قزاقستان : جمهوري رياست ته نوماندان د ژبې ازموينه ورکوي

د قزاقستان د جمهوري رياست لپاره کانديدان، د دغه هېواد د رسمي ژبې ، قزاقي (کزاخي ) امتحان ورکوي. د (( ريانووستي )) د خبري رسنۍ د رېپوټونو له مخې نن ورځ هم يوه نوماند د ژبې امتحان ورکړ او بريالی شو.
خبر کې راغلي،چې د(( قزاقستان دخلکو کمونيستي  ګوند)) د مرکزي کميټې عمومي منشي ،ژامبيل احمدبېکوف ، نن ورځ د ژبې د امتحان له کميسون څخه د کاميابۍ نومرې تر ﻻسه کړې.
کميسيون د دې پخلی کړی، چې نوموړی په ملي ژبه قزاقي کې برﻻسی دی او  ليکل شوی ليک يې د سواد د کچې له پلوه ښه او هنري مطلب يې هم په ښه ډول لوستی دی.
په قزاقستان کې تر اوسه 15 تنو ځانونه جمهوري رياست ته کانديد کړي، چې داوسنی جمهور رييس نورسلطان نظربايف په شمول دوه تنه ښځې هم په کې شاملې دي.
د افغانستان د چارو کارپوهان په دې اند دي،که چېرې په افغانستان کې هم د لوړ دولتي پستونو  او پارلمان لپاره دا ډول  ژبې ازموينې رامنځته شوي وای، د ډېر بېسوادو چارواکو مخنيوی به شوی وای. څرنګه چې په افغانستان کې نن ټول کارونو د مصلحتونو، نزاکتونو او اړيکو له مخې تر سره کيږي، بيا د ايرانتيا خبره نه ده، چې ولسي جرګه ځان ته په څو اوونيو کې مشر نشي ټاکلی او د افغانستان حاﻻت له يوې نه بلې ورځې ته خرابيږي.