که افغان يمه، خو انسان يمه

بشير خوستى
ډېره موده وشوه ،چې بې رحمه دښمنانو د افغانانو وژنو ، ځورونو او تښتونو ته کلکې اوږې ورکړي . په افغانانو یې په خپل کور کې داسې یو بد حالت راوستی ، چې دا په کې نه مالومیږي ، دوست کوم او دښمن مو څوک دی .له هرې خوا په هر نوم بې چاره افغان وژل کیږي ماشومان یې بې سرنوشته او مېرمنې یې کونډيږي .آخر ترکومه به د بې وزلو افغانانو خاصتاً د پښتنو دغه حال وي .ترکومه به مو ظالم ، مکار او فرېب کار دښمن په یوه او بل نوم په ظالمانه او وحشیانه توګه له منځه وړي .
تاسو وګورئ د دلوې میاشتې په ۲۹ چې د جمعې مبارکه ورځ وه ،په خوست کې  دښمن څومره لوی ظلم وکړ، د همدې وحشیانه برید د سبمالوونکو په خبره چې پنځه ټنه چاودېدونکي مواد یې په کې د خوارو او بې وزله وګړو لپاره په یوه صرف موټر کې ځای په ځای کړي وو.چې زموږ د ډېرو افغان کورنیو د تباهۍ سبب وګرځېده .
تاسو ټولو به له نږدې کتلي  او یا به مو د خوست له  رسنیو لیدلي وي ، چې په هغه بې رحمه ، وحشيانه تروريستي پېښه کې زموږ د همدې وطن ناموس په څه حالت کې ټوټې ، ټوټې پروت وو؟ ځوانان ، سپین ږیري او ماشومان يې راته په ډېر وحشت سره غلبېل ، غلبېل کړل او ډېره جالبه يې داده ، چې بيا سره ددې چې ولس دغم او وير سره مخ  وو ، د خلکو خولې او سترګې له وينو ډکې وې ، دوى اتلانو يې پړه هم پر  غاړه واخيسته ، ځکه چې دوى غوښتل خپلو بهرنيو بادارانوته د عام ولس په بې رحمانه او له انسانيته لرې وژنو ځانونه يو ځل بيا نږدې وښايي او په دې سره ترې يو مالي ناوړه تقدير تر لاسه کړي .
زه ډېر افسوس کوم چې دا څنګه اسلاميت ، څنګه انسانيت دى ، چې اوس يې په مظلومو، بې دفاع  تور سريو ، سپين ږيرو، ماشومانو او په ټول عام ولس پسې هم رواخېسته ، په داسې شکل يې له منځه يوسي ، چې د خپلې کورنۍ له پېژندنې يې هم وباسي.
دا څنګه جهاد دى ، چې په خپل ځان پورې بمونه وتړه ، بيا د عام ولس په منځ کې ځان والوزاوه او بيا وايه چې شهيد شوم او جنت مې وګټه ، جنت ته تګ دومره اسان نه دى ، بې ګناه او مظلوم هېوادوال ووژنه ، ناموس يې ټوټې ، ټوټې کړه ، ستر او حجاب يې مات کړه ، بس جنت د وګټلو ، واه څومره ساده ګې ، څومره کمزورى فکر .
اې په دواړه جهانه تباه انسانه ! هغه څوک چې درته همداسې لارښوونه کوي ، هغه مسلمان نه ، يو عالم نه ، بلکې دمسلمان په جامه کې د افغانانو ، مسلمانانو، پښتنو او حتا د اسلام مقدس دين  لوی دښمن دى ، چې تل يې د بې ګناه افغانانو په وينو لاسونه سره او همېشه يې د دوى له وژلو خوند اخيستى دى.
د ګاونډيانو يا د نورو بهرنيو اسلامي او غير اسلامي هېوادونو دومره ګيله نشته ،ځکه پرادي ، پرادي وي . خو د افسوس ځاى دادى ،  چې اوس زموږ خپل  افغانان د دوى په ناسمو او پوچو تبليغاتو ناسم لوري ته روان دي ، د دوى په فتوا ګانو خپلې خويندې ، ميندې ، پلارونه ، وروڼه او د خپل هېواد ماشومان وژني ، پلونه او سړکونه له منځه وړي ، سوداګریز مرکزونه او لوړپوړيزې ودانۍ په لوى لاس د اور په لمبو سوزوي .
سندرغاړي لطيف ننګرهاري  ورور شګيوال يو غزل  ويلى ، چې :
که افغان يمه
خو انسان يمه
ولې مې وژنې
دې ته حيران يمه
دا غزل زيات اورم ، واقعاُ د افغانانو د زړونو درد او څړيکه يې د غزل په ژبه راايستلي ده ، خو د افغانانو دښمن دومره نرم زړه نه لري ، چې په دې غزلو ، شعرونو او ژړاګانو په خپلو کړو، وړو  پښېماني  وکړي . اوس ددې ناخوالو او تباهيو څخه د خلاصون يوازې يوه لاره شته ، هغه دا چې افغانان نور بايد خپلو ګرېوانونو ته سرونه ښکته کړي او په دې فکر وکړي ، چې دا بربادۍ څوک کوي ، د څه لپاره ، د افغانستان او افغانانو لپاره کومې ګټې لري ، او ولې يې  هر وخت يوازې د جهاد لپاره جنګ ځپلى افغانستان ټاکلى ، آيا دلته کفر دى ، آيا دلته وحشت دى ؟
نه ! د هر اسلامي هېواد په نسبت دلته ښه اسلام ، ښه عدل او ښه پياوړي مسلمانان شته ،خو دښمن يوازې افغانان وژني ، زموږ د آبادۍ او سیالۍ مخه نیسي  او په دې توګه دوى غواړي ، خپل ناولي اهداف د افغانانو په وژنو او بربادیو کې  لاسته راوړي .
د يوې داسې ورځې په هيله ، چې  افغانان خپل پټ دښمن وپېژني ، نور د چا د غلطو پالېسيو او ناوړه تبليغاتو ښکار نه شي او خپل ټول افغانان   له دې ورورسته په خپلو منځو کې سره خويندې او وروڼه شي.
خوست /افغانستان