اېټاليې او روسيې افغانستان ته د اکمالاتو لپاره يو ترانزيت تړون لاسليک کړ

د روسيې خبري اژانس ايتار تاس خبر ورکوي، چې پرون د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف او د اېټاليې دفاع وزير (اېګنازيو لاروسا) د روسيې له لارې افغانستان ته د هوايي ترانزيت يو تړون لاسليک کړ. د دغه تړون له مخې اېټاليا کولی شي د روسيې د هوا له لارې پوځي تجهيزات ، پرسونل او نور اړين توکي  افغانستان ته انتقال کړي. دغه تړون پرون اېټاليې ته د ديمتري مېدوېدوف دسفر پر مهال لاسليک شو. د روم تړون اېټاليې ته اجازه ورکوي چې د روسيې په فضا کې په اصطلاح له شمالي کوريدوريا دهلېز څخه کار واخلي. دغه دهلېز له سلوانيا، کوروشيا، هنګري، اوکراين ، قزاقستان، ازبکستان او ترکمنستان څخه تېريږي او داېټاليې لپاره د دوبۍ دلارې پروړاندې يو ښه بديل دی.