ښد او بد

 زه ستاسې د نېكۍ په اړه خبرې كولی شم خو ستاسې د بدۍ په اړه څه نه شم ويلى
ځكه بدي د هيلو او غوښتنو لوږې اوتندې ځپلې نېكي ده
په حقيقت كې نېكي د لوږې په شېبو کې په تياره غار كې هم ځان ته خوراك لټوي او د جل وهلو له وېرې ناولې اوبه هم څښي
تاسې ترهغه مهاله نېك ياست چې له خپل معنوي وجود سره يو يئ
خوكه تاسې داسې نه ياست هم، بد نه يئ
ځكه يو كور د غړو د خپل منځي اختلاف له امله خامخا د غلو په اډه نه بدليږي بلكې دا يوازې يو بې اتفاقه كور وي
يوه كشتۍ له بادوانونو پرته هم ښايي د ټاپوګانو تر منځ سربداله چكرې ووهي خو بيا هم په اوبو كې ډوبه نشي
تاسې ترهغه مهاله نېك ياست چې د خپل وجود برخه بل ته وركړای شئ
خوتاسې هغه مهال هم بد نه یاست چې د ځان لپاره د كومې ګټې طلب وكړئ
ځكه تاسې له دنيا يا له فطرته د خپلې برخې د ترلاسه كولو د هڅې پر مهال هغو ريښو ته ورته يئ چې په ځمكه كې د ځان په ورننويستلو او له هغې په خوراك كولو اړ وي.
زما باور دى چې د ونې مېوه د هغې ريښې ته نشي ويلى”زما په څېر پخه شه اوتل له خپله بدنه نورو ته وركړه“
ځكه د مېوې اړتيا وركړه ده او د ريښې اړتيا اخيستنه.
كه تاسې د خبرو پرمهال پوره ويښ ياست نو نېك يئ
خو په خوب كې د اپلتو ويلو پرمهال هم بد نه ياست
ځكه اپلتې ويل هم د يوه ګونګي كمزورې ژبه قوي كولى شي
همداراز تاسې هغه مهال نېك ياست چې خپلو موخو ته د رسېدلو لپاره کلک هوډ لرئ او پاخه ګامونه اخلئ
خو كه تاسې ګوډ ګوډ هم روان یئ تاسې ته څوك بد نه شي ويلى
آن هغه خلك چې بيخي مزل هم نه شي كولى خپلو موخو ته د رسېدلو خوبونه ويني
او تاسې، چې قوي او تېز یاست، پام كوئ چې هېڅكله د معيوبو تر مخ ځان ګوډ ونه ښيئ او پدې هم پوه شئ چې دا د مهربانۍ او مروت غوښتنه ده
ستاسې د نېكوالي د ثابتولو لپاره بې شمېره لاملونه شته
خو كه تاسې نېكان نه يئ هم، دا ستاسې د بدوالي ثبوت نه دى
تاسې يوازې خپله لار وركه كړې ده، لټان يئ او خپل وخت بېځایه تېروئ
اى كاش چې غرڅه يوه كيشپ ته د ګړنديتوب درس نه شي وركولى
خو غرڅه د مزل د يواځيني قهرمان په توګه دعوه هم نشي كولى
ستاسې د ښه والي راز د سپېڅلى ارواح د ترلاسه كولو په لېوالتيا كې پروت دى او دا لېوالتيا په تاسې ټولو كې شته
خو له تاسې څخه د ځينو دننه دغه لېوالتيا د يوه مست سېل په څېر د سمندر په لور خوشې وي او د غره د لمنو رازونه او د ځنګلونو سندرې يې له ځان سره په مخه كړي وي
خو د ځينو نورو دننه د يو اوار لښتي په څېر وي چې ساحل ته له رسېدلو وړاندې يې اوبه خورې ورې د ځمكې په چاودونو كې ننوزي
دا كه سمندر ته نشي رسېدلى خو منزل يې سمندر وي
نو هغه كس چې لېوالتيا او هوس يې زيات وي هېڅكله دې له ځانه كمزوري ته نه وايي”ته ولې ولاړ او كرار يې؟“
ځكه ريښتينې نېك له يوه لغړ څخه نه پوښتي ”ته ولې لغړ يې؟“
او نه له بې كوره پوښتي ”ستا كور ولې وران شو؟“.