
لیکواله : وږمه فضلي
د میرمن کلتوري ټولنیز بهیر ۳۸ غونډه د شنبې په ورځ د ۱۳۸۹د کب د میاشتې په څوارلسمه نیټه د پوهنې وزارت په
تالار کې د آغلې شکریه خروټې په مشرۍ هیله خروتې او برښنا ساپۍ په ویاندویۍ چې دغونډې میلمه ظهورالدین کمال
د افغان ادبی بهیر منشي وه او د غونډې ګډونوالې وې عزیزه ،آرزو کبیری ،زمزمه
نیازی،سویتامدبر،زرغونه روښان ،نظیفه نیازۍ ، راحله نوری، لیمه نیازۍ ،ویدا حافظ
،هیلۍ ، حسینه ،مرضیه امین ، عادله
حسین ،وړانګه ساپۍ ،پاکیزه نیمګړی،حلیمه هڅه ،مسعوده نیازۍ. نادیه اریوبوال ،سیمین
صدف،هوسۍ وفا، ګلالۍ عمرخیله ، اوږۍ امیل ، تورپیکۍ مهمند وردک ،شهناز بابکر خیل ،
لطیفه لالهانده ، هیلۍ احدي، ګلالۍ..
په دې غونډه کې د لیمې نیازۍ په لیکل شوې مقاله کره کتنه وشوه.
په غونډه کې لیمه نیازۍ خپله مقاله ولوسته راحله نوری وویل ښه
مقاله وه خو که د ښځو په اړه شعرونه پکۍ زیات شی ښایسته به اوسی،آرزو کبیری چې
مقاله یې چې په دری ژبه وه اود ښځې مقام یې د اسلام په رڼا کې څیړلی وو ولوسته
جمیله ساپۍ وویل:مقالۍ سیمیناری شکل درلود او اوږده وه او که لنډه
شی نو دا به په زړه پوری اوسی.
ورپسی مشاعره پیل شوه چۍ سونیتا مدبر، هیلۍ ،تورپیکۍ مهمند وردک،زمزمه
نیازۍ او ویدا حافظ او د میرمن بهیر نوروغړو خپل شعرونه وړندی کړل .
له مشاعرې وروسته د مارچ د اتمې نیټې دنمانځلو په اړه خبرې وشوې.د
مشاعری څخه وروسته وویل شول چې راتلونکې چهارشنبه به ددیني مسایلو په اړه د میرمن
بهیر دپاره لکچر وړاندې کیږي.
میرمن ساهره شریف د میرمن کلتوری ټولنیزبهیر د امکاناتو او د مارچ
د اتمې لمانځ غونډې په اړه یی خبرې وکړې ، نوموړې یادونه وکړه چې په داسې حال کې
چې په افغانستان ښځې په ډیر بد حالت کې ژوند کوی او دا زما دپاره د خپګان خبره ده .
په وروسته برخه کې د راتلونکې غونډې په اړه خبرې وشوې وپتییل سوه
چې دمارچ په نهمه نیټه به میرمن بهیر دښځو دنړیوالې ورځې نمانځغونډه جوړوي او بیا
به بله لویه لمانځنه د مارچ په وروستیو کې جوړیږي.
.غونډه د مازیګر د چای په څښلو سره په څلورو بجو پای ته ورسیده
.هیره د ې نه وي چې د میرمن کلتوري ټولنیزبهیر اونیزه غونډه هره شنبه په یوه نیمه
بجه د پوهنې وزارت په کلوپ کې جوړیږي.