قزاقستان : جمهوري رياست ته يونوماند د ملي ژبې په ازموينه کې پاتې راغلی

د قزاقستان د جمهوري رياست لپاره کانديدان، د دغه هېواد د رسمي ژبې ، قزاقي (کزاخي ) امتحان ورکوي. چې په دې لړ کې  تيره ورځ د د(( قزاقستان دخلکو کمونيستي  ګوند)) د مرکزي کميټې عمومي منشي ،ژامبيل احمدبېکوف ، د ژبې د امتحان له کميسون څخه د کاميابۍ نومرې تر ﻻسه کړې.
د (( ريانووستي )) د خبري رسنۍ د رېپوټونو له مخې نن ورځ هم يوه نوماند توليبای بايمورزين د ژبې امتحان ورکړ  خو بريالی نشو.
د ازموينې کميسيون ويلي، چې نوموړي نوماند 52 املايي تيروتنې درلودې او دهنري مضمون په لوست کې يې هم خوند نه و؛ کلمې به يې غلطولې او مطلب يې په ښه ډول وړاندې کولی نشو.
په قزاقستان کې تر اوسه 16 تنو ځانونه جمهوري رياست ته کانديد کړي، چې داوسنی جمهور رييس نورسلطان نظربايف په شمول دوه تنه ښځې هم په کې شاملې دي.
د افغانستان د چارو کارپوهان په دې اند دي،که چېرې په افغانستان کې هم د لوړ دولتي پستونو  او پارلمان لپاره دا ډول د ژبې ازموينې رامنځته شوي وای، د ډېر بېسوادو چارواکو مخنيوی به شوی وای.