
د افغانستان کرکټ بورډ رسنیزه خبرپاڼه:
راپور: ډاکټر کمال سادات
د افغانستان ولایتي کرکټ سیالی په دروان کې نن
د مارکو او د بهسودو په لوبغالو کې لوبې وشوې، په مارکو کې د پروان او هرات ولایت
د کرکټ لوبډلو ترمینځ او د بهسودو ولسوالی په لوبغالي کې د پکتیکا او غور ولایت د
کرکټ لوبډلو ترمینځ لوبه وشوه.
په مارکو لوبغالي کې چې د هرات او پروان ولایت ترمینځ پچه (ټاس) واچول
شوه،نو د هرات ولایت لوبډلې وګاټه او خپله یې توپوهنه یا بیټینګ پیل کړ، دوې په ۳۷ اورونو کې د ټولو لوبِغاړو په سوځیدو سره ۱۱۴ منډې جوړې کړې او مخالفې لوبډلې پروان ته یې ۱۱۵ منډې هدف وټاکه.
وروپسې د ډوډی او د لمانځه ادا کولو لپاره وقفه وشوه، له لمانځه او ډوډی
وروستو کله چې د پروان ولایت لوبډلې لوبه پیل کړه نو د ۵ لوبغاړو په سوزیدو سره یې ټاکل شوي هدف ته ځان ورسوه او لوبه یې له هرات
ولایت نه وګټله. ددغې لوبې غوره لوبغاړی زاهد شو، نومړي د هرات ولایت ۳ لوبغاړي وسوځول او هم یې ښه بیټینک وکی. دپروان لوبډلې بل لوبغاړي لعل خان
بیا ښه فیلډینګ او ښه توپوهنه وکړه، نومړي ۵۷ منډې جوړې کړې.
اخوا د بهسودو په لوبغالي کې د پکتیکا او غور ولایت ترمینځ لوبه وشوه، په
دوی کې پچه پکتیکا وګټله او لومړی بیټینګ یې په خپله وکړ، د لوبه چې ۲۲ اوریزه وه، دوی په ټولو ۲۲ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۱۹ منډې ټارګیټ یا هدف د غور ولایت لوبډلې ته وټاکه، خو کله چې د غور ولایت
لوبه پیل کړه، دوې ټول په ۱۱۵ منډو وسوځیدل او
لوبه په ۱۰۴ منډو باندې د
پکتیکا ولایت لوبډلې وګټله.
دا سیالی چې د ننګرهار ولایت په مرکز مارکو لوبغالي او د بهسودو ولسوالی په
لوبغالی کې روانې دي د افغانستان دکرکټ د ولایتي غوراوی سیالی نو م ورکړل
شوی دی.پدې سیالیو کې د بیلا بیلو ولایتونو شل لوبډلې ګډون لري.