لاهور محکمه: ريمونډ ډاويس دې بهر ته نه لېږل کيږي

لاهور محکمې ،چې د ريمونډ ډاويس استثنايي قضيه څېړي ، حکم کړی چې نوموړی چې هر څوک دی او يا هرډول مقام لري ، بايد له ملک څخه بهر ونه لېږل شي. بل خوا د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له امريکې څخه د ځواب لپاره مهلت غوښتی دی. د دې پر وړاندې امريکې پر پاکستان نيوکه کړې ، چې نړيوالو قوانينو ته درناوی نه لري .
داسې اټکل کيږي ، چې ښايي پاکستان د امريکې د زياتېدونکي فشار له امله اړ شي ،چې ډاويس ته سياسي مصوونيت ورکړي او بېرته يې امريکې ته وسپاري.