دوه ورځې د مخه سهار مهال ،د بحرين
په پلازمېنه منامه کې امنيتي ځواکونو پر ﻻريون کوونکو بريد وکړ او په اخ و ډب کې
يې څلور تنه ووژل شول. وروستي رېپوټونه
ښيي، چې شپيته تنه نور هم تري تم شوي او برخليک يې څرګند نه دی. له هغه مهاله چې
په دې هېواد کې پاڅون شوی، تر اوسه په دې پېښو کې د وژل شوو شمېر اووه تنه اعلان
شوي.
له تونس وروسته په مصر، ليبيا، بحرين
،ځينې نورو عربي هېوادنو او ايران کې خلکو د خپلو حکومتونو په مقابل کې پاڅون کړی،
چې په مصر کې خلک د برياليتوب تر پړاو ورسيدل.
وروستي