افغان کرکټ بورډ د مشرانو جرګې نوې مشر مسلم يار ته مبارکي ورکړه

د افغانستان کرکټ بورډ رسنيزه خبرپاڼه:
نن د افغانستان کرکټ بورډ مرستیال شهزاده مسعود او د کرکټ بورډ نورو اداري کارکوونکو د  مشرانو جرګی مشر فضل هادي مسلم یار  ته  مبارکۍ وویله او د افغانستان کرکټ بورډ له لوري ورته پکړۍ ورکړل شوه .
ښاغلي شهزاده مسعود د مشرانو جرګی رييس ته پدی پوست باندی مبارکی وویله او د خدای ج څخه یی ورته دبریالیتوب دعا وکړه . په خپل وار د افغانستان د کرکټ بورډ د تخنیکی برخی مدیر او دکرکټ بورډ د پرمختیا مدیر هم مبارکی وویله  دوی هم دښاغلي مسلم یار څخه په هیواد کښی د کرکټ لوبی د لاپرمختک په برخه کی د مرستو غوښتنه وکړه .
دمشرانو جرګۍ ریس فضل هادي مسلم یار  د کرکټ بورد اداري کارکوونکو ته د زړه له کومی ښه راغلاست وویل  نومړي  د کرکټ بورډ اداری لاسته راورنی وستایلی او پدی ورستیو کی یی د ۱۹ څخه دکم عمره لوبغاړو د لوبډلی  اتلولی او دکرکټ بورډ د اداری اجراییوي ریس نسیم الله دانش  مبارکي وویله ، ددی تر څنګ یی وویل چی دا اتل لوبغاړي او اداره په هر افغان حق لري چی په هره  برخه کی ورسره مرسته وکړي او ونازي او ددی لوبغاړو ښی لاسته راوړنی د یوی کورنی او د یو ولایت ندي بلکی د ټولو افغانانو ویاړ ده او ټول افغان باید پری وویاړي.
په پای کی یی دا هم وویل چی زه هم کوښښ کوم لکه څنګه چی د هیواد کرکټ  ښه لاسته راوړنه لري زه هم په دغه خپله مقدسی دنده کی لکه د کرکټ  ښی لاسته راوړنی ولرم ددی خبرو تر څنګ یی وویل چی مونږ به د کرکټ لوبی په هره لاسته راوړنه کی تاسو لپاره ښه پروګرامونه جوړ کړواو تر خپل حده به مو ونازوو او په پای کی یی بیا هم د کرکټ بورډ اداري کارکوونکو څخه مننه وکړه 
 About us: The Afghanistan Cricket Board is the governing body for the game of cricket in Afghanistan and an Associate Member of the Asian Cricket Council and Affiliate Member of the International Cricket Council.
Media Contact:Contact:  Ilham Yasini
Afghanistan Cricket Board Media Department
Email: acb.media@afghancricket.af  or  afg.cricket.media@gmail.com
Tel: +971509279870
+93 (0)789 067 729
+93 (0)794032340