
دوه اونۍ کیږي
،چې دننګرهار دګمرګ درېېس احسان الله کامه وال زوی نامعلومه کسانو تښتولې دی کامه وال ته نږدې سرچینې وايي : دنوموړي زوی له
تورخمه تښتول شوی دی دا معلومه نه ده چې د
کامه وال زوی پېښور ته په لار و او که
جلال اباد .
تر اوسه دپېښې عاملینو له کامه واله څه نه دي غوښتي
دجنايي جرمونو ځینې کارپوهان وايي : کېدای شي دا کار په لوی لاس شوې وي او کامه وال غواړي چې حکومت ته وښايي ،چې
زما زوی ځکه تښتول شوې دی ،چې زه له دولت سره کار کوم . خودا احتمال ډېر کمزوری
ښکاري .
په دې وروستیو
کې په ننګرهار کې امنیتي وضعیت ډېر
ترینګلې شوې دی او له کومې ورځې ،چې علیشاه پکتیاوال دامنیې قومندان په توګه ټاکل
شوې دی دسړي تښتونې او اختطاف پېښې هم
ورسره ډېرې شوې دی .