د يوويشتمې پېړۍ سياسي درنامه


محمودنظری
طنز   


 
  مشر رییس: د سرکس  جیب ډک بې شلاغی حیوان راموونکی
وزیر: د یوی ډلې ناروا مصلحتي استاځي
وکیل: د ځاني ګټې سپين سترګې دوکاندار
 پولیس:  یونیفورم لرونکی شوکه مار
دیموکراسي: د مجرمانو د آزادي اساسي قانون
کمیسیون: د پېښې د هیرولو یا دوسیې تړلو مداریان
ټاکنې:لاس پوڅو ته د واک قانوني لاره
والی: د ناتو افغاني ولایتي  ویاند
طالب: په دري نه پوهیدونکی خوار پښتون
د امریکا سفیر: د افغانستان تاج لرونکی پاچا
مشاور:هغه جنرال چې سپاهي يې په چپلاغه وهلي شي
قانون: په   روا ډول د خوارانو  د وژلو سند
تفتش: له بډواخیستونکو څخه  دبډی اخیستلو کارمند
له قانون اساسی څخه د تخطي ارګان: د قانون د پنبې بې ډینګری نداف
ویتو: هغه نامریی واک چې دنیا په ګوته نڅوي
منځنی ختیځ: هغه ځای دی چې ریاست جمهوری په کښې ارثي ده
د امنیت شورا: دنړۍ د چیچړو د ښورواکټو
مرستیال: هغه  چې تر ټولوزیات د رییس  په مړینه خوشالیږي
زوم : د لور بې معاشه نوکر
متخصص: د بهر بې روزګاره لډر
تجار: په ژوندو کفن اغوستونکی
مصلحت:  د لډرانو ته د واک ورکولو چل
ناتو: د دایمی هډولپاره  تهداب کیندونکی انجینران
اپوزیشن: هغه ښکرلرونکی چي د برحال نظام د هری سمی او ناسمی فیصلی ضد وی
پارالمان: هغه د د پیسو پاټک چې د هر شی د تیروید ټکس اخلی
دوزیرانو غونډه: هغه حمام دی چی تور غړي يي نه سپنیږی
ویاند: ددرواغو جوړولو بنۍ
ترافیک : د موټرانو   بډی خورښوونکی