پکتيکا: د عامه نظم پوليسو لپاره د استوګنې ودانۍ جوړه

په پکتيکا ولايت كې د يوسلو اتياميليونه افغانيوپه لګښت د عامه نظم پوليسو لپاره د استوګنې ودانۍ جوړه او د يولړ مراسمو پرمهال يې پرانستنه وشوه، دغه مركزچې مالي لګښت يې د امريكالخوا وركړل شوى په داسې حال كې جوړيږي چې د پكتيكاامنيتي چارواكوپه دغه ولايت كې د پوليسو د ځواكمنيدو خبر وركړى.  خو عام خلك شكايتونه كوي چې په ځيني سيموكې د ناامنيو له امله له ستونزو سره مخ دي.
هغه غونډه چې په همدې موخه د پكتيكاولايت په مركزښرنه كې جوړه او پرځايي والي محب الله صميم سربېره د ګڼو دولتي ادارو مامورنيواود امريكايي ځواكونو ځينومسوولينو پكې ګډون كړى وو، د پكتيكاوالي وويل چې د عامه نظم د پوليسو د اوسيدو لپاره دغه وداني په څلرويشت جرېبه ځمکه کې جوړه شوې چې لس بلاکونه د استوګنې خونې، روزنيز مرکز، خوړنځی، د غونډو تالار، د سپورټ ځايونه او يوشمېر نورې اسنتياوې پكې جوړې شوي دي.   د والي په خبره چې پردغې پروژې نږدې يوسلواتياميليونه افغانۍ لګول شوي چی د امريکاد کورپ په نوم د انجينري ډلې لخوا ورکړل شوي دي، والي زياته كړه چې د دې جوړونې په وخت كې  درې سوه كسانو ته د اوږدې  مودې لپاره دكار كولو زمينه برابره شوې وه.
په همدې وخت د کورپ انجينري ډلې په راتلوونکې کې په پكتيكاولايت كې د څو ميليونونو ډالرو په ارزښت د بېلابېلوپروژو د پيل كيدو خبر وركړ، دا مركز په داسې حال كې جوړيږي چې د پكتيكاامنيتي چارواكوپه دغه ولايت كې د پوليسو د ځواكمنيدو خبر وركړى.  خو عام خلك شكايتونه كوي چې په ځيني سيموكې د ناامنيو له امله له ستونزو سره مخ دي.