
(پاریس ا ف ب )
یونسکو په ۲۰۰۹ ز کې ، بیروت دکتاب نړیوالې پلازمینې په توګه غوره کړ.
د یونسکو عام مدیر کویشیرو ماتسورا تیره جمعه اعلان کړه چې د ۲۰۰۹ ز لپاره بیروت د کتاب دنړیوالې پلازمینې په توګه غوره شو ، تر څو د بیروت درناوی وشي ځکه چې بیروت دخبرو اترو اصل ته ژمن دی ، دا د پخوا په پرتله اوس په سیمه کې یوه اړتیا شمیرل کیږي .
ټولنې په خپلو څرګندونو کې وویل : بیروت ځکه غوره شو چې هورې کولتوري تنوع شته ، د خبرو اترو او بښنې پر اصل سربیره هلته نور مختلف خوځنده پروګرامونه شته . ماتسورا چې کله له بیروت څخه لیدنه کوله ډیر خوښ بریښده ، بیروت د سولې ، سوله يیز ژوند په برخه کې اوس له یو شمیر ګواښونو سره مخ دی ، بیروت یوازې خبرو ته ژمن پاتې شوی ، دا اوس په سیمه کې اوس یوه اړتیا ده ، کتاب کولای شي چې دلته به فعاله ونډه واخلي . په پاریس کې د یونسکو په دفتر کې له یوې ناستې وروسته د جون پر دریمه دنړۍ دریو مهمو اومشهورو ټولنو په یوه خوله بیروت د کتاب دنړیوالې پلازمینې په توګه غوره کړ .
له ۲۰۰۱ ز څخه رادیخوا یونسکو هر کال دکتاب نړیواله پلازمینه ټاکي ، بیروت له مادرید ( ۲۰۰۱ز) اسکندريې ( ۲۰۰۲ز) نوي ډهلي ( ۲۰۰۳ز) وانفیر ( ۲۰۰۴ز) مونتریال ( ۲۰۰۵ز) تورین (۲۰۰۶ز) بوګوتا ( ۲۰۰۷ز) امسټرډام (۲۰۰۸ز) څخه وروسته دکتاب نهمه نړیواله پلازمینه ده . ټولنه زیاتوي چې دغه ډول یوه هڅه به دمهمو ډلو تر منځ د همکارۍ روحیه رامنځ ته کړي او پردې سربیره به ښارونه کتاب او لوستنې ته ژمن شي .