
د مارچ د اتمې نيټې په اړه
حکيم ( روان )
نازو ، زرغونه او ملالئ ، ژان دارک، مور تیریزا،
روزالکزامبورګ،سوزان . ب . آنتونی، الیس پاول
،لوسی برن ، الجزایری جمیله،تیریشکووا او په زرګونو نوری ښځې او دهغو له ویاړه ډکې او نه
هېریدونکې کارنامې د انسانی تاریخ ستره او پرتمینه برخه جوړه کړی ده .
ښځې د انسانی ټولنې پوره کونکی نیمائی ده . انسان
او انسانیت د ښځې د خلاق او جوړوونکی رول زېږنده دی په داسې حال کې چې اوس په مدنی
ټولنو کې د ښځو لوړ رول ته په درنه سترګه کتل کیږی ، خو ددې سرهانسانی ضد بندیزونواو محدودیتونو سره لاس او ګریوان دی .
په افغانی ټولنه کې د ښځو د مرئیتوب پر غیر
عادلانه طلسم باندې لمړنئ مرګونئ ګوزار آمانی نهضت وکړ، خو ډیر ژر سقاوی تورتم د
ښځو د خلاصون لارې او ګودرونه ونیول ، د افغان ټولنې او په ځانګړی توګه د ښځو د
ازادئ او رڼا مخه یې ډب کړه او یو ځل بیا یې نوی د خلاصون راټوکیدلی
هیلې د ښځو سره یو ځای د تورتم او ستم د تورو تمبو شاته ځنځیر او زولانه کړې .
خو د ښځو د آزادئ پیل شوی هنګامه او غوغا یې غلی
نه کړای شوه . ښځو ورو ورو او په نامحسوسه توګه د ټولنیز ژوند په مختلفو برخو کې د
ظهور او حضور جریان او پروسه ژوندئ وساتله .د مشروطیت د غښتلی غورځنګ دواړو برخو،
د ښځو د مرئیتوب پر ضدد ښځو د آزادئ او د هغو انسانی حقوقو ته د درناوی توغونه اوچت وساتل .
خو د ټولنې دبرلاسی او واکمن استبدادی فرهنګ په سیمه کی د انسان ازادی او حقوق او په ځانګړی
توګه د ښځو هویت ، آزادی او حقوق سلب دی .دا فرهنګ ښځې ته یواځې د بې عدالتیو د زغملو ، د بې پوښتنې او بې ځوابه تسلیمېدو او ړندې پیروئ په
حق قایل دئ . په دې فرهنګ کې ښځه له سړی نه ټیټه ده ، او باید دسړی پالنې غیر
عادلانه دود اوزنګ وهلی سنت په پټو
سترګو ومنی . دا فرهنګ هیڅ کله د سړیو په حق کې هم نه دئ ، بلکې ټولنیزه بې عدالتی او بې انډولی ، د ټولنې ظالمانه او غیر
عادلانه وېش او د انسان بې وزلی او بې حرمتی ددې فرهنګ د
خټې څخه سرچینه آخلی .
که څه هم د مدنی حقوقو له مخې ښځه او سړئ په
حقوقی لحاظ یو د بل سره برابر دی ، خو دا دلمر په شان څرګند او روښانه حقیقت دئ چې
د ښځې مقام او منزلت اصولأ له سړی نه لوړ دئ . (( هغه لاس چې زانګو زنګوی ، نړئ زنګوی )) . د واکمن
استبدادی فرهنګ په محیط کې ښځې له
درناوی او وړ منزلت نه بې برخې دی ،خو ښځې دی چې نړئ ته یې پیغمبران ، فیلوسوفان ،
عالمان ، شاعران او اتلان وړاندې کړی دی .
د انسان په پیدا کیدو
کې دښځې او سړی رول برابر دئ – خو نهه میاشتې ښځه خپل
بچئ له خپله تنه تغذیه کوی او له پیدا کیدو وروسته بیا په میاشتو میاشتو شیدې
ورکوی او د ماشوم روزنه او پالنه کوی، له دې امله د ښځې رول د ټولنې په دوام او تشکیل کې بنسټیز اهمیت پیدا کوی .
ښځې نه یواځې د عاطفې ،مهرابانئ ، ترحم ، انسانیت
او لوړ معنویت څرګندوونکی دی ، بلکې د
انسان د کرامت د روزونکو او جوړوونکو رول هم لوبوی . که څه هم په ټولنیز ژوند کې د ښځې رول د سړی په پرتله د ټولو
لوړتیاو او ترجیحاتو سره سره کمرنګه او کمزورئ
ښودل کیږی ، خو همدا ښځه ده چې د
سړی مور ده !!!
او همدا ښځه ده چې د انسان د شرافت او عظمت پیل
او مبداء جوړوی .
افغانې شریفې او پاک لمنې ښځې د نړئ پر مخ تر
ټولو بې وزله او محرومې ښځې دی .جهادی او طالبی ناتارنه
پرېږدی چې زمونږ پتمنې ښځې د نړئ د آزادو
هیوادو د ښځو په څېر د ټولنیز ژوند ډګرونو ته په سرلوړئ سره راووځی او د کرکجنو
بنیادګرو تروریستی او جنګ غوښتونکو سیاستونو ته چې هره ورځ د دوی بچیان بلهاری کوی ، د پای
ټکئ کیږدی ، او د سولې او صفا ، انسان او انسانیت ته د درناوی ، عدل او انصاف
دوستئ او ورورولئ چال چلند بنا شی .
د یادولو وړ ده چې د ښځو
آمانی نهضت او د ښځو په حق کې نور غورځنګونه له دې امله په زړه پورې او مطلوبو
پایلو ته ونه رسیدل ، چې ابتکار یې د ښځو په لاس کې نه وو او له بده مرغه تر اوسه د سړی انحصاری رول ادامه لری . سړی د ښځو ورځې نمانځی ، د ښځو
غوښتنې را پورته کوی او د هغو د حقوقو څخه د دفاع ډبرې پر سینه ماتوی ، خو ددې زړه او جرئت نه لری چې خپله مور او خور ، میرمن او لور د ښځود حقوقو څخه د دفاع ستر او له ویاړه ډک کار ته وهڅوی او يا لږ تر لږه په دې ځان پوه کړی چې د ښځو له
پاره دحقوقو او آزادۍ غوښتل د ښځو کار دی .له دې امله چې سړی په ټولنه کې د ښځو په پنځوونکی او نوښتګر رول باور نه لری او د ښځې
ونډه په ټو لنيزو فعاليتونو کې د هيڅ سره برابره بولی ، فکر نه کوی چې سړی په خپله د منځنيو
پيړيو د یوه سړی سالاره قبيلوی فرهنګ
اسير دی ، تر څو ځان د وروسته پالی والی له اسارت څخه خلاص نه کړی ، د نورو د
خلاصون د پاره به د ډيرو لږو څه کولو وس ولری . سړی سالاری نه يواځې ښځې
له خپلو حقه حقوقو څخه بې برخې کړی دی ،
بلکې هغوی يې د خپلو حقوقو له غوښتلو هم محرومې کړی دی .
په امریکا کې سوزان .ب .
آنتونی د ښځو د انتخاب د حق د ترلاسه کولو د پاره
زندانونه او جریمې وزغملې او د ښځو د حقوقو څخه د دفاع ټولنې یې جوړې کړې ، همدا
هڅې او الې ګولې د نورو اتلو ښځو لکه آلیس پاول او
لوسی برن په واسطه تعقیب او وپالل شوې او د امریکا د ښځو د ملی ګوند بنسټ یې کښېښود ، تر څو چې د امریکا سړی سالاره (پاتریال کال )غیر عادلانه ټولنیز جوړښت یې په
1920 زیږد کال کې د ښځو حقوقو او آزادئ ته د درناوی لپاره په
ګونډو کړ .
د ښځو د آزادئ غوښتنې غورځنګ د تاریخی پلوه نوی
او ځوان غورځنګ بلل کیږی ، خو د مضمون او
متن له لحاظه پراخ پرګنیز او بې سارئ ارزښتناک ټولنیز خو ځښت دئ .
افغان اتلې ښځې باید د منځنیو پېړیو د استبداد د
ملاماتوونکو فشارونو او بندیزونو په مقابل کې د سړیو د آزادی بښونکو هڅو تر څنګ
خپل مستقل دفاعی ، سرښندونکی ښځینه غورځنګونه را مینځ ته کړی . افغان ښځې نور باید
د ستم مننې زاړه فرهنګ ته د پای ټکئ کېږدی . آزادی او برابری ، د ټولنیز ژوند په ټولو برخو کې د ښځو پراخه
ونډه د ښځو مسلم او انکار نه منونکئ حق دئ .
د بده مرغه انسان د علمی او
تخنیکی سترو او حیرانوونکو بریالیتوبونو او لاسبریو په پېړئ کې لا تر اوسه د ښځو د
حقوقو د تأمین او په ټولنه کې د هغې د نقش او رول په راژوندی کولو ، نه دئ بریالئ
شوئ . د بشر د حقوقو څځه د ښځو محرومیت نه یواځې د ټولنې د پوره نیمائی یعنې ښځو
درد او کړاؤ دئ ، بلکې د سړی درد او کړاؤ هم دئ . وايي چې : « ښځه د سړی
کالی دی »، په دې مانا چې ښځه د
سړی عزت ، پرده ، آبرو ، شرافت ، ننګ او ناموس دئ . ښځه د سړی د ژوند ملګری ده ، د
ښځې درد ، محرومیت او بې حقوقی سیخه او سیده د سړی له درد او محرومیت سره تړاو لری
.
افغانې ښځې نه یواځې د سړی په بند اواسارت کې دی
، بلکې په خپل ټولنیز چاپېریال کې
رنګارنګ اسارتونه زغمی . د لیک او لوست څخه د ښځو ډله ایز بې برخېتوب او د ټولنې
په فرهنګ کې د هغه ځای تشه په
ټولنیز ژوند کې د ښځو رول د هیڅ سره
برابر کړئ دئ . زمونږ ښځې حتی خپل محکومیت او اسارت نه شی درک
کولای .نه پوهیږی چې اسیره او بې برخې ده او داسې تلقین شویده چې ګوندې اسارت او محرومیت د ښځې د طبعیت او سرشت
سره تړاو لری . ښځې د نارینه سره یو ځای د اسلام مقدس دین ته مخه کړیده اوپه ډېر اخلاص د خپل دین
پیروی کوی ، خو نه پوهیږی چې ټاکلی کړئ د اسلام د مقدس دین د نامه څخه د ښځو بې
برختوب ، محرومیت او بې حقوقی توجیه کوی . قرآن کریم د جنس ، نژاد او نسب توپیر ته
قایل نه دئ ، ځکه وایی چې د خدای په نزد هغه څوک بهتر دئ چې تقوا ولری . د نر او
ښځې ، تور او سپین ، قوم او نسب تر منځ د خدای له نظره توپیر نه شته . افغانې ښځې مسلمانې دی ، خوله اسلامه حد اقل خبرتیا او پوهه نلری .، په پټو
سترګو عبادت کوی ، خو نه پوهیږی چې څه کوی ؟ زمونږ په ټولنه کې د ښځو حالت ډېر
دردوونکئ او د جدی اندیښنې وړ دئ .
په نړئ کې د اسلام د مقدس دین د خپریدو څخه نږدې
1400 کاله تیریږی ، خو د قرآن کریم د څرګندو لارښونو پر خلاف د مسلمانو ښځو
مرئیتوب او محرومیت تر اوسه د اسلام څخه د مخه پېړیو په څېر په ډېر کم توپیر سره
ځای پر ځای پاتې دئ .
زمونږ بدمرغی بیا تر ټولو زیاته ده ، داسې چې د
دین ټیکه داران زمونږ د مکتب د نجونو پر مخونو تېزاب شیندی ، د نجونو مکتبونو ته
اورونه اچوی او په اسارت کې د ښځو د
ساتلو د پاره هر بګنوونکی جنایت او وحشت ته لاس اچوی .
جهادی او طالبی ناتار ، افغانې ښځې نه یواځې په دین کې د ښځو د رښتینې مقام او
حیثیت څخه محرومې کړی ، بلکې په افغانی دود او رسومو کې یې د ښځې پر ونډه بندیزونه
لګولی دی .
په داسې حال کې چې افغانې ښځې د پېړیو را هیسې د
منځنیو پېړیو په تورتم لاهو دی ، زمونږ د ټولنې دا تر ټولو آسیب پذیره او کمزوری
برخه د جهادی او طالبی بربریت او وحشت د خونړیو
بریدونو اوسلګونو ښځو ځانته اورونه واچول ، او په ځان وژنو یې لاس پورې کړئ دئ .
همدارنګه افغانو ښځو په ډله ایزه
توګه د جهادی – طالبی وحشت ، اسارت او
محروميت ، تيريو او بې عدالتيو څخه ، د هيرويينو او مخدره موادو یوه بل وحشت ته چې د همدې وحشت زېږنده ده ، پناه
وړی ده .
د افغانې ښځې
نننئ حالت ، محرومیت او بې حقوقی د بنیادګرو
داصلی ماهیت او واقعی څېرې بهترین څرګندوی دئ . بنسټ پالی د دينی احکامو له مخې نه بلکې دمنځنيو پيړيو د وروسته پاتې
انسانی ضد دودونو له مخې د ښځو سره دښمنی ګالی .
افغانان باید پوه شی چې جهادی او طالبی ناتار نه يواځې د ښځو، بلکې زمونږ د ټولوخلکو او
وطن سره دښمنی کوی او د پردو په
لمسون زمونږ هېواد او خلک د تیارو او بدمرغیو ګودال ته ورټېل وهی .
ښځه مور ده ،
هیڅوک بې موره زیږیدلی نه دی ، سپيڅلی قرآن
وايي :
«جنت د مور او
پلار په پښو کې دئ » ، د مور مقام او منزلت ته باید درناوئ وشی ،
جهالت ناپوهئ بې سوادئ او بې خبرتیا مور بدرنګه
کړی ده . مور د آزادئ ، په ټولنه کې د فعال ژوند او ټولو
انسانی حقوقو وړتیا لری ، هغه ته باید په ټیټ نظر ونه
کتل شی ، ښځه انسان دئ او باید په ټولنه کې د مستقل هویت ، حقوقو او آزادیو څخه
برخمنه وی .
مونږ خپله ځنډنه منونکی دنده بولو چې د نورو ملی او وطنپالو ځواکونو سره یو ځای د
افغان ښځې د غمیزې ، اسارت او محرومیت پر ضد تر اسمانونو د اعتراض لړزوونکی او ځواکمن غږ پورته کړو .!!!
مونږ د ړندو
بنسټ پالو په څېر د ښځو مصؤنيت د هغوی په محروميت ، اسارت او بيسوادی کې نه وينو ،
ددې پرخلاف مونږ د ښځو مصؤنيت ، آبرو او عزت په ټولنه کې د ښځو د وړ مقام ، درناوی
او حقوقو د اعادې په ګرو کې وينو
مونږ له خپلو مبارزواو پوهو خویندو غواړو چې د خپلو حقوقو د رښتینې اعادې لپاره ، د افغانستان د پاک لمنو ښځو په منځ کې د سیاسی
ویښتیا او حقوقی خبرتیا د شعور خپراوی ته مټې ورکړی .
مونږ ټينګ باور لرو چې ټول افغان روڼ آندی د افغان ښځو د پراخې ټولنیزې بې عدالتئ پر ضد د
خپلو خویندو سره یو ځای د هغوئ په ستونزمنه خو له ویاړه ډکه مبارزه کې قوی ،ډاډمن
او هوډمن متحدين دئ !!!!
د ښځې او مور مقام ته دې سرونه ټیټ وی !
د افغان خویندو او میندو د آزادئ اوحقوقو د اعادې
توغ دې اوچت وی !