يوه انګريز عکاس Somerset photographer د
يوې چاودنې له امله په کندهار کې سخت ټپي شو او دواړه پښې او يو ﻻس يې په دې
چاودنه کې له ﻻسه ورکړي. د جليس دالي Giles Duleyپه نامه عکاس چې 39 کلن دی ، افغانستان ته په دې موخه
تللی و، چې د چاودنو د پېښو په هکله رېپوټ برابر کړي، خو په خپله د چاودنې ښکار
شو. نوموړی څو ورځې د مخه په کندهار کې د امريکايي سرتيرو سره ، چې په ګزمه وتلي
وو يوځای روان و، چې چاودنه رامنځته شوه او سخت ټپي شو.
وروستي رېپوټونه وايي، چې جليس تيره
ورځ د انګلستان د برمنګهم په ښار کې د ملکې اليزبت په روغتون کې و، او روغتيايي
حالت يې د ډاډ وړ دی.
وروستي