
د افغانستان له سویل ختیځ پکتیکا ولایته د رپوټ له مخې ددغه ولایت د وازې
خوا ولسوالۍ کې د ولسي خلکو د موټر پر لاره د یوې زورورې چاودنې له امله، ۱۲تنه
ووژل شول او ۷ تنه ټپيان شول او احتمال شته چې د وژلې شمېر زیات شي.
دا لومړی ځل نه دی او له بده مرغه وروستی ځل به هم نه وي چې د افغانستان
ولسي خلک په چاودنو کې وژل کېږي او یا وژل شوي دي.
همدرانګه څو ورځې مخکې امریکايي الوتکو په څاروي ډوله بمبار کې ۹ ماشومان
چې د افغانستان په ختیځ کونړ ولایت کې د لرګیو ټولولو لپاره غره ته تللي وو شهیدان
کړل.
ددغه رپوټ له مخې یوه اونۍ وړاندې هم امریکايي الوتکو د همدې ولایت په
غازي آباد ولسوالۍ کې یو کلی بمبار کړ چې ۷۰ ولسي کسان پکې شهیدان شول چې ډېری یې
مېرمنې او ماشومان و.
که تېر وخت ته ځېرشوو نو په ډېرو
نږدې وختونو کې د امریکااو ناټو عسکرو او همدارنګه طالبانو له خوا دا ډول ډېر
جنایتونه شوي دي چې په تېرو لسو کالو کې په زرګونو افغانان وژل شوي دي.
په دې وروستیو کې د امریکاپه مشرۍ بهرنیو نیواکګرو د افغانستان په سویل کې د
سوځېدلې ځمکې سیاست خپل کړی دی.
په کندهار ولایت کې په وروستیو
عملیاتو کې هرچېرې چې ناټو او امریکايي عسکر رسیدلي دي، ټول کلي، باغونه او کروندې
یې له منځه وړي دي.
په کونړ ولایت کې د وروستیو بمبارونو په اړه داسې رپوټونه رسیدلي چې پر بې
ګناه افغانانو د امریکا له خوا نوې وسلې ازمویل شوې دي.
دا چې هغه ماشومان چې په وروستیو بمباریو کې وژل شوي وو، سوي هم وو چې دغه
کار ددې ښودنه کوي چې کارول شوې وسلې، د فاسفور یا سوځیدوونکو موادو درلودونکې وې،
او دا لومړی ځل نه دی چې امریکایان پر افغانانو خپلې نوې وسلې ازمويي.
په ۲۰۰۱ میلادي کال کې پر افغانستان د امریکا د تېري په لومړیو کې ددغه
هېواد په ختیځ کې پر خلکو کمزوري یورانیوم لروونکو درنې بمبارۍ تر سره کړې چې د
لسو کالو په تېریدو سره یې اغېزې اوس هم ښکاره کېږي.
میندو نیمګړي ماشومان زیږوي او ناروغان هم په ډول ډول کیمیاوي او یورانیمي
ناروغیو اخته دي.
له دې کبله د افغانستان مظلوملت چې له دېرشو کالو ډېر وخت کېږي چې په
جګړې، وژلې او جنایت کې شپې سباکوي.
لس کاله مخکې له طالبانو وروسته بدلونونو ته هیله من و، خو اوس په خپل
جګړه ځپلي هېواد د امریکا او ناټو د تېري په اصلي موخو پوه شوي دي چې امریکا ورته
غټ دروغ ویلي دي او په حقیقت کې یې د خپلو ښکیلاکي موخو لپاره پر افغانستان لښکر
کشي کړې ده.
له همدې امله بې ګناه افغانان اوس اړدي چې پاڅونونه وکړي، که هغه وسله وال
پاڅون دی او که پټ پاڅون، خو دا څو کاله کېږي چې پیل شوی اود امریکا پرضد سوله ییز
پاڅونونه روان دي .
نن هم په کابل کې د ولسي خلکو د وژلې په اعتراض کې سترې مظاهرې وشوې چې
پکې مړه دې وي امریکا شعارونه ورکړل شول.
د یادولو ده چې څو ورځې مخکې د افغانستان په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې
هم د امریکا پرضد لاریونونه وشول چې دغه لړۍ په زیاتېدو ده.
عاشق حسين