په کندوز کې دامام صاحب  ولسوال ووژل شو

دکندوز ولایت سیمه ییز چارواکی وایی چې تیره شپه دامریکايي ځانګړو  ځواکونو دکندوز ښار په شمال کې پرته د حضرت امام صاحب ولسوالې په برزنګی  کې عملیات ترسره کړیدی چې په پایله کې دطالبانویوتن قومندان اودهغوی له لوری یادی ولسوالی ته نومول شوی ولسوال بازمحمد دخپل یوتن ساتونکی سره ووژل شو .
داخبره دکندوز والی ویاند محبوب الله سعیدی رسنیو سره په خبرو کې وکړه
سعیدالله زیاته کړه چې یاد عملیات د امام صاحب ولسوالی په برزنګی سیمه کې د سپیشل فروس ځواکونو له خوا ترسره شوی دی هغه زیاته کړه چې په دغوعملیاتو کی یادو ځواکونو دوه تنه له ځانه سره ژوندی بیولی دی
 د یادولو وړ ده چې ددی عملیاتو په اړه تراوسه پوری په کندوز میشت بهرنیو ځواکونو څه ندی ویلی
 همدغه باید وویل چې تراوسه پوری وسلوالو طالبانوهم  په دی اړه رسنیو څه ندی ویلی