زلمو بيا جهاد شروع کړئ،په اتفاق پرې قسم وکړئ
دټوپک په زورسربيره،اوس جــــــهاد په قلم و کړئ
دقلم نوکــــــه تيره کړئ،خپل قلم مــو زور ورکړئ
زورور يي لـــه توپونو، زورور ېې له ستينګر کړئ
دميدان اتل هغـــــــه دئ،چې قلم ېې ښه چليږي
چې قلم ېې زورور وي،خپل منزل ته ژر رسيږي
په قلم جهاد مشکل دئ،ټوپک نه دئ چې ډزيږي
دقلم پوهه پيداکړئ ،که ازاد ژوند مو خوښيږي
دقيام واورئ ځوانانـــــو،چې قلم درنه هيرنه شي
اوس به توره په قلم کړئ،خپل قسم درنه هير نشي
الحاج الهام الدين قيام
والدورف/جرمني
وروستي