اکليل حکيمی په امريکا کې د افغانستان د نوي سفير په توګه وټاکل شو

د بهرنيو چارو وزارت خبر ورکوي، چې د دغه وزارت سياسي مرستيال اکليل حکيمي په امريکا کې د افغانستان د نوي سفير په توګه وټاکل شو. ښاغلی اکليل حکيمي تر دې دمخه په څو بهرنيو هېوادو کې د سفير په توګه  کار کړی او تر سياسي معينيت مخکې په چين کې د افغانستان سفير و.