د سويز کانال څخه ايراني جنګي بېړۍ تيرې شوي دي

له څو ورځو راهيسې په رسنيو کې ، منځني ختيځ ته د ايران د جګړه يزو بېړيو  د ليږلو  رېپوټونه ورکول کيدل، چې کره توب يې نه و څرګند.نن ورځ د ايران په  دولتي رسنيو کې د يوه جرمني کارپوه له خولې داسې خبر نشر شوی، چې که دا کار شوی هم وي، ناقانونه نه دی. د دې خبر نشرول په خپله تر يوې اندازې پورې د خبر پخلی کوي. پر ايران باندې تور دی، چې دوه په وسلو او مهماتو بار  بېړۍ يې سوريې ته ليږلي دي .
د اسوشيتيدپرس د رېپوټونو له مخې  مصري مقاماتو د جمعې په ورځ وويل، چې ايران د سويز کانال څخه د  دوی  د دوه بېړيو د تيريدلو لپاره اجازه غوښتې وه او د مصر حکومت به په دې هکله يوه پرېکړه وکړي.
د يادولو وړ ده ، چې ايران له منځني ختيځ څخه نيولې تر قفقاز، پاکستان، افغانستان او تاجکستان پورې په ډېرو سيمه کې پراخ نفوذ لري.
د سيمې د چارو کارپوهان په دې اند دي، چې په افغانستان کې تر امريکا هم د ايران نفوذ ځکه پياوړی دی، چې د جمهور رييس له دفتره تر احصائيې، ولسي جرګې او  حتی هغه رسنۍ چې د امريکا په پانګه چليږي، د ايران استازي ، اجنټان او معاش خوران ناست دي.
ايران وروسته له هغې زيات پياوړی شو، چې امريکا يې دوه سرسخته دښمنان له واکه وغورځول، يو خوا د صدام حسين حکومت او بل خوا د طالبانو.
د زياتو مالوماتو لپاره دغه ليکنه هم وګورئ : په افغان جنګ کې د ايران له ګواښه ډک رول