د الفت د ميكدې چي څوك ميخور وي
لكه تاك په هر يو رگ كې به يې شور وي
په ځلانده مخ يې ژر دوكه ونه خورېهسي نه لكه ائينه بل مخ يې تور وي
فقط اوس زما د سترګو كعبه نه يېپه لحد كي به مي هم مخ ستا په لور وي ستورو لپې وي رڼا ته يې نيوليد زلفانو په ماښام كي يې شبكور وي
د منگي په څاڅكو لوند سالو كي راغلهپه لمن لكه د غره لاله زار خور وي
د اسمان دشته وړه ورته ښكاريږيچې \"حسن\" د تفكر په نيلي سپور وي
شاعر ډاکتر حسن- رالیږونکی هلال احمد
وروستي