په مصر
کې خپرېدونکې ورځپآڼه (الاخبار) په امريکا کې د مصر سفارت له خولې ليکلي ، چې د
حسني مبارک روغتيايي حالت ډېر خراب دی او هره شېبه د دې امکان شته چې د نوموړي د
مرګ خبر خپور شي. د مصر يوه پخواني امنيتی مسوول هم دا خبره تاييد کړې ده.
الاخبار
همداراز خبر ورکوي، چې دولسي شورا رييس (فتحي سرور) له څور ورځو راهيسې له کورڅخه
نه دی راوتلی او ټېلفون ته هم ځواب نه وايي. د مشرانو جرګې رييس ( صفوت شريف) هم
خپل دفتر تړلی او د استوګنې ځای يې هم چاته نه دی څرګند.د مصر يو شمېر نور چارواکي
هم غيب شوي او داسې ښکاري چې د خلکو د غوسې له وېرې يې ځانونه پټ کړي دي.
وروستي