بسم الله الرحمن الرحیم
حامدا ومصلیا وبعد
اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
عمر بن عبدالعزيز د يو كس جنازې سره
خالدمنصور هډاوال
حضرت عمر بن عبدالعزيز يوه ورځ د خپلوانو جنازې سره روان وه كله
چې قبرستان ته ورسېده ، هلته ځان ته كېناسته ، او ډېر زيات سوچ او فكر كې
وه ، چا ورته عرض وكه چې اې اميرالمؤمنينه ! ته خو دې مړې ولي يي ته ولې
ځانته ناست يي ، عمر بن عبدالعزيز وويل ماته قبر آواز راكه ، اې عمر بن
عبدالعزيز ته ولې مانه پوښتنه نه كوى ، چې زه دې راتلونكى سره څه كوم ؟
ما ورته وويل ضرور راته ووايه قبر وويل كله چې دا ماته دننه راشي
زه به دده كفن وشكوم
زه به دده بدن تكړى ــ تكړى كړم
غوښه به يې زرې ـــ زرې كړم
سر به يې د تن كټ كړم
هډوكى به يې يو بل نه جدا كړم
لاس به يې د اوږو نه كټ كړم
پنجى به يې پنډيو نه جدا كړم
پنډى به يې زنګنونه جدا كړم
زنګنونه به يې اورنونه جدا كړم
ټول به ذرې ــ ذرې كړم
دې كس وويل : عمر بن عبدالعزيز وويل كه دا دلته زما عزيز ده ، خو آخرت كې
ذليل ده ، كه دا دلته دولت والا ده ، خو آخرت كې فقير ده ، لږ سوچ وكى
مسلمانانو !!!
لږ غور وكى ، لږ فكر وكى ، هسې نه چې وخت تېر وي بيا آرمان كوو او څه په لاس نه راځي .
عزتمندو ! مسلمانانو د قبر تاريكو ته رڼا پيداكول پكار ده چې د تيارو نه د وتولو لار پيدا كړو .
http://hadawal2.net.ms/
خالدمنصور هډاوال
وروستي