
محترم
ليکوال م. بيابانی اسلام
علیکم !
ستاسو
ډېری ليکنې پزړه پورې ، د وطن غږ بلکې د
هر افغان دردېدلی په سند برابر غږ راوچتوي
، خو که زحمت نه وي د مستعار نوم څخه تېر
شۍ او پوره نوم مو وليکۍ ښه به وي ځکه ستاسو
نوم (م. بيابانی
) باندې ځينو ليکوالانو
او د قلم خاوندانو سره چې زه پېژندګلوي لرم ،ماته ټيلیفون وکړ او
داد ېې راکړ هغوی داسې ګڼل ، ګنې زه د لنډون په بڼه دا
لیکنې کوم ، د همدې وران پوهاوي د هوراولو
په نيت هيله ده چې تاسو خپل بشپړ نوم وليکۍ
او نورو وېبپاڼو لکه جرمن آنلان ، لر او
بر ، دعوت ، تاند ، او همدا ښکلې پاڼې ته
هم وواياست چې ستاسې بشپړ نوم يا هم برېښلیک
مو په ليکه کړي او که بد ېې نه ګڼۍ نو خپله
د ټيلفون شمېره مو هم ورسره ولیکۍ څو ستاسې
د ليکنې مينه وال تاسې سره تماس ونيولای
شي . که مناسبه وي خپل د
ټيلیفون شمېره ماته په دغه برېښلیک راولېږۍ
منندوی به مو يم .... mujeeb1@live.no . په
درناوي
ستاسو
يو افغان احمد مجيب بیاباني