امريکايي پوځي موټر په کابل کې يو لاروی پوليس وواژه



نن سهار د کابل دعامې روغتيا په څلور لاري کې د امريکايي پوځيانو موټر يو لاروی وواهه او ويې واژه. عيني شاهدان وايي، چې لاروی يوپوليس و. د کورنيو چارو وزارت او په افغانستان کې امريکايي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده چې د عامې روغتيا څلور لاری د امريکې سفارت او هوايي ډګر ترمنځ پروت دی او ډېری وخت امريکايي پوځيان له دغې لارې تګ راتګ کوي او په تېرو وختو کې يو شمېر ځانمرګي بريدونه هم دلته شوي دي.