په خوست ولايت كې ځانمرګي بريد څلويښتوكسانو ته مرګ  ژوبله واړوله

د جمعې په ورځ نږدې نهه بجې د خوست ښار په لويديځه څنډه كې پرهغه سړك ځانمرګى بريد وشوچې له عام سړك نه د خوست د والي كور او ملكي روغتون پرلورغځيدلى دى، ، په بريدكې د دوو سرتيرو په ګډون نهه كسان وژل شوي او دوه دېرش نور ټپيان دي، بريد د سرف موټر په وسيله شوى او چاودنه يې دومره ځواكمنه وه چې ترلسو موټريې ويجاړ كړي، اود نږدې كورنو شيشې يې ماتې كړي دي.
د پېښې په ځاى كې د خوست امنيې قوماندان جنرال عبدالحكيم اسحاقزي وويل چې بريدكوونكى په صرف موټر كې ناست و او غوښتل يې چې د والي پركوې ځانمرګى بريد وكړي، خو موخې ته له رسيدو وړاندې پرې پوليسو ډزې وكړې ځكه يې له پوستې او د والي  له كور په ليرې واټن كې چاودنه وكړه دى زياتوي چېړ له امله يې دوه پوليس وژل شوي او ترڅنګ يې ګڼوملكي وګړو ته مرګ ژوبله واښتې ده.
وسله والوطالبانو د بريدمسووليت پرغاړه اخيستى او ادعا كوي چې په بريدكې يې ترپېنځوويشتو سرحدي پوليسو ته مرګ  ژوبله اړولې ده.   خو ځايي  چارواكي او د رغتون كاركوونكي وايي چې د پيښې ډيرى قربانيان ملكي وګړي دي چې ښځې او ماشومان هم پكې ګډون لري.
د خوست د روغتياريس ډاكټر اميربادشاه وايي چې دوى ته يې له دې پېښې اته جسدونه او تر دوو دېرشو پورې ټپيان راوړي دي، د ده په خبره چې په مړو كې دوې ميرمنې دي او په ټپيانوكې بياد څلورو كسانو روغتيايي حلات نازك دي.
چاودونه دومره ځواكمنه وه چې په سيمه كې ترلسو موټر ويجاړ شوي او تر پېنځو سوو مترو واټن كې د كورونو دروازې او شيشې ماتې شوي دي، يوتن چې له ټپرۍ جوړ دوكان يې په دې بريدكې ويجاړشوى، د پښې په ځاكې داسې وويل:
وسله وال طالبان وايي چې دا بريد د دوى يوملګري په سرحدي پوليسو كړى او ادعاكوي چې له شلو ډېر سرتيري يې وژلي او ټپيان كړي دي، خو چارواكي دا ادعانه مني.
د ياده ولوده چې له څوكالوراپدې خوا په  خوست كې داسې پېښه چې دومره ډېروخلكوته پكې زيان ورسيږي نه وه شوى.