خوست: دکرکټ سيالی جوړه شوه


د افغانستان کرکټ بورډ رسنیزه خبرپاڼه:
راپور کمال سادات
ایډیټرالهام یاسیني
په خوست ولايت کې د افغانستان د کرکټ د اجراييوي رييس په وياړ دکرکټ سيالی جوړه شوه
د جنوب ختیځ خوست ولایت په اسماعیلو خیلو او مندوزیو ولسوالي کې یوشمیر ځوانانو د افغانستان د کرکټ د اجراییوي ریس نسیم الله دانش په ویاړ د کرکټ سیالی( ټورنمینټ) جوړه کړه. پدې سیالی کې د خوست ولایت د ټولو ولسوالیو د کرکټ لوبډلو تر څنګ  د کابل، پکتیا، پکتیکا او د کوزې پختونحوا د قبایلي سیمو په ګډون ۴۲ کرکټ لوبډلې ګډون لري. پدې اړوند د دغې سیالی له جوړونکو نه یوه تن داود مجنون مندوزی وویل چې د سیمې یوشمیر ځوانانو له یوې ناستې وروستو پدې پریکړه وکړه چې د افغانستان د کرکټ بورډ اجراییوي ریس نسیم الله دانش په ویاړ د کرکټ سیالی په لاره واچوي. مندوزي زیاته کړه چې ددغې سیالی ټول لګښتونه د سیمې ځوانانو او یوشمیر ملي سوداګرو په غاړه اخیستي دي. نوموړي داهم وه ویل چې ددغې سیالی د پرانستو په مراسیمو کې د المپیک امریت، د خوست د کرکټ بورډ ادارې مسولینو او د سیمې مخورو قومي مشرانوهم ګډون کړی او تر څو اونیو پورې به دوام پیدا کړي.
 
ددغې سیالی په اړه د افغانستان د کرکټ بورډ اجراییوي ریس نسیم الله دانش د سیالی له جوړونکو مننه وکړه چې د د په نوم یې د سیالی جوړه کړیده. دانش زیاته کړه چې د د په نوم دا لورینه به نه یواځې دی خپلو چارو ته نوره هم متوجې کړي، بلکه ترڅنګ به یې د کرکټ د ودې لپاره ښې پایلې ولري. دانش دا هم وویل چې دیې به نه یواځې خوست ولایت ته بلکه د افغانستان ټولو ولایتونو ته ډریره پاملرنه کوي تر څو د کرکټ ودې او پرمختیا لپاره ډیر څه ترسره کړي. همداشان نومړي وویل چې دی د افغانستان د ټولو ولایتونو د ځوانانو ملاتړ ته اړتیالري ترڅو په هیواد کې د کرکټ د ودې او پرمختګ لپاره نورو ډیرو بریاو ته ورسیږي.
دا مهال د افغانستان کرکټ بورډ نیږدي په ټولو ولایتونو کې د کرکټ بورډ څانګې لري چې پکې په لسګونو زره ځوانان په لوبو بو خت دي.
 
About us: The Afghanistan Cricket Board is the governing body for the game of cricket in Afghanistan and an Associate Member of the Asian Cricket Council and Affiliate Member of the International Cricket Council.
Media Contact:
Contact:  Ilham Yasini
Afghanistan Cricket Board Media Department
Email: acb.media@afghancricket.af  or  afg.cricket.media@gmail.com
Tel: +971509279870      --  +93 (0)789 067 729-- +93 (0)794032340