د جرمني دفاع وزير په ناڅاپي سفر افغانستان ته رسيدلی



د جرمني رسنيو د رېپوټونو له مخې، د دغه هېواد دفاع وزير (( کارل تېودر څو ګوتنبرګ )) تير ماښام ناوخته ، د افغانستان په شمال کې د جرمني ځواکونو اډې ته رسيدلی دی او نوموړی به  په شمال کې له جرمني ځواکونو کتنه وکړي.
ګوتنبرګ په داسې وخت کې افغانستان ته سفر کوي، چې نوموړی په جرمني کې د خپلوسياسي مخالفينو له خوا د ډوکتورا په تېزس کې د جعل او ادبي غلا له امله سخت ترنيوکې راغلی دی.رېپوټ زياتوي، چې  افغانستان ته، دا د نوموړي لسم سفر دی او له پخوانيو سره يې توپير دا دی، چې په دې سفر کې ورسره خبرياﻻن نشته.
وروستی ځل ګوتنبرګ د چانسلرې (لومړۍ وزيرې ) انګېلا مېرکل سره بدرګه د کرسمس رخصتيو نه مخکې،  په تير2010 ز کال کې راغلی و. د يادولو وړ ده ، چې په دې وروستيو کې د مسيحي دموکرات ګوند، چې اوس په واک کې دی، د افغانستان او ځينو نورو پېښو له امله ، د اپوزيسيون لخوا تر زياتو نيوکو ﻻندې راغلی.