر و ،چې دافغانسان او پاکستان لپاره ېې دولسمشر باراک اوباما ستراتیژي له سره ارزوله . پروس په 2008 ز کې د ( دالقاعدې لټه ، مشران ، ایډلوژي او ګانده ) په نوم کتاب هم کښلې دی نوموړي په خپل وروستي کتاب ،چې په 2010 ز کې ېې د( وژونکې دوستي ) په نوم کښلې دی دپاکستان او امریکا د ترینګلو اړیکو ، له نړیوالو جهادي ډلو سره دپاکستان داړېکو په اړه غږېدلې دی .
رېډل په واشنګټن کې له ( المجلة ) سره مرکه کړې ده او دسېمې اړوند هر ډولو پوښتنو په اړه بې پردې غږېدلې دی پردې سربېره هغو احتمالاتو ته هم تم شوې دی ،چې په 2015 ز کې به افغانستان ورسره مخ شي دپاکستان ګانده ( راتلونکې ) به څه وي ؟ دا رنګه نوموړی دالقاعدې په اړه وايي : القاعده غواړي ،چې ډېر څه زده کړي او په یمن کې دمتحده ایالاتو پښه په درېیمه جګړه کې هم راښکیل کړي په لنډه توګه دسویلي اسیا ګانده دپروس رېډل له انده پیچلې او له ګواښه ډک برېښي ځکه دا ځل به دا سېمه له ستونزو او مرګونو سره لاس وګریوان شي .
المجلة : ښاغلی رېډل تاسې په 2009 ز کې دهغې کمیسون مشر وې ،چې افغانستان لپاره مو دباراک اوباما ستراتیژي ارزوله ، دا ارزونه به روانه وي هغه کوم معیارونه دي ،چې تاسې به ېې ددې ستراتیژي په ارزونه کې کاروې او دا ستراتیژي څومره دبریا تر درشل رسېدلې ده ؟
ځواب : دبریا دمعیارونو په اړه خو خبره رڼه ده او دا دافغان ملي اردو او پولیسو وړتیا او څومره والې دی پردې سربېره پنټاګون داسې خبرونه هم خپاره کړې دي ،چې په تېرو دریو میاشتو کې دطالبانو دمنځنۍ کچې 300 تنه مشران یا وژل شوې او یا نیول شوې دي . دا به دطالبانو لپاره څه مانا لري ؟ ایا هغوي به دا احساس کړي ،چې فشار پرې ډېر شوې دی ،چې پخوا داسې نه وه زما له انده هغوي به دراتلونکې پسرلي پورې په دې اړه بحث کوي .
المجلة : که سپېنه ېې ووایو ، په 2015 ز کې دافغانستان لپاره کومه سیناریو د وړاندوېنې وړ هغه بللې شي ؟
ځواب : ښه پاېله خو به داوي ،چې افغانستان په یوازې ځان له طالبانو سره چلند وکړي او افغانستان دومره پیاوړی شي ، چې دطالبانو پر وړاندې مات نشي او له بهرنیو ځواکونو پرته طالبان را اېسار کړي دا مهال به هم دېته اړتیا وي ،چې افغانستان له بهره مالي مرستې تر لاسه کړي او استخباراتي ملاتړ ته به هم اړ وي او کېدای شي کله ناکله دنظامي چارو بهرنیو کارپوهانو ته هم اړ شي . دا مهال به وتوانیږي ،چې له طالبانو او یا دطالبانو له پاتې شونو سره او ان خپله پښتونو سرکښو سره چلند وکړي .
المجلة : له بل اړخه ، که چیرې په پنځو راتلونکو کلونو وضعیت نور هم ترینګلې شي ستاسې له انده بده سیناریو به کومه یوه وي ؟
ځواب : کورنۍ جګړې ، زه باور لرم ،چې دا له اندازې زیات له ګواښه ډک کار دی ، رښتیا اوس موږ ګورو ،چې تاجکان او ازبکان لګیا دي دځان لپاره بیړني پلانونه جوړوي ، ځانونه پر وسلو سمبالوي ، دا به کټ مټ داسې جګړه وي ،چې دشلمې پیړۍ په نویمونو کلونو کې رامنځته شوه دا لږه کي له طالبانوسره خبرو اترو ته له دې زواېې ګوري ،چې دا به زموږ دګټو پر حساب وي ، زما له انده دا دوی لنډ پاري په ګوته کوي ، خو دا اوس یو حقیقت دی او په سترګو لیدل کیږي ،چې دوی اندېښمن دي او ډاریږي ، اوس په ګرده سېمه کې ټولې خواوې دا لېوالتیا لري ،چې دچل او دسېسې دنظرېې پر مټ دناوړه احتمال په اړه سوچ کوي .
اوس ،چې خلک له پښتنو او طالبانو سره دخبرو اترو پروسه ګوري ،چې په کابل کې به سیاسي نظام بدل کاندي نو تاجکان داسې انګیري ،چې دا د دوی لپاره ګواښ دی د تاجکان دې اوسني نظام ته په ښه ډېره ښه سترګه ګوري . دالومړی ځل دی ،چې پښتانه دلومړي ځل لپاره پر ټول هېواد خپل کنترول نه لري .
المجلة : تاسې ولې دا ټینګار کوې ،چې دسولې دخبرو اترو په اړه یوازې خبرې کیږي ؟
ځواب : ډېره ښه ، دوروستیو څرګندونو په اړه که موږ چیرې دافغانستان او پاکستان لپاره دباراک اوباما دځانګړې استازي ریچارډ هولبروک ( دا مرکه دهولبروک له مړینې وړاندې د2010 ډېسمبر پر 13 مه نېټه شوې ده ) څرګندونو ته تم شو نوموړی وايي : په دې برخه کې ،چې څه رامنځته شوې دي ډېر کمزوري دي ، دا ویلای شم په دې پړاو کې دسولې په اړه هسې اوازې دي په حقیقت کې هیڅ نشته ، دهغه پاکستاني چلباز کېسه ، چې برتانوي څارګر ېې تېر اېستلې و او ځان ېې دطالبانو کوم مشر وروپيژندلې و دا ډول پېښه د رښتینو خبروکچه راپيژندلای شي ،چې څومره کمزورې دي .
المجلة : ایا تاسې دا منې ،چې له طالبانو سره خبرې اترې وروستې وسیله او یوه اړتیاده ؟ دزور له کارونې پرته سیاسي جوړجاړي ته کومه اړتیا شته او کنه ؟
ځواب : زما له انده فکر نه کوم ،چې اړتیا به وي ، ډیری کورنۍ جګړې دیو اړخ پر بریا پای ته رسیږي ، نه دخبرو له لارې ، دیو څو لاملونو دپیژندلو اړتیا شته ایا طالبان له سیاسي پروسې سره لېوالتیا لري او کنه ؟ موږ به دکرزي حکومت په دې برخه کې وهڅوو ، که چیرې دا ثابته شوه ،چې دطالب مشرانو یو شمېر منځلاري غواړي سیاسي ډګر ته راننوځي دا به ډېر ښه کار وي ، خو زه خپله په دې برخه کې شک لرم داسې کوم منځلاري نه ګورم ، خو دا ددې لامل نشي کېدای ، چې موږ دا تجربه کړو او وپوهېږو ،چې داسې څه شته او کنه .
المجلة : تاسې وړاندې دا ټېنګار کاوه ،چې دپاکستان په دریځ کې باېد بدلون رامنځته شي او له افغان طالبانو سره خپلې بهرنۍ مرستې ودروي باور کوې ،چې بدلون به رامنځته شي اوس خو له افغانستانه دوتلو نېټه رانږدې شوې ده ؟
ځواب : دا بدلون به هغه مهال رامنځته شي ، چې دپاکستاني پوځ مغز پردې خلاص شي ،چې امریکا له افغانستان نه وځي ، خو له بده مرغه ،چې دا بدلون به د 2011 ز ترنېمايي پورې رامنځته نشي زه باور لرم ، چې امریکا اوس دوتلو د مهالویش په اړه خپل دریځ بدل کړې دی . موږ دلیزبون په غونډه کې ولېدل ،چې دوتلو نوې نېټه 2014 ز وټاکل شو نه د 2011 ز جولای لکه څرنګه ،چې وړاندې ټاکل شوې وه ، خو دا به یو څه وخت ونیسي ،چې دا سرتیري په سېمه کې خپاره شي .
دا څرګنده ده ،چې پاکستان به دافغانستان په پېښو کې رول ولوبوي ، خو دا باوري نه ده ،چې اسلام اباد به خپلې موخې ته ورسیږي او هغه دا چې افغانستان ېې تابع هېواد شي او نه به ناټو او هند دا اجازه ورکړي ،چې داسې پېښ شي .په راتلونکو څو کلونو کې به پاکستان په افغانستان کې دخپلو ګټو او غوښتونو څرنګوالې ( ماهیت ) له سره وارزوي ځکه اوس هم په اسلام اباد کې دا اټکلونه لاندې باندې کیږي ،چې امریکایان به د 2011 په اګست کې له افغانستانه وځي ، خو کله ،چې پاکستان ولیدل موږ نه وځو دا مهال به ارزونه پېل او خپل دریځ بدل کاندي .
المجلة : په دې وروستیو کې ISI دعامه اړېکو پروګرام پېل کړ یو شمېر بهرني خبریالان ، چارواکي او شنونکي ېې راوبلل ،چې په پاکستان کې د ISI له مرکزي دفتر څخه لیدنه وکړي ددې پروګرام موخه څه کېدای شي ؟
ځواب :
ځواب : کولای شې له جنرال پاشا نه وپوښتې . زما له انده ISI یوه ستونزه لري او هغه ددې دحیثیت او نوم هغه ده، دعامه اړېکو په برخه کې ډېرې موسسې دحیثیت پر ستونزه حساب کوي فکر نه کوم ،چې دا پروګرام دې دومره ګټور وي .
دا ISI ستونزه نه ده پوځ هم ورسره شرېک دی . ISI خو دپوځ یوه وسیله ده دواړه پردې پوهیږي ،چې امریکایان دوی ته منافقان او دوومخو په سترګه ګوري . دواړه هڅه کوي ،چې زموږ پام دېته راواړوي ،چې موږ ، خو له مجاهدېنو سره په جګړه کې ښکېل یو او دخپلو تر سره شوو کړنو په اړه غواړي ،چې ډېر باور پرې وشي او دا ېې حق دی ځکه لګیا دي هڅه کوي .
خو ستونزه داده ،چې تاسې له تېر ( ماضي ) څخه نشې تښتېدای دوی اوس هم له افغان طالبانو ، لشکر طیبة سره اړېکې لري ددې پیچلواړېکو رښتیني بڼه داده ،چې دوی دیو شمېر مجاهدینو سره په جګړه دي او له نورو سره بیا لار لري له ګردې نړۍ سره دعامه اړېکو داپروګرام به هیڅ بدل نه کاندي .
المجله : ستاسې کتاب ( وژونکې دوستي ) دامریکا – پاکستان داړېکو په اړه له ګواښه ډک انځور وړاندې کوي ولې دومره ظالمانه پرتله ؟
ځواب : دا دواړو خواوو لپاره وژونکې دوستي ده له یوه اړخه متحده ایالات له القاعدې سره مخ ده له بل پلوه پاکستان دفرانکشتاین له سیوري سره لاس وګریوان دی دا خلک ېې رامنځته کړل خو اوس مهارولې نشي . هڅه شوې ده ،چې دا کتاب دامریکااو پاکستان دوه اړخیزه اړېکې وڅیړي هغه هم په دې چوکاټ کې ،چې په دې وروستیو پنځلسو کلونو کې د نړیوال جهاد موضوع ډېره توده شوې ده . په کتاب کې هڅه شوې ده ،چې هغه لاملونه په ګوته کړي ،چې امریکا ولې په پاکستان کې د ډیموکراسۍ دپلې کولوپه برخه کې دیو شرېک په توګه کمزوری شو ېده ، موږ دپاکستان ټول ډیکتاتور پوځي چارواکي منلي او نازولې دي خو پاېله ېې داشوه ،چې په پاکستان کې مدني ټولنه کمزوری او کاواکه شوه . موږ له پاکستان سره دنظامي او ملکي اړېکو ترمنځ انډول ونه ساته دواړو ګوندونو – جمهوري غوښتونکو او ډیموکراتانو – په یوه خوله له پوځي مشرتابه ملاتړ کاوه .
المجله : یوه لسیزه کیږي ،چې تاسې القاعده له نږدې څارله ایا القاعدې خپله ستراتیژي بدله کړېده او له 2001 ز راوروسته ېې خپل عملیاتي وړتیاوې هم بدلې کړې دي که څنګه ؟
ځواب : القاعده دا لېوالتیا لري ،چې ډېر څه زده کړي له هر ډول چاپېرېال سره ځان برابر او خپل خوځښت راکم کړي دبېلګې په توګه القاعدې په عراق کې موږ ته وښودله ،چې دا دبهرنیو کدرونو دګومارنې وس لري ځکه دوی ته معلومه شوې وه ،چې په عراق کې سیمه ییزه سني ټولنه دالقاعدې په درد نه خوري ، نن ورځ القاعده دا غوره ګڼي ،چې په پاکستان کې له پاکستاني ادرسونه کار واخلي او دا پاکستاني طالبان دي القاعده پردې هم پوه شوې ده ،چې دترهګرۍ دنوو بڼو عملي کول به ناوړه پاېلې ولري ، خو داددې مانا نه ورکوي ،چې دوی به ېې په ګانده کې نه کاروي ، خو اوس له ډېر احتیاطه کار اخلي دوی ،چې څه په نښه کوي دهغه لپاره به سببونه هم لټوي او له پخوا به ېې په ډېره ښه توګه ترسره کړي .
په پاکستان کې دالقاعدې ستراتیژي دوه لومړیتوبونه لري :
1 – دفاعي : ځکه دوی په پاکستان کې دڅارګرو الوتکو تر سخت فشار لاندې دي ځکه خو دوی بریدونو ته لومړیتوب ورکوي او پردې پوهیږي ،چې دپاکستان حکومت کمزوری او کاواکه دی او په پاکستان کې ددوی ملګري ( طالبان ، لشکر طیبه ، جیش محمد او ... ) به په نږدې راتلونکې کې دا زمینه تر لاسه کړي ،چې په رښتیني بڼه دپاکستان واګۍ په خپل لاس کې ونیسي او کېدای شي دا به د القاعدې له اړخه دلوبې کومه بله بڼه وي .
المجله : که په پاکستان کې کودتا کیږي دالقاعدې رول به څه وي ؟ ایا دا سیناریو به رامنځته شي ؟
ځواب : په پاکستان کې دمجاهدینو لخوا دکودتا اسانه لار داده ،چې د نوښت ېې دپوځ په لاس کې وي او یا دپوځ له منځه یو څوک راپورته شي او دا پخوا هم شوې دي لکه دضیاء الحق درواخله ، خو اوس پوښتنه داده ،چې نن دپاکستان په پوځ کې بل ضیاء شته ؟ او هغه به دومره ځواک ولري ،چې پر کودتا لاس پورې کړي ؟ دا ډېره پیچلۍ پوښتنه ده په دودیزه توګه په پاکستان کې کودتاوې د لوړپوړو پوځیانو په لاس رامنځته کیږي ډیری وخت ېې نوښت دستر درستیز په لاس کې وي ، خو کېدای شي دا دود بدل شي او ټېټ پوړي پوځیان پر کودتا لاس پورې کړي مثلا یو ډګروال دا کار وکړي لکه په نورو هېوادو کې کېدای شي په پاکستان کې هم دا کار وشي ، خو کودتا به ارومرو رامنځته کیږي .
المجله : ستاسې له انده اوسمهال دالقاعدې او لشکر طیبه - په 2008 ز کې ېې دبمبي بریدونه ترسره کړل - ترمنځ اړېکې څرنګه دي ؟
ځواب : دبمبي په پېښو کې تر اوسه دالقاعدې دښکلتیا په اړه څه نه دي ویل شوې د ډیویډ هیډلي اعترافات دا په ډاګه کوي : هغو کسانو ،چې دبمبي بریدونه ترسره کړې دي دوی له القاعدې څخه اغیزمن شوې دي خو غړي ېې نه دي دا ډله ،چې څرنګه له دې چارې راوزګاره شوه دګوپنهاګ پر پلان ېې کار پېل کړ دا مهال نو دوی دالقاعدې په چورلیځ ( محور) کې ګرځيدل دا به له وخته وړاندې وي که چیرې ووایو ، چې القاعدې دبمبي په چاودنو کې لاس نه درلود موږ باید په دې اړه پوره معلومات او لاسوندونه راغونډ کړو دا کټ مټ لکه دپاکستاني استخباراتو په اړه ،چې ویل کیږي ،چې په دې چاودنو کې ېې لاس درلود خو په دې وروستیو کې دپاکستانیو استخباراتو په اړه تورونه مخ په ډېرېدو دي .
المجله : دلشکر طیبه په څیر کوچنۍ ډلې دالقاعدې چمونه کوي او مرستې ورځنې ترلاسه کوي ؟
ځواب : زما له انده اوس دوه پدېدې راڅرګندیږي ، ټولې هغه جهادي ډلې ،چې په پاکستان کې ېې مرکزونه دي ورځ تربلې دبنسټپالنې خوا ته روانې دي ، خو داددې مانا نه ورکوي ،چې دوی خپلو تاریخي موخو ته شا اړوي هندوستان اوس هم دلشکر طیبه په لومړیتوبونو کې راځي دپاکستان طالبان افغانستان ته په تمه دي ، خو په ورته وخت کې دوی دالقاعدې نړیواله ستراتیژي پلې کوي او ان تردې ،چې کله خو ېې دفعالیت یوه برخه هم ګرځي کېدای شي داسراییلو پر ضد لشکر طیبه له القاعدې څخه مرسته تر لاسه کړي که څه هم اسراېېل دلشکر طیبه په دودیزو موخو کې ځای نه لري دا نو نړیوال جهاد دی ،چې دوی ېې دځان پر لور ورمات کړې دي .