نجم الدين  اربکان

نجم الدين اربکان  په معاصره ترکيه کې داسلامي خوځښت  بنسټګر و خبري رسنۍ ، سیاستوال  او ترکان ېې د ( اووساګانو ) پلار بولي . دا له دې کبله  ،چې له محکمې به زندان ته او له زندان  به محکمې ته روان و . نوموړي  په ډير کم وخت  پنځه سياسي ګوندونه  جوړ کړي وو په ترکيه ېې له جنرالانو سره  دپيشو اوموږک  لوبه  پيل کړې وه ،چې يو ګوند به ېې ور ړنګ بل به ېې  جوړ کړ .
نجم الدين اربکان  دپخوانيو سلجوقيانو له  نسله  و ،چې په ترکيه کې د ( اغوللري ) په نوم پيژندل کيږي  نېکه يې دسلجوقيانو  دماليې وزير و.   په ترکيه کې داربکان  کورنۍ نوم  ناظر زاده  ( د وزير زوی  ) دی .
نجم الدين اربکان  لومړنی کس دی ، چې په ترکيه کې  داسلامي ګوند مشر  په توګه  دلومړي وزير منصب  ته رسيږي  نوموړی  داوسني لومړي   وزير رجب  طيب  اردوګان  او ولسمشر عبدالله ګل استاد دی دترکيې دمعاصر تاریخ  دا ستر شخصیت پرون یکشنبه د 2011 د فبرورۍ پر 27 مه نېټه  دانقرې په يوه روغتون کې دزړه له حملې له  کبله ومړ  . لاندې کرښې دده د ژوند لوړې  ژورې  رااخلي  هیله ده ،چې روهي ويبپاڼې لوستونکو ته به زړه پورې وي .
نجم الدين  اربکان د 1926 ز داکتوبر پر 29 نېټه په ترکيه کې تور سمندرګي ته څېرمه  په سينوپ نومي ښار کې دې نړۍ ته سترګې پرانېستې ، پلار ېې محمد صبري نومېده او دوخت دجنايي محکمو رئيس و ځکه خو اربکان دترکيې په مختلفو ښارونو او بانډو کې ژوند کړی دی  مور ېې قمر خانم نوميږي او دسينوپ ښار له معتبرو کورنيو سره ېې تړاو درلود .
ارواښاد اربکان خپلې لومړنۍ زده کړې  په کېسر ښار کې پيل او په ترابزون هغه کې ېې پای ته ورسولې ځکه پلار ېې دلته  د دندې لپاره را استول شوی  و نوموړي  په استنابول کې خپلو  زده کړو ته  دوام ورکړ اربکان  په 1943 ز کې له  لېسې فارغ شو ، ورپسې  په استنابول کې دانجينرۍ پوهنځي ته ولاړ  او په 1948 ز کې  له پوهنتون  څخه  فارغ شو هغه مهال د ترکيې په ګردو پوهنتونو کې اصول دا و،چې دوکتوراه ونه لري  استاذي نشي کولای ، خو اربکان دخپلې زيرکتيا له مخې  په همدغه پوهنتون کې دمرستيال استاد په توګه  ومنل شو له زده کړو سره داربکان  دلېوالتيا له مخې  دوخت حکومت   په 1951 ز کې  المان ته واستوه او هلته  ېې په اخن پوهنتون کې  دانجن په برخه  کې دوکتوراه تر لاسه  کړه او 1953 ز کې بېرته خپل ټاټوبي ته راستون شو او داستانبول په پوهنتون کې  دمرستيال پروفیسور په توګه داستاد په توګه ېې دنده پیل کړه ، نوموړي په المان کې دخپلو زده کړو تر څنګ په کولن ښار کې له ( کلوفز – هومبدلډت دويتز ) نومي شرکت سره دهغو انجنيرانو دمشر په توګه هم دنده تر سره کوله  ،چې دې شرکت ته ېې څیړنې کولې .دهمدې څیړنو پر مهال اربکان دا نوښت  هم وکړ او هغه لارې چارې ېې وموندلې ،چې دټانکونو انجن له هر ډول تيلوسره کار وکړي او چالان شي .
 د1965 ز په پای کې اربکان په استانبول کې  دانجينرۍ پوهنتون ته ولاړ او دپوهندوی په توګه ېې دنده پیل کړه په همدغه کال کې ېې دپوهاند علمي رتبه تر لاسه کړه او دانجن دبرخې متخصص استاد شو ديادونې ده ، چې دا مهال داروښاد نجم الدين اربکان عمر  لا 29 کلنۍ ته نه و رسېدلی .
اربکان په خپل علمي ژوند کې د پام وړ لاسته  راوړنې  درلودې  نوموړی 20 کلن نه و چې له خپلو 300  ملګرو سره ېې په6 195 ز  دخپلو شخصي پانګو پر مټ دانجن  دجوړونې  شرکت جوړ کړ ان تردې ،چې دا شرکت بيا په ترکيه کې دانجن جوړونې تر ټولو غوره هغه وبلل شو او په 1960 ز کې ېې تولید پیل کړ دا شرکت اوس هم په ترکيه کې فعالیت کوي او دکال نږدې 30 زره  ډیزلي  انجنونه  تولیدوي .
اربکان دتېرې پېړۍ په نويموکلونو کې د يو لړ سوداګریزو او اقتصادي برخو دمشر په توګه دنده ترسره کړې ده اربکان له دومره علمي او اقتصادي پرمختګ سره خپل اسلامي ګروهه  پټه نه کړه او په ښکاره به يې ويل : زه شعوري مسلمان یم همدا لامل  و ، چې هغه مهال په ترکيه کې دسیکولرانو له مخالفت سره مخ او دده پر ضد ېې پراخه مطبوعاتي کمپاين پیل کړ ځکه دوی له اربکان  څخه  له دې کبله ډاریدل چې نوموړی  دترکيې داقتصاد مغز جوړاوه .
هغه مهال د ( انت ) په نوم يوې مجلې ،چې دسیکولریزم پلويانو خپروله د 1969 ز د مۍ پر 3 مه نېټه  په خپلې 127 ګڼه وکښل : ( دا مهال دسوداګرۍ او صنعت په ډګر کې د دوو ډلو ترمنځ ښکاره کړکیچ راپیدا شوې دی  يوه ډله  دلومړي وزير سلیمان ډیميریل  په مشرۍ دماسونيانو ده او بله  دنجم الدين اربکان  په مشرۍ دمسلمانانو ده ) .
نجم الدين اربکان سياسي ژوند :
اربکان  په 1970 ز کې  دالنورسي  صوفي خوځښت  په مرسته  د ( وطن ګوند ) په نوم سياسي ګوند جوړ کړ  دا  له 1924 ز  او دخلافت له ړنګېدو را وروسته  په ترکيه کې لومړنی سياسي ګوند دی ،چې اسلامي  رنګ ېې درلود . اربکان  ،چې کله  له پوهنتون  فارغ شوې  نو سياست ېې پیل کړ  او دسوداګرو دټولنې غړی شو  وروسته  بيا له قونې ښار څخه پارلمان  ته هم بريالی شو او دسوداګرو استازی  و . اربکان ځکه حکومت  ته لار نه شوه موندلی ، چې دده کړنې هغه مهال  د سیکولریزم  ضد بللې  کېدې   ، هغه  مهال ،چې اربکان  خپل ګوند رامنځته کړ  دا واکمن نظام  ته ښکاره  ګواښ  و ځکه خو ېې  ( وطن ګوند )  له  9 مياشتو زيات  دوام ونه  کړ  او د ستر درستیز محسن باتور په  امر  محکمې  د اربکان  ګوند لغوه اعلان کړ  .
د اربکان  هوډ کلک او هیلې ېې لوړې  وې هماغه ، چې په 1972 ز کې ېې  د ( هېواد ژغورنې  ) په نوم بل ګوند جوړ کړ ، خو دا ځل ېې  بخت ښه  و او د پوځ له غوسې بچ شو او په ټولټاکنو کې ېې دونډې اخستلو چانس تر لاسه کړ هماغه ،چې  په پارلمان کې ېې  50 څوکۍ  تر لاسه  کړې  او په 1974 ز کې  يې  د اتاتورک  له ګوند جمهوري ولسپال سره  يې ایتلافي  حکومت جوړ کړ  .
اربکان  د لومړي  وزير مرستيال شو ، او له ولسمشر پولند اجاوید سره ېې  يوځای  دا پریکړه وکړه ،چې ترکيه باید په  قبرس کې لاسوهنه  وکړي  هغه مهال  داربکان ملګرو  د ده سياسي نبوغ وستايه  او په ایتلافی حکومت کې ېې  دده  ګډون  يوه لاسته راوړنه  وبلله  ځکه  دا په ترکيه کې  دلومړي  ځل  لپاره  پر اسلامي خوځښت  يو ډول نارسمي  اعتراف  و جمهوري ولسپال دخپل حکومت  د پاېښت  په موخه  اربکان  ته ډير څه ورکول او خبره ېې  منل کېده  ان تردې ،چې پر ځينو سياسي  پریکړو داربکان  اغیز له  ورايه  جوت  و . اربکان هڅه  وکړه ،چې په ترکيه  دماسونیزم  پر مرکزونو کارنده ګوزار  وکړي  . هماغه و ، چې دحکومت  له جوړونې  راوروسته  ېې په ترکيه  کې ماسونیزم  ناقانونه  اعلان کړ او د دوی پر ناستو او غونډو ېې بندیز ولګاوه  ، له عربي نړۍ سره ېې اړیکې مخ په غوړیدو شوې ، له فلسطينيانو سره ېې خواخوږي  ډېره  ده او داسراییلو کړنې ېې غندلې  . ان تردې ، چې اربکان وتوانیده ،چې  دبهرنيو چارو وزير خير الدين  ارکمان  څخه  دباور رايه بېرته واخلي  ځکه نوموړي  داسراییلو له تګلارو ملاتړ کاوه.
  کله ،چې اربکان له  حکومت څخه  ووت  نو ګوند ېې  په 1980 ز کې پارلمان  ته  يوه دقانون يوه مسوده واستوله  او له حکومته ېې غوښتي و چې  له اسراییلو سره خپلې اړېکې پرې کړي  له دې سره ېې جوخت  داسراییلو ددې پریکړې پرضد ،چې القدس ېې له خپلو ځمکو سره تاړه  يو ستر لاريون  وکړ د شنونکو له انده دا دترکيې په معاصر تاریخ  کې تر ټولو ستر لاريون  ګڼل کېده او دا دنجم الدين اربکان  په مشرۍ دسياسي اسلام  په اړه  ټولپوښتنه  وبلل شوه ، له همدې لاريون  څو ورځې وروسته  ستر درستیز کنعان ایفرين  کودتا ته  مخه کړه او حکومت ېې ړنګ  کړ او يو شمېر نوې  پریکړې  ېې وکړې  ،چې دسیکولر پلوه سياستوالو مټ ېې پياوړی کاوه پردې سربېره ېې  دامنیت ملي شورا جوړه کړه ، اساسي قانون ېې وځنډوه  او يو ښي اړخه  او ګیڼ اړخه  سياستوال ېې زندان ته وليږدول .
اربکان هم دهغو کسانو په ډله کې و ،چې زندان ته  ليږدول شوی و درې کاله  وروسته  د اوزال  دحکومت  پر مهال راخوشی شو او په  1983 ز کې  ېې  د ( سوکالۍ ) په نوم بل ګوند جوړ کړ او په ټاکنو کې ېې ونډه واخستله ، خو دا ځل ېې 1.5 سلنه  راېې تر لاسه کړې  او ناکام شو ، خو نهیلې نه شو . خپلو سياسي هلو ځلو ته ېې دوام ورکړ ،چې د 1996 ز په ټاکنو کې بريالی شو او دتانشو تشیللر په مشرۍ د ( نیغې لار ) له ګوند سره ګډ حکومت جوړ کړ  . له يو کال څخه  په کمه موده کې ،چې اربکان لومړی  وزير و دا مهال نوموړي  هڅه کوله ،چې له اسلامي نړۍ سره  ډير نږدې شي  ان تردې ،چې مخالفينو ېې داسې وانګيرله ،چې اربکان غواړي  داسلامي نړۍ  مشرتابه ته مټې را بډ وهلې دي  له يو شمېر اسلامي هېوادو لکه ليبيا او ايران ېې لیدنه وکړه بيا ېې د اتو اسلامي هېوادونو د يوې ټولنې  دجوړونې  اعلان وکړ ،چې له ترکيې سربېره ېې ايران ، پاکستان ، اندونيزيا ، مصر ، نيجيريا ، بنګلاديش او ماليزيا غړي وو .
اربکان پردې کارونو بسنه ونه کړه ، بلکې داسلامي نړۍ پر مټ  ډير فعال شو او دنړيوال کنفرانس لپاره ېې نېټه  وټاکله ،چې  داسلامي ګوندونو مشران به ورته راغواړي  او دنړۍ په کچه به دمسلمانانو پر ستونزو خبرې کوي  او دا باوري شوه ،چې ترکيه غواړي  په اسلامي هېوادونو کې دکورنيو ستونزو دحل لپاره هڅې کوي  او پیل ېې له افغانستان وکړ او دمجاهدينو دخپل منځي اختلافاتو دحل لپاره ېې يو پلاوی  راواستوه ،چې  هغه مهال  دنورو استخباراتي  ادارې  دومره پياوړې  وې ،چې داربکان پلاوي  کومه  دپاموړ لاسته راوړنه   تر ګوتو نه کړه .
اربکان دخپلې زيرکتيا له برکته  هڅه کوله ،چې له پوځ سره له ټکره ځان وژغوري  او پوځ داسې احساس کړه ،چې اربکان له موږ سره کار نه لري  هماغه و چې له اسراییلو سره ېې ټول پخواني تړونونه  پر خپل ځای پرېښودل پردې سربېره ېې  له اسراییلو لیدنه وکړه او دنظامي مرستو تړون ېې ورسره لاسلیک کړ  او اسراییلو پیلوټانو ته ېې دا اجازه ورکړه ،چې دترکيې په هوايي حریم کې  تمرين وکړي .
که څه هم اربکان  له اسراییلو سره نږدې شوې و ، خو دا ډول يو دریځ  پوځ ته دمنلو نه و هماغه و ،چې جنرالانو بل ډول  کودتا وکړه  او اربکان ته ېې د يو شمېر غوښتنو لړلیک وړاندې کړ او له ده ېې وغوښتل ،چې له  ارتجاع سره باید مبارزه وشي  او داسلام هر ډول  کړنې دا که ښوونیزې يا عبادات  وي  پرې بندیز ولګول شي  دلته  اربکان پوه شو ،چې پوځ ېې نور نه غواړي  دنظامي کودتا دمخنيوي په موخه  ېې خپله استعفا وړاندې کړه .
په 1998 ز کې  د( سوکالۍ ) ګوند لغوه شو او اربکان ېې محکمې ته وروپیژنده  پرده تور ولګیده ،چې دسیکولریزم  ضد کړنې ېې کړې دي  د5 کلونو لپاره  له سياسي فعالیت  منعه شو ، خو اربکان  لاس تر زنی  نه شو او نه ېې سياسي  ډګر پرېښود په ترکيه کې ېې له دودیزو لارو چارو کار واخیست  او د (فضلیت ) په نوم ېې بل ګوند جوړ کړ او خپل يو مرستيال ورته  درېېس په توګه وټاکه  او خپله ېې دپردې تر شا رهبري  کوله  ، خو دا ګوند هم په 2000 ز کې  دپوځ لخوا ړنګ شو .
په 2003 ز کې اربکان  بيا سياست ته مخه  کړه او د( سعادت يا نیکمرغۍ ) په نوم ېې بل ګوند جوړ کړ ، خو مخالفين ېې ورته په څو ځايه ( کمين ) کې ناست  وو په همدغه کال کې  ونيول شو ، زندان ته ولاړ  او دا تور ېې پرې ولګاوه ،چې  تاسې دړنګ شوې  ( سوکالۍ ) ګوند څخه غلا کړې ده محکمې  د دوو کالو دبند سزا ورکړه دا مهال  77 کلن و .